د المان د فرهنګي مركز ( ګويته انستيوت ) خبرتيا
02.04.2010 14:33د المان فرهنګي مركز، ګويته انستيوت غواړي چې د معاصرو ادبياتو د شپږم جشن په وياړ چې ټاكل شوې ده د ثور يا غويي مياشتې په ورستيو كې جوړ شي د ماشومانو لپاره د پښتو كيسو يوه منتخبه ټولګه چاپ او خپره كړي .
له ټولو هغو كيسه ليكوالو څخه هيله كيږي چې د ماشومانو لپاره خپله يوه ،يوه ليكل شوې كيسه د غويي د مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې د ماشوم د ادبياتو كور يا هم د المان فرهنګي مركز ګويته انستيوت ته په دې پتو واستوي .
بريښناليك :
program@kabul.goethe.org
Mashom.k@gmail.com