د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ماليزيا له بوتان څخه وګټله او افغانستان ته یې نيمه پايلوبې ته بريالي کېدل سخت کړل

فريد الله واعظي 04.04.2010 13:45

نن داپريل په څلورمه نيټه باندي دبوتان اوماليزيا دهيوادونوترمنځ دكريكيټ لوبه وه چي پچه بوتان وګټله اوپه منډوجوړولويي شروع وكړه چي په 28.3 اورونوكي يي دخپلوټولولوبغاړو په سوزيدو68 منډي جوړي كړي .

وروسته ماليزيا د منډو په جوړولو پيل وکړ چي بې له دې چې كوم لوبغاړي له لاسه وركړي 71 منډي يي جوړي كړې او په لسو ويکټو يې له بوتان څخه لوبه وګټله.

ماليزيا په دي ډول لوبه د ځان په ګټه تمامه كړه چي دا دافغانستان لپاره ښه زيري نه وو ځكه كه سباته ماليزيا وكولای شي چې د اماراتو څخه لوبه وكټي نو د منډو په اوسط به دوه مخکښې نيمه پايلوبې ته بريالۍ لوبډلې معلومېږي. که د ماليزيا او اماراتو اوسط ښه وي نو افغانستان به دوهم پړاوته لاره پيدا نه كړي.

سبا لوبه که امارات له ماليزيا وګټي د افغانستان په ګټه ده .