د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډله استعداد لري او تر دې ښه لوبه کولای شي

هلال - مومند 04.04.2010 09:32

د هلال مومند ليکنه:

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تېر لنډ وخت کې په زبات ورسوله چې افغانان د ډېر استعداد څښتنان دي او کولای شي په ډېرو کمو امکاناتو د نړۍ د نورو ولسونو سره ځانونه سيال کړي او د هېواد جنډه د نړيوالو په منځ کې ورپوي. افغان ملي لوبډلې پخپل تکليف او هڅه ځان د دې جوګه کړی چې د نړۍ د ټيسټ هېوادونو سره لوبه وکړي او نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.

له همدې کبله لوبډلې ته افغانانو هم مينه ورکړې او د لا پرمختګ هيله یې لري. په کوېت کې د آسيايي شورا په ايليټ جام کې نسبتا کمزورې لوبې له ډېرو افغانانو سره دا ويره پيدا کړه چې ګنې د دې لوبډلې د پرمختګ هيله کېدای شي سمه نه وي. خو زه اوس هم په دې باور يم چې افغانان د ډېر استعداد څښتنان دي او کولای شي چې نور پرمختګ هم وکړي.

عربي متحده اماراتو ته بايلل او ماليزيا سره کمزورې لوبه کول د تشويش وړ دي خو لاملونه یې بايد وڅېړل شي او حلونه ورته پيدا کړل شي. داسې نه ده چې ګنې لوبغاړي تېزه لوبه نه شي کولای. هماغه کريم خان صادق، اصغر ستانکزی، او محمد شهزاد چې د اماراتو سره په لوبه کې ونه ځلېدل، د ماليزيا خلاف وځلېدل. هماغه ريس احمدزی چې د اماراتو خلاف یې په لوبه کې په ۱۰۰ توپونو ۵۵ منډې وکړې، د ماليزيا خلاف یې په ۵۹ توپونو ۶۴ منډې وکړې. هماغه حميد حسن چې د اماراتو خلاف یې زر ويکټې وانه خيستلی شوې او د ماليزيا خلاف تر ډېره فعال نه و په اخري اورونو کې یې څلور ويکټې واخيستې او بايلاد يې په ګټه واړاوه. هماغه کپتان نوروز منګل چې د اماراتو خلاف ونه ځلېد، د ماليزيا خلاف یې اخري اور پخپله وکړ او اخري ويکټه یې په حساس وخت کې واخيستله.

پوښتنه دا ده چې دا استعداد ولې کله کله نه ځلېږي؟ زما په اند دا لاندې ټکي کولای شي د لوبډلې د استعداد په ځلېدو کې مرسته وکړي:

د توپ اچونې او فيلډ روزونکي ته اړتيا:

د استعداد نه ځلېدل د دې پورې هم اړه لري چې ايا لوبغاړي لا ډېرو تخنيکونو يادولو ته اړتيا لري؟!. د کرکټ د نړيوالې شورا په وينا افغانستان د کبيرخان ترڅنګ د توپ اچونې او فيلډنګ روزونکي ته اړتيا لري. افغان لوبډله بايد په فيلډ کې خاميانې له منځه یوسي او په توپ اچونه کې بايد دقت ته پام وکړي. په هره لوبه کې د اضافي منډو ورکولو سره خو اوس موږ ټول عادت شوي یو.

د کبيرخان د راتګ سره افغان لوبډلې بې ساری پرمختګ کړی دی: لوبغاړو ذهني پياوړتيا لاس ته راوړه، لوبغاړي  اوس د نړيوالو لوبغاړو غوندې څرګندونې او چلند کوي، په لوبډله کې ډسپلين او نظم رامنځ ته شو، نوموړی یو مشر لوبغاړی او روزونکی پاتې شوی او لوبغاړي ورته درناوی لري او خبرې ته یې غوږ نيسي، د پاکستان غوندې د کرکټ مهم هېواد ته لاس رسی اسانه شو تر دې چې عاقب جاوېد او نورو تکړه پخوانيو نړيوالو لوبغاړو په لاهور کې تېره مياشت افغان لوبډلې ته په روزنه ورکولو کې برخه واخيسته چې بې شکه د کبيرخان د شخصي اړيکو نتيجه وه، او تر ټولو مهمه دا ده چې کبيرخان لوبغاړي په خپله ژبه پوهولی شي او هغوی ته د نورو او نورو ته د دوی پيغام په اسانۍ رسولی شي.

