د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بالاخره پښتونخوا، خو ولې اوس؟

جاويد صبوري 04.04.2010 13:58

د جمعې په ورځ د پاكستان "شمال لويديځ سرحد" ايالت نوم په رسمي توګه په "خېبر پښتونخوا" بدل كړ. د نوم په بدلېدو سره د پاكستان په بېلابېلاو سيمو كې له پېښوره نيولې تر چمنه، او له چمنه تر كراچۍ او كوټې او پشين او حيدر آباد پورې پښتنو اتڼونه او ميلې او خوښۍ وكړې. د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په دغه مناسبت وويل: "نن دري شپېته كاله وروسته پښتنو د پاكستان په خاوره كې خپل نوم پيدا كړ، په حقيقت سره به له ننه وروسته موږ ټولې نړۍ ته دا ثابته كړاى شو چي پښتانه هم اوس د پاكستان په نقشه كې ځاى لري، دا زما لپاره تر ټولو د خوښۍ وړ خبره ده."

په لومړي ځل په كال ۱۹۷۳ كې د پاكستان اساسي قانون بدلولو پر مهال د "پښتونخوا" نوم وړانديز وشو، خو له هغه مهاله راپديخوا بيا بيا دغه نوم اخيستل كېدو، خو هيڅكله يې هم رسمي بڼه نه وه غوره كړې.

په تيرې كابو يوه لسيزه كې يو ځل بيا دغه مسله توده شوه او د پاكستان شمال لويديځ سرحد ايالت لپاره بېلابېل نومونه وړاندې كېدل چې تر ټولو مهم يې "صوبه افغانيه"، "پښتونخوا"، "پښتونستان" او "خېبر" وو.

په دې كې هيڅ شك نشته چې د پاكستان مركزي حكومت به هيڅ كله هم اجازه نه واى وركړى چې د صوبه افغانيه نوم دې پر سرحد ايالت اېښودل شوى واى.

خو ځينې سياسي ګوندونو چې زياتره يې پنجاب ايالت سره تړاو لري، كه مسلم ليګ نواز او مسلم ليګ قائد اعظم د "پښتونخوا نوم مخالفت هم كاوه. د هغوى په وينا چې د پښتونخوا نوم كولاى شي چې نور قومونه په لږكيو بدل كړي. له همدې كبله يې په دې شرط د سرحد يالت نوم بدلول ومنل چې "خېبر پښتونخوا" به پرې اېښودل كېږي. خو يوه پوښتنه چې ټول يې مطرح كوي، آيا په پنجاب كې نور لږكي نشته، آيا د سند ايالت په كراچۍ ښار كې درې ميليونه پښتانه نه اوسيږي، او آيا په بلوچستان كې نيم په نيم پښتانه نه دي؟

د افغانستان د سيمه ييزو ستراتيژيكو مطالعاتو مشر عبدالفغور لېوال په اند چې د خېبر نوم ورګډول په پښتونخوا كې كه څه هم د پښتنو يوه وياړلې دره ده، خو د دې نوم د مخالفينو وروستى ګوزار و چې ويې كړ. هغه زياتوي: "د دې نوم مخالفينو خپل وروستى ورانوكى ګوزار وكړ او د خېبر نوم يې وراضافه كړ. دا كار يوازې د دې لپاره و چې د هغوى سياسي مزاحمت مطرح وي. او بل دا چې دا نوم د بلاغت له نظره هم يو فصيح نوم نه دى او يو تركيبي نوم دى. له همدې كبله مانا نه لري. )خېبر پښتونخوا( څه مانا؟

پوښتنه دا راولاړيږي چې ولې وروسته له څو لسيزو پاكستاني دولت )چې زيات واك يې د پنجابيانو په لاس كې دى( دې ته چمتو شو چې د سرحد ايالت نوم بدلولو سره پښتنو ته د هغوى ملي هويت ورسپارلو لومړني ګامونه پورته كړي. د شنونكو په اند په تيرو دوو لسيزو كې نه يوازې پښتنو بلكې بلوڅانو هم د پاكستان ملي وحدت او مركزي حكومت ته ګواښونه متوجه كړي وو. د هغوى په اند په ځانګړي توګه په تيرو څه باندې شپږو كلونو كې د پاكستان قبايلي سيمو كې طالبانو او القاعدې پر وړاندې جګړې له امله د پاكستان ملي وحدت له ګواښ سره مخ و.

د چارو شنونكى وحيد مژده وايي چې اوس مهال پاكستان ډيرو لويو ستونزو سره مخ دى، په ځانګړي توګه د ملي وحدت په برخه كې. مژده وايي: "د طالبانو له تحريك وروسته په قبايلي سيمو كې د پاكستان عملياتو په يو ډول سره په پاكستان كې د پښتنو نارضايتي وښودله."

د هغه په وينا چې د طالبانو د تحريك د غير مستقيمه پايلې له امله دغسې يو حالت راغلى چې دا نوم ومنل شو، كه نه نو د وحيد مژده په اند چې پنجابيان او سنديان دې كار ته كله هم حاضر شوى وى.

برسيره پردې د مژده په اند چې ښايي د امريكا په ګډون ځينو بهرنيو هېوادونو پاكستان ته دا مشوره وركړي وي چې په اوسنيو شراېطو كې د نوم بدلول د پاكستان په ګټه دى نه په ضرر.

له هغه ځايه چې د پاكستان كابو ټول سياستمدارن خپلې ګټې د پاكستان په خونديتوب كې ويني او تل له خپلو منافعو د پاكستان د منافعو په لار كې تير شوي. اوس هم ګڼ شمير پنجابي سياستوالو ښايي د نوم بدلولو راضي كېدو سره هاغه د يك تير و دوه فاخته كار كړ. له يوې خوا يې تر يوه كچه هغه شاكي پښتانه چې د خپل هويت په لټون پسې وو، خوشاله كړل او له بلې خوا يې د خېبر ټكي په ورزياتولو سره، د دغه قبايلي او وروسته د نورو قبايلي سيمو لا كنټرولو هڅه پيل كړله. په كرار كرار د خېبر درې شاوخوا قبايلي سيمې چې د پاكستان مركزي او يالتي حكومتونه په كې د يوه سياسي استازي پرته بل څوك نه لري، د خپلې ولكې لاندې راولي.

شنونكى وحيد مژده په دې اړه وايي چې بې له شكه همداسې به وشي. مژده زياتوي: "اوس مهال د افغانستان حكومت هم په قبايلي سيمو كې د پاكستان له مداخلې سره مخالفت نه ښيي او غواړي چې دغه سيمې د مدنيت په لور لاړې شي. نو زه فكر كوم چې دا به پاكستان ته ډيره ښه موقع وي چې مداخله وكړي او آن قبايلي سيسټم له منځه يوسي او داسې پاكستان هڅه كوي چې پښتانه تر ډيره بريده ځان پاكستان پورې تړلى وبولي."

عبدالفغور لېوال بيا په دې اړه وايي: " كه په پښتونخوا ايالت كې د ملي او هغه خلكو چې واقعاً د پښتنو حقوق غواړي، حاكميت په رښتينې ډول ټينګ شي، بيا نو د يوه مدني حالت لاندې د قبايلي سيمو راتګ د اوسني حالت څخه ښه وي. البته دا زما شخصي نظر دى."