د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داپرېل فول شرعي حيثيت

محمدوصيل پېروز 02.04.2010 21:55

داپرېل فول شرعي حيثيت
ژباړه : محمدوصيل "پېروز"


له شک پرته دروغ يوکرغېړن عمل دی چي ټولوشريعتونويې حراموالی بيان کړی اوله دې سره سره انساني فطرتونه اوسليم عقل هم ددې پربدوالي قائل دي اوزموږپه حنيف شريعت (کتاب وسنت) کي ددې کارله کولومنعه شوې،پرحرمت يې اجماع ده اوددروغ ويوونکي په دنيااواخرت کي بده پايله ده .
په شريعت کي دروغ ويلوته له څوځايونوپرته هيڅ اجازه نه ورکول کېږي هغه هم هغه ځايونه چي ديوچاحق خوړل کېږي،وينې تويږي اوپرعزت يې تېری کيږي داداسي ځايونه دي چي ددروغ ويلوهدف پکي ديوچاساتنه،ددووخلکوپه منځ کي اصلاح اودښځې ومېړه ترمنځ دمينې اومحبت پيداکول دي .
دخلکوپه منځ کي داپريل فول په نوم يوخوراناوړه اوغلط رسم رواج دی چي په اړه يې خلک فکرکوي چي دمېلادي کال په څلورمه مياشت يعني داپريل پرلومړۍ نېټه دروغ له کومې شرعي ضابطې پرته روادي .
ددروغودحراموالي دليل :
(۱) دالله جل جلاله ويناده :
(( إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَأُوْلـئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ
] النحل: 105[.
بې شکه هغه خلک دروغ وايي چي دالله تعالی پرنښوايمان نه راوړي اوهمدوئ دروغجن دي .
ابن کثيررحمه الله وايي : بياالله جل جلاله خبرورکړچي رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغجن نه دی ځکه پرالله جل جلاله بدمرغه خلک دروغ وايي چي دالله تعالی پرنښوايمان نه لري لکه کفاراوملحدين چي په خلکوکي په دروغجنومشهوردي . محمدصلی الله عليه وسلم خوپه خلکوکي ترټولوغوره اورښتنی دی،دايمان،باور،علم اوعمل له پلوه ترټولوباکماله دی . په خپل قوم کي په رښتني شهرت لري لکه چي دوئ يې په محمدامين رابولي . (تفسيرابن کثير۲ / ۵۸۸)
(۲) ابوهريره رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي : " دمنافق درې نښې دي چي خبرې کوي دروغ وايي،چي ژمنه کوي پوره کوي يې نه اوچي امانت ورته کښېږدي خيانت کي کوي ." (بخاري ۳۳ ، مسلم ۵۹)
ددروغوترټولوبدترين ډول ... دمزاح په توګه دروغ دي .
ځيني خلک فکرکوي چي دټوکويامزاح په ډول ددروغوويل روادي اوهمداهماغه عذردی چي دوئ يې په لومړي اپريل اويادنوروورځوپه دروغوکي دبرخې اخيستنې لپاره وړاندي کوي خوداغلط دي،داپه سپېڅلي شريعت کي هيڅ اصل نه لري دروغ که دګپې په بڼه وي يادحقيقت په هرصورت کي حرام دي .
ابن عمررضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : زه خندوونکې ګپه کوم خوصرف حق خبره کوم . (داحديث طبراني په معجم البلدان ۱۲ / ۳۹۱ کي روايت کړی دی اوعلامه الباني رحمه الله په صحيح الجامع (۲۴۹۴) کي صحيح ګڼلی دی)
ابوهريره رضی الله عنه وايي : خلکووويل چي اې دالله رسوله! ته له موږسره خندوونکې ګپه کوې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : " زه صرف حق خبره کوم" . (داترمذي روايت کړی دی حديث نمبر(۱۹۹۰)
ترکومه چي داپريل فول خبره ده نوددې دروغوداصليت هيڅ پته نه شته خوپه اړه يې يو شمېررايې وجودلري .
دځینوويناده چي داديوويشتم مارچ دورځې اوشپې دبرابرېدوپروخت دبسنت (دګوډيانودالوزولونړيواله ورځ) سره يوځای رامنځ ته شوه،دځينوويناده چي دابدعت له پخواراهيسي رواج دی دپسرلي په لومړيوکي له يوې ځانګړې نېټې سره دتړاوله کبله دبت پرستودخوښۍ ورځ ده ځکه دادبت پرستويوپخوانی رسم دی . همدارازويل کېږي چي په ځينوهيوادونوکي به دښکاردپيل په لومړيوورځوکي ښکارناکامه کېدی نوداداپرېل مياشتې په لومړۍ ورځ کي دله ځانه جوړېدوونکوخبرويوه قاعده شوه .