خو: د کرکټ د پياوړو هېوادونو لوبډلې یو روزونکی نه روزي. بلکه د مشر روزونکي تر څنګ د توپ اچونې او فيلډ روزونکي هم لري. افغان کرکټ بورډ اوس د کال کابو یو مليون ډالر د کرکټ له نړيوالې شورا څخه ترلاسه کوي او د دې توان لري چې د کبيرخان ترڅنګ د توپ اچونې او فيلډ روزونکی هم وګماري. د کرکټ بورډ ډېرې پيسې دا وخت د کرکټ بورډ اداري غړو په تنخواګانو مصرفېږي. د کرکټ بورډ د کال ۳۵۰ زره (درې لکه پنځوس زره) ډالر په تنخواګانو مصرفوي. ځينې کارکونکي يې آن د مياشتې ۲۵۰۰ ډالر تنخوا اخلي چې نه يواځې د افغانستان له مارکيټ څخه پورته تنخوا ده بلکه په پوره مانا بې انصافي ده. کوم کسان چې دا تنخوا اخلي، که د کرکټ له بورډ څخه ووتل بل هيچېرته څوک دوی ته د دې پنځمه برخه (۵۰۰ ډالر) هم نه ورکوي. ښه به دا وي چې د دې خلکو تنخواګانې کمې کړای شي، بغير له لوبغاړو بل چا ته بايد له ۵۰۰ ډالرو ډېره تنخوا ورنکړل شي او د کرکټ د نړيوالې شورا دا پيسې د لوبغاړو پر پرمختګ مصرف کړي.

اخر همدې لوبغاړو دا پيسې ګټلي دي او همدوی یې مستحق دي. د کرکټ بورډ خو تېر څو کاله په خپل اخ او ډب مصروفه وه. کرکټ نه يواځې د دې بې اتفاقه مشرانو د اختلافاتو له وجې پرمختګ نه دی کړی، بلکه سترې صدمې یې ليدلي دي.

د شل اورونو، یو ورځنۍ او که د ټيسټ لوبډله!:

افغان کرکټ بورډ او روزونکی کبيرخان د شل اورونو، یو ورځنۍ لوبو او څلور ورځنۍ لوبو لپاره یو شان لوبډله کاروي. دا په داسې حال کې د نړۍ یو هېواد هم د دې دعوه نه شي کولای چې ټول لوبغاړي یې د ټولو لوبو لپاره مناسب دي. پخپله حاجي کبيرخان هم ټول افغان.کام ته په مرکو کې ويلي دي چې افغانستان بايد د هر ډول لوبې لپاره ځانګړې لوبډله ولري. په شل اوريزو لوبو کې بېخي تېزه لوبه په کار وي، په یو ورځنيو لوبو کې تېزه لوبه په کار وي، او په ټيسټ کې تر ډېره د توپ وهونکي ودرېدل او نسبتا ارامه منډې جوړول په کار وي.

ستونزه چېرته ده؟ ايا نور لوبغاړي نه لرو او که نور لوبغاړي ملي لوبډلې ته د لار پيدا کولو چانس نه لري؟

که نور لوبغاړي نه لرو نو بيا خو د کرکټ بورډ څخه پوښتنه کول په کار دي چې ولې کورنی (ډوميسټيک) کرکټ نه جوړوي؟ ولې د افغانستان دننه کرکټ نه منظموي؟ له کابله تر تورخمه ،تر غلام خانه او سپين بولدکه خلک بله لوبه نه کوي. ټول په کرکټ مصروف دي. ما له کابله تر تورخمه د جمعې په ورځ سفر وکړ، په هر خالي ميدان کې د کرکټ یوه لوبه نه، بلکه څو لوبې روانې وي. ځای پر ځای مې لوبغاړي وليدل چې شکايت کوي چې نه پوهېږي څنګه کرکټ ملي لوبډلې ته لار ومومي! استعداد شته خو د افغانستان کرکټ بورډ ته په کار دي چې وخوځېږي، ډوميسټيک کرکټ جوړ کړي او استعدادونه راجلب کړي.

او که لوبغاړي موجود وي او مشکل په غوره کولو او سيليکشن کې وي نو بيا هم د کرکټ د بورډ مسوليت دی چې د غوره کولو لپاره روښانه مقررات وټاکي. روزونکي کبيرخان ته پاک پاک ووايي چې په څه ډول لوبغاړي غوره کړي. هغه لوبغاړي چې په بېلابېلو لارو په غوره کونکو فشار راوړي مخه یې ونيسي. پرېنږدي لوبغاړي په لوبډله کې ډلې جوړې کړي او د نوو لوبغاړو د راتګ مخه ډب کړي.

نصرت الله نصرت په لوبډله کې ( یو ورځنيو او شل اوريز نړيوال جام) ته غوره کېږي، خو هستي ګل عابد نه غوره کېږي. که د کرکټ بورډ او يا روزونکی کبيرخان، کپتان نوروز منګل او محمد نبي عيسی خېل (چې په ګډه یې دا سليکشن کړی دی) په دې باور وي چې نصرت الله له هستي ګل څخه تکړه دی او ورته ډېره اړتيا ده نو بيا د سليکشن رپوټ ولې نه خپرېږي!

