په کندهار کې د ولسمشر حامد کرزي د سفر لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي
04.04.2010 14:38نن چي د افغانستان ولسمشر حامد كرزي كندهارته تللي وو هلته په قندهاركي دده دورتګ په سبب ډيرسخت امنيتي ترتيبات نيول شوي وو، لاري ټولي بندي وي، دڅوساعتونو لپاره د ښار دننه د شهيدانو د چوك نه ترميرويس روغتون پوري لاره بنده وه. هرموټردرول كيده، تلاشي پكي كيده. د كابل شاه په شا او خوا كي چي كوم دفترونه وو هغه ته هم ددفترونوموټرونه نه پرښودل كيدل، پياده هم خلك دمشكلاتوسره مخامخ وو.
حامد كرزی د منډيګګ دماڼي ځنګ ته دچورلكي ځخه كښته شو.
حامد كرزي په قندهاركي دمنډيګك په ماڼي كي دكندهار دقومي مشرانويوي لوي ډلي ته خپله وينا واوروله، خلكوته يي لكه د پخواپه شان وعدي وركړې، د كندهارد اميد په نامه دپ يل كيدونكو عملياتوپه اړه يي خبري وكړي اود خلكونه يي د سوال په ډول پوښتنه وكړه چي ايا ورسره راضي دي كه نه خواكثريت خلكووويل چي مونږ ورسره رضايت نه لرو. ده هم ورته وعده وركړه چي ترځو چي ستاسو رضا نه وي شوي داعمليات به نه ترسره كيږي .
همدارنګه د ملكي تلفاتو په كموالي يي خوشحالي ځركنده كړه اودناټواوسني رول يي وستايه او ويي ويل چي ناټوپه خپلو عملياتوكي اوس كمبود راوستلی دی.
د دولت په مخالفينويي يوځل بيا غږ وكړو چي دسولي دبهيرسره يوځاي شي اووسلي په ځمكه كيږدي مګر دده د خبرونه يوه خبره معلوميده چي ده وويل هغه كسانو ته به عفوه ونه شي چي خلك يي وژلي دي ، بمونه ږدي اوترورونه كوي.