ځيني نوربياددې دروغوداصليت په اړه داسي ليکي :
په موږکي ډېری کسان داپريل فول ورځ لمانځي چي حرفي يالفظي ژباړه يې (داپريل چل) دی خوڅومره خلک دي چي په دې پټ رازپوهېږي؟.
له ننه تقريباًزرکاله وړاندي چي کله مسلمانانوپه اسپانيه کي واک چلاوی نويوداسي طاقت ول چي ماتول يې ناشوني ووخودلوېديځ نصاری تل په دې فکرکي ووچي له نړۍ اسلام ختم کړي اوهغوئ په دې کارکي تريوحده بريالي هم شول .
دې خلکوپه اسپانيه کي داسلام دوړاندي تګ ددرولوپه هدف په ځلونوځلونوګړندۍ هڅې وکړې خوهرځل يې ناکامۍ پښې ښکلولې له دې وروسته کفارو اسپانيې ته دمسلمانوپه جامه کي خپل جاسوسان په دې تکل واستول چي دمسلمانانودنه ماتېدواصل رازڅرګندکړي نوهغوئ وموندله چي دمسلمانانودنه ماتېدواصل لامل تقوی اوپرهېزګاري ده .
نصاری چي کله دمسلمانانوله دې رازه خبرشول نوهغوئ دمسلمانانوددې قوت دماتولوپه غرض يوپلان پرکارواچاوی چي پربنايې هغوئ اسپانيې ته مفت شراب اوسګرېټ استول پيل کړل .
لوېديځ له دې پلانه ډيري غوره پايلې لاسته راوړې په اسپانيه کي دمسلمانانوپه ځانګړي ډول دنوي نسل عقيدې کمزوري شوې پايله يې داراووته چي کاتوليک (Catholic) نصاراوواسپانيه ترخپلې کرغېړنې سلطې لاندي راوسته اوله يوې داسي ځمکې يې دمسلمانانودحکومت ټغرټول کړچي مسلمانان پکي اته سوه کاله واکمن پاتي شوي وواوداپريل پرلومړې نېټه دمسلمانانووروستۍ کلاغرناطې هم سقوط وکړله دې کبله دا(اپريل فول) داپريل چل بولي .
له هماغه کاله ترننه ددې ورځې لمانځنه روانه ده اومسلمانان ناپوه ګڼل کېږي داحماقت اوناپوهي صرف دغرناطې له پوځ سره خاصه نه ده بلکه ټول اسلامي امت جاهل ګڼل کېږي خوکه موږپه دې جشن کي ګډون وکړونودډېرجهالت خبره ده اوکه موږددې خبيث فکرپه لوبه کي دهغوئ ړنده انځورګري وکړونودايوداسي ړوندتقليددی چي په موږکي ځينودهغوئ په پيروي کولوخپل جهالت بربنډکړ،که موږددې جشن دپيداکېدلو په عواملوپوه شونوبيابه هيڅکله دخپلې ماتې جشن ونه لمانځو.
کله چي موږپه دې حقيقت پوه شوونوراځئ! له ځان سره کلکه ژمنه وکړوچي بيابه هيڅکله هم ددې ورځې لمانځنه ونه کړوپرموږلازمه ده چي داسپانيې له اوسېدوونکو عبرت واخلو،پراسلام په حقيقي ډول عمل وکړواوهیڅکله خپل ايمان کمزوری نه کړو.
موږته ددې دروغوداصل حقيقت له معلومولوڅخه زياته اړينه داده چي ددروغودويلو حکم ځان ته معلوم کړواوموږپه بشپړباورسره وايوچي داسلام دلومړۍ پېړۍ په روڼوورځوکي ددې څرک هم نه وونوددې بنسټ ايښوونکي مسلمانان نه ووبلکه دادمسلمانانوددښمنانوله لوري دي .
په اپريل فول کي رامنځ ته کېدوونکې پېښي ډېري زياتې دي څومره خلک دي چي هغوئ ته په دروغودهغوئ دلور،خوريايودوست دمړه کېدلوخبرورکول شوی هغوئ له ډېره غمه وفات شوي دي،څومره خلک دي چي هغوئ ته ددوئ دنوکرۍ دله منځه تللو، داورلګېدلو،اهل اوعيال ته يې ديوپېښي دکېدلوخبرورکول شوی اوهغوئ په فالج اونوروخطرناکوناروغيواخته شوي دي،ځينوخلکوته په دروغوويل شوي چي دهغوئ مېرمنې له فلاني سړي سره وکتل نوداخبره دهغې دوژنې اوياطلاق لامل کېږي همدارازډېری داسي پېښي دي چي پای نه لري خوددې ټولوترشاددروغوپديده ده هغه چي نقل اوعقل يې حرام ګڼي .

ومن الله توفيق