د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نيمه پايلوبې ته د افغانستان بری د ماليزيا د بخت پورې تړلی دی

کرکټ څانګه 04.04.2010 00:35

په کوېت کې افغان ملي لوبډله

د کرکټ د آسيايي شورا د ايليټ په جام کې د افغانستان تر دې مهال درې لوبې کړي چې یوه یې بايلودې او دوه یې ګټلې دي. افغانستان په خپل ګروپ کې دا مهال په دويم نمبر دی او ټولې څلور نمرې لري.

دا چې بحرين ونشو کړای خپله ټوله لوبډله کوېت ته د ويزو د ستونزو له امله ورسوي، نو له سيالۍ وتلې ده او افغانستان څلورمه لوبه نه لري. د افغانستان په ګروپ کې به مخکښې دوه لوبډلې سيمي فاينل يا نيمه پايلوبې ته بريالۍ کېږي. تر دې مهاله لا دوه مخکښې لوبډلې معلومي نه دي.

امارات هم دوه لوبې ګټلي او څلور نمرې لري او د اپرېل په شپږمه یې د ماليزيا سره یوه لوبه پاتې ده. ماليزيا بيا د اماراتو سره له لوبې برسېره  سبا د اپرېل په ۴مه د بوتان سرههم لوبه لري.

نيمه پايلوبې ته د افغانستان بری د ماليزيا د بخت پورې تړلی دی. که د ماليزيا لوبډله بوتان او اماراتو ته په ډېرو منډو ماته ورکړي او له افغانستان څخه د منډو اوسط لوړ کړي نو نيمه پايلوبې ته د افغانستان لاره ډبوي خو که له اماراتو - چې چانس یې ډېر دی- ماته وخوري او له بوتان څخه = چې چانس یې کم دی - ماته وخوري نو افغانستان نيمه پايلوبې ته لاره مومي.

تر دې مهاله د دواړو ګروپونو د نمرو جدول په لاندې ډول دی:

B ګروپ

هېواد بشپړې کړې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
امارات ۲  ۲  ۰  ۴ ۴.۴۱
افغانستان ۳ ۲  ۱  ۲ ۲.۶۰
ماليزيا ۱  ۰ ۱  ۰ -.۰۲
بوتان ۲  ۰ ۲ ۰  - ۸.۲۷

بحرين

         

 A ګروپ

هېواد بشپړې کړې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
نيپال ۳ ۳   ۶  
عمان ۲ ۱ ۱ ۲  
کوېت ۲ ۱ ۱ ۲  
سينګاپور ۳ ۰ ۳ ۰  

هانګ کانګ

۲ ۱ ۱ ۲