د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اماراتو افغانستان ته نه هېردونکي ماته ورکړه. اماراتو له پياوړي افغانستان څخه په ۲ ويکټو وګټله. سکور کارډ

کرکټ څانګه 02.04.2010 12:21

د اماراتو ثاقب علي نن لکه خامار وږی و او په منډو نه مړېدو. په ۱۰۳ توپونو یې ښکلې ۹۳ منډې وکړې.

 د لوبې سکور کارډ:

AFGHANISTAN v UAE at KEC, 2/4/2010

Toss won by: Afghanistan, Chose to bat

AFGHANISTAN

 

 

R

B

4s

6s

Karim Sadiq

b

S. Silva

16

31

2

0

Noor Ali Noori

run out I. Sampath

 

26

38

4

0

Muhammad Asghar

lbw

S. Silva

0

2

0

0

Nowroz Mangal

b

S. Silva

5

13

0

0

Muhammad Shahzad

c + b

A. Ali

33

63

1

0

Raees Ahmadzai

c sub

Q. Zubair

56

100

3

1

Samiullah Shinwari

not out

 

50

46

5

1

Shabir Noori

st wk

 

1

2

0

0

Hamid Hassan

not out

 

19

6

0

2

Shahpoor Zadran

DNB

 

 

 

 

 

Nasratullah Nasrat

DNB

 

 

 

 

 

Extras: w 10,  lb 1

11

 

 

 

                                                                          Total

217 for 7 off 50 overs

Fall of wickets:

1-41 (9.3 overs), 2-41 (9.5 overs), 3-51 (12.5 overs), 4-57 (15.5 overs), 5-115 (35.4 overs), 6-193 (47.6 overs), 7-196 (48.2 overs)

UAE

O

M

R

W

Qasim Zubair

8

0

36

1 (1w)

Qadar Nawaz

2

0

33

0 (5w)

Shadeep Silva

9

2

29

3 (1w)

Fayyaz Ahmed

10

1

25

0

Khurram Khan

5

0

18

0

Ahmed Raza

9

2

45

1 (1w)

Saqib Ali

2

0

10

0

Arshad Ali

5

0

19

1

 

UAE

 

 

R

B

4s

6s

Indika Sampath

c wk

S. Zadran

0

3

0

0

Arshad Ali

c K. Sadiq

S. Zadran

10

13

1

0

Abdul Rehman

lbw

N. Nasrat

30

73

3

1

Khurram Khan

b

N. Mangal

7

15

0

0

Saqib Ali

not out

 

93

103

6

2

Naeemuddin Aslam

run out N. Nasrat

 

22

34

1

0

Fayyaz Ahmed

c A. Stanekzai

K. Sadiq

11

21

0

0

Shadeep Silva

b

H. Hassan

8

20

1

0

Qadar Nawaz

c H. Hassan

S. Zadran

12

10

2

0

Qasim Zubair

not out

 

9

5

2

0

Ahmed Raza

DNB

 

 

 

 

 

Extras: nb 2, w 10, lb 4

16

 

 

 

                                                                          Total

218 for 8 off 49.1 overs

Fall of wickets:

1-0 (0.3 overs), 2-25 (6.5 overs), 3-43 (14.3 overs), 4-62 (19.3 overs), 5-118(30.6 overs), 6-150 (37.3 overs), 7-182 (44.4 overs), 8-202 (47.3 overs)

AFGHANISTAN

O

M

R

W

Shahpoor Zadran

7

2

28

3 (2w)

Hamid Hassan

9

0

51

1 (3w, 2nb)

Karim Sadiq

10

2

40

1

Nowroz Mangal

8.1

0

26

1 (1w)

Nasratullah Nasrat

7

0

35

1 (2w)

Samiullah Shinwari

8

0

34

0 (1w)

 

اماراتو افغانستان ته ماته ورکړه او یو ستر ارمان یې پوره شو. افغانستان نه په بيټنګ کې وځلېد او نه هم په توپ اچونه کې. د افغانستان توپ اچونکو لکه د پخوا په شان ډېر اضافي منډې ورکړې چې دلوبو د بايللو سبب شوې.

د محمد نبي نه شتون نن افغانانو احساس کړ او د نه شتون له وجې یې نن افغان  لوبډلې د تمې له کچې کمې منډې جوړې کړې.