د رسنيو رول

په لوبډله کې د لوبغاړو په غوره کولو او يا نه غوره کولو کې رسنۍ هم رول لري. ډېرې افغاني رسنۍ رښتيني دي او په افغانستان خفه کېږي نو ځکه په رپوټونو او خپرونو کې د ټولو لوبغاړو حق مراعتوي. لږې بيا داسې هم دي چې افغانستان ورته اهميت نه لري او فرمايشي رپوټونه او خپرونې خپروي. که افغانستان لوبه وګټي او که یې بايلي دا رسنۍ د معلومو لوبغاړو صفتونه کوي. يوه راديو ده چې تل د یو لوبغاړي صفت کوي. کله که هغه په لوبه کې نه نو هم ارمان یې کوي چې که اوس وای نو داسې به يې کړي وای.

په کار خو دا ده چې افغانستان لوبه وبايلي رسنۍ یې لاملونه وڅېړي، نه دا چې په بايلاد کې هم د صفتونو ماشين چالان وي. رسنۍ بايد له لوبغاړو او کرکټ بورډ څخه په یو واټن کې ودرېږي. سپين ته سپين او تور ته تور ووايي.

فرمايشي رپوټونه د دې لامل کېږي چې هغه لوبغاړي چې پام ورته نه کېږي لوبې ته متوجه نه شي، له خپل استعداد څخه کار وانخلي، او په مهارتونو کې پرمختګ رانه ولي ځکه چې پوهېږي چې رسنۍ یې هسې هم حق نه ورکوي. دا کار د دې سبب هم جوړېږي چې تکړه لوبغاړي له لوبډلې بهر پاتې شي، غير مستحق کسان ورته لاره ومومي، او د افغانستان کرکټ پرمختګ ونه کړي.

 په منډه کې تفاهم

افغانستان په ډېرو لوبو کې د تفاهم د نشتوالي له امله په منډه لوبغاړي له لاسه ورکوي. دا ستونزه عاجل حل غواړي ځکه چې د شل اورونو د نړيوال جام په غوراوي کې افغانستان له همدې کبله هالينډ ته بايلله او د آسيايي شورا د ۲۰۱۰ کال د ايليټ په جام کې کابو و له همدې کبله افغانستان ماليزيا ته لوبه بايلي.

 د لوبغاړو عايد

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د عايد بله سرچينه نه لري، بله دنده نه لري او يواځې کرکټ کوي. تر اوسه یې وړيا لوبه کوله او اوس چې د کرکټ بورډ ته کوم عايد په لاس راځي د همدې لوبغاړو د ښې لوبې او سرښندنې برکت دی. خو کرکټ بورډ چارواکي پخپله په زرګونو ډالر تنخوا اخلي او لوبغاړو ته د ۲۵۰ او ۵۰۰ ډالرو تر منځ تنخوا ورکوي. دا بې انصافي ده او د لوبغاړو د استعداد په ځلېدو کې منفي رول لري.

دا ډول بې انصافي د لوبغاړو په روحياتو منفي اغېز کوي. اداري کسان بايد له لوبغاړو جګه تنخوا وانخلي ځکه چې له لوبغاړو ډېره خواري نه کوي. د کرکټ بورډ که اوس بوديجه لاس ته راوړې د همدې لوبغاړو د قربانيو او خواريو برکت دی.

د بورډ په مشرۍ جګړه

دا د استعدادونو د نه ځلېدو بل لامل دی. لوبغاړي کوښښ کوي چې د هېواد نوم سرلوړی کړي، برياو سره خاندي او بايلاد سره ژاړي، خو د کرکټ په مشرۍ نښتي کسان کوښښ کوي چې خپل غرور خړوب کړي. په تېرو نهو کلونو کې داسې وخت نه دی راغلی چې څوک دې د کرکټ چارې پرمخ بوځي او په مقابل کې دې بلې ډلې د هغه مخالفت نه وي کړی او لينګتۍ یې ورته نه وي ايښي. خبره یې کله کله پارلمان او سياستوالو ته هم ويستې ده.

دې لانجو نه یواځې د لوبغاړو روحيه کمزورې کړې ده او په استعدادونو یې بده اغېزه کړې ده، بلکه د کرکټ ټول مينه وال یې خفه کړي دي. خو دا ښاغلي دې له هغې ورځې وويرېږي چې افغانان پسې لاسونه په دعا کې په چپه پورته کړي.

که دا پورته ټکو ته پام وشي، نو هيله ده چې د افغانانو استعداد به نه يواځې په سيمه ييزو سياليو کې وځلېږي، بلکه د شل اورونو  په راتلونکي نړيوال جام کې به هم وځلېږي او د افغانستان د برياو نه منونکي کيسه به همداسې دوام پيدا کړي.