له سعيد زابلي سره د خواخوږۍ پيغام
05.04.2010 01:06په خواشينۍ سره د ليکوال،ژورنالېست او شاعر ښاغلي سعيد زابلي د مور بي بي له مړينې خبر شوو، د ټول افغان اداره په دغه درانه غم کې له ښاغلي زابلي او د هغوی له درنې کورنۍ سره برابره شريکه ده.
الله پاک دې ارواښادې ته بخښنه وکړي او پاتې دوستانو ته يې د زړه صبر ورکړي.
سيد شاه سقيم : په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې د وتلي ليکوال ، شاعر او خبريال ښاغلي سعيد زابلي مور بي بي د تل لپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
موږ له ښاغلي زابلي سره ځانونه په دغه ستره غميزه کې شريک بولو .
خداى بخښلې ته په الهي دربار کې د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر لپه غوړوو.
روح يې ښاد .
په درنښت
پښتو ادبي غورځنګ کوټه او ننګيال فرهنګي ادبي ټولنه