داسې تمه کېدله چې د افغان لوبډلې په سويه کې به پرمختګ راغلی وي او نور به د اماراتو په ډول لوبډلې ونه شي کړای چې ماته ورکړي خو ننۍ لوبې وښودله چې په افغان لوبډله کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او لا ډېر کار ته اړتيا لري.

ننې لوبې دا وښوده چې افغانستان د حاجي کبير خان تر څنګ د توپ اچونې یو ښه کوچ یا روزونکي ته اړتيا لري ځکه دا یو کال وشو چې د افغان لوبغاړو په توپ اچونه کې د پام وړ پرمختګ نه راځي. پرله پسې وړيا منډې ورکوي او د توپ اچونې دقت یې نه ښه کېږي.

په ننۍ لوبه کې کريم خان صادق بيا په لږو منډو وسوځېد، ۱۶ منډې یې جوړې کړې او اصغر ستانکزی په صفر وسوځېد. شبير نوري په یوه، نوروز منګل په ۵ منډو وسوځېد. ريس په۱۰۱ توپونو یې  ۵۵ منډې جوړې کړې. او شهزاد هم نن ورو لوبه وکړه او په ۶۳ توپونو یې  ۳۳ منډې جوړې کړې.  تر ټولو ډېر نن سميع الله شينواری وځلېد چې په ۴۶ توپونو یې پنځوس منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېد.


په ننۍ لوبه کې سميع الله شينواري ثابته کړه چې نه یواځې توپ اچونکی دی بلکه ښه توپ وهونکی هم دی.

نصرت الله نصرت نن په لوبه کې د ميرويس اشرف پر ځای شامل کړای شوی و چې ناسمه پرېکړه برېښي ځکه چې ميرويس اشرف له نوموړي ډېره ښه لوبه کوي.

د تشويش وړ خبره دا ده چې افغان لوبډله به د شل اورونو په نړيوال جام کې چې یوه مياشت وروسته په ويسټ انډيز کې ترسره کېږي د هندوستان او سويلي افريقا سره څه ډول لوبه کوي. که د افغان لوبډلې توپ وهونکي او اچونکي د اماراتو خلاف ښه لوبه نه شي کولای نو د هندوستان او سويلي افريقا سره یې د ښې لوبې تمه کمېږي.

د افغانستان د توپ اچونې حال:

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
امارات ۲۱۸ ۴۹ ۸
افغانستان ۲۱۷ ۵۰ ۷
       

- ثاقب علي په نوروز یوه منډه وکړه او اوس يې پوره حق دی چې بری ونمانځي.

- اماراتو ته په یو اور کې یوه منډه پاتې ده.

- امارات د بري په درشل کې دی او هغه ارمان یې پوره کېدونکی دی چې له ډېره وخت یې د افغانستان ماتول غوښتل.

- اماراتو ته په ۱۳ توپونو ۱۰ منډې پاتې دي.

- اماراتو ته په ۱۴ توپونو ۱۲ منډې پاتې دي.

- حميد حسن د دې توپ پسې ځان ډېر لرې وغورزاوه چې له په پایله کې یې ښې اوږه زخمي کړې ده.

- اتمه ويکټه حميد حسن کيچ کړه. له لوبغالي حاجي راز محمد منګل وايي چې افغانان ډېر وخت غلي ناست وو خو اوس بيا په جذبه کې راغلل او شور یې جوړ کړی دی او د حميد حسن زنده باد شعارونه ورکوي.

- د اماراتو اتمه ويکټ شاهپور ځدراڼ وغورزوله. قادر وسوځېد خو ثاقب علي لا ولاړ دی.

- ثاقب تر اوسه ۸۷ منډې کړي دي.

- په ۱۹ توپونو ۱۷ منډې پاتې دي.

- دا اخري ۵ اورونه پاور پلی ده او د اماراتو ګوذارونو ته لار پرانيستې ده.

- شاهپور ۴۶م اور ته راغی. اوس اماراتو ته په ۳۰ توپونو ۳۴ منډې پاتې دي.

- حميد حسن د اماراتو ۷م لوبغاړی شاديپ وسوځاوه خو ثاقب علي لا لکه دېوال ولاړ دی او تر اوسه یې ۸۲ منډې کړي دي.

- په ۳۳ توپونو ۳۶ منډې پاتې دي.

- په ۴۲ توپونو ۴۲ منډې پاتي او د اماراتو ثاقب علي لا ولاړ دی. که ولاړ پاتې شي لوبه بيا د اماراتو په ګټه ده.

- په ۵۴ توپونو ۵۵ منډې پاتې دي.

