د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لويې څارنوالۍ د صديق چکړي د نيولو پخلی وکړ

خبري څانګه 04.04.2010 12:55

د حاجيانو پيسې چې چا غلا کړي په اسانه یې نه دي هضم کړي. د حاجيانو ازار دا ځل چکړی وواهه.

د افغانستان لوی څارنوال اسحاق الکو رسنيو ته وويل چې د حج او اوقاف پخوانی سرپرست وزير او د ملي متحدې جبهې او پخوانۍ شمالي ټلوالی مخکښ غړی محمد صديق چکړی په لندن کې نړيوال انترپول د اختلاس په تور نيولی دی.

صديق چکړی د افغان دولت له خوا ممنوع الخروج اعلان شوی و خو د اړيکو په لرلو نوموړی د کابل د هوايي ډګر څخه لندن ته تللی و. چکړی د برتانيا تابعيت هم لري.

په صديق چکړي تور دی چې د وزارت په مهال یې اختلاس کړی دی. د نوموړي د وزارت په مهال د کابل په هوايي ډګر کې د بسکټو په ډبو کې بند پنځه لکه ډالر نيول شوي وو چې ويل کېدل د چکړي په شمول د وزارت یو شمېر چارواکو په حج کې د حاجيانو لپاره د اوسيدنځايونو په کرايه کولو کې اختلاس کړي و او افغانستان ته يې په غلا لېږدول. له چکړي پرته د حج او اوقاف درې نور چارواکي هم د اختلاس په تور دولت نيولي دي.

څرګنده نه ده چې نړيوال انترپول به صديق چکړی کله افغان دولت ته سپاري. خو ډېره سخته به وي چې نوموړی دې په افغانستان کې محاکمه کړای شي ځکه چې نوموړی د ولسمشر د لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم نږدې ملګری دی او شنونکي باور لري چې فهيم به پرېنږدي چې د ده یو نږدې ملګری دې محاکمه شي ځکه چې دا به په راتلونکې کې په ورته تورونو د نوموړي او د نوموړي د نورو ملګرو محاکمې ته هم لاره پرانېزي.

له چکړي مخکې هم د حج او اوقاف یو شمېر چارواکي محاکمه او په بند محکوم شوي وو. خو هغوی هم د زورڅښتنان و چې وروسته ولسمشر کرزي ترې بښنه وکړه او له بنده یې ازاد کړل.

لويه څارنوالي وايي چې د کابينې د اوسنيو او پخوانيو ۱۷ وزيرانو د اختلاس په اړه یې څېړنې پيل کړي دي.