- اماراتو ته په ۱۰ اورونو کې ۶۵ منډې په کار دي.

 - کريم ښکلی اور وکړ او په ۳۹م اور کې یواځې دوه منډې ورکړې.

- په ۳۹م اور کې ثاقب په سميع الله څلوريزه ووهله.

- د اماراتو ثاقب علي دا ۲۳م اور دی چې ولاړ دی او منډې جوړوي. ثاقب علي تکړه توپ وهونکی دی او سوځول یې په کار دي. نوموړی که ودرېږي اماراتو ته دا لوبه ګټلی شي.

- کريم شپږمه ويکټه واخيسته او فیاض یې وسوځاوه.

- ۳۶م اور کريم صادق وکړ او د یوې شپږيزې په شمول پرې ۹ منډې جوړې شوې.

- په ۱۵ اورونو (۹۰) توپونو ۷۹ منډې پاتې دي.

- حميد حسن د اماراتو پنځمه ويکټه وغورزوله.

- افغان توپ اچونکو په دې لوبه کې غير دقيق او بې منظمه توپ اچونه وکړه. نوبالونه، وايډونه په کې بېخي ډېر دي. افغانانو تل په وړيا منډو ورکولو بايلودې ده او که ننۍ لوبه هم ونه ګټی نو همدا به یې وجه وي.

- حميد حسن بل نوبال هم ورکړ او په دې ترتيب یې دوه وړيا ګوذارونه اماراتو ته ورکړل.

- حميد حسن توپ اچونې ته راغی او لومړی توپ یې نوبال و.

- په ۳۰م اور کې نصرت الله نصرت ۹ منډې ورکړې چې یوه په کې شپږيزه وه.

- د ۲۴م اور په پای کې امارات د څلورو کسانو په سوځېدو ۷۹ منډې کړي دي، افغانستان د ۲۴م اور په پای کې د څلورو کسانو په سوځېدو ۷۸ منډې کړې وې.

- په ۲۰م اور کې نصرت الله نصرت ويکټ واخيسته. رحمن یې له لوبغالي وويست.

- ۱۸م اور نصرت الله نصرت کوي. دوه وايډ منډې یې ورکړې.

-په ۱۵م اور کې په کريم شپږيزه ووهل شوه.

- د اماراتو ثاقب علي بيټنګ ته راووت.

- درېمه ويکټه وغورځېده. کپتان نوروز منګل کپتان خرم ته ويکټه وويشته.

- کريم تر اوسه درې ښکلي اورونه وکړل چې د اماراتو کپتان خرم ترې رپ نه دی وهلی. داسې ښکاري چې په دې پيچ سپينران ښه چلېږي ځکه خو کپتان نوروز پخپله راغی او په لوبه کې یې خپل لومړی اور وکړ او درې منډې یې ورکړې.

- شاهپور دويمه ويکټه هم واخيسته او خطرناک ارشد علي یې په ۷م اور کې وسوځاوه. کريم خان صادق یې کيچ ونيوه.

- دا مهال په لوبغالي کې شاوخوا زر افغان سيل کونکي ناست دي.

- شاهپور ځدراڼ په لومړي اور کې ويکټه واخيسته او حميد حسن په دويم اور کې دوه وايډ ورکړي.

دافغانستان د بيټنګ رپوټ:

د کرکټ د آسيايي شورا د ايليټ جام د سياليو په ترڅ کې افغانستان نن د اماراتو سره خپله دويمه لوبه پيل کړه.

افغانستان لومړی پچه وګټله او نوروز منګل بيټنګ کول غوره کړل. افغانستان په ۵۰ اورونو کې د ۷ کسانو په سوځېدو ۲۱۷ منډې جوړې کړې او اماراتو ته یې د ۲۱۸ منډو هدف وټاکه چې نسبتا اسانه هدف ښکاري. اوس به د افغانستان په توپ اچونکو فشار ډېر وي. بايد يادونه وکړو چې د افغانستان محمد نبي عيسی خېل د ويزې د نه لرلو له وجې کوېت ته نه دی تللی او د لوبډلې په بيټنګ کې یې نن تشه محسوسه شوه چې په توپ اچونه کې به هم محسوسه شي.

 د افغانستان د بيټنګ د معمول په توګه کريم خان صادق او نور علي ځدراڼ وکړه. کريم او نورعلي تر ۹م اور پورې ښه روان و خو په لسم اور کې کريم ایل بي ډبليو او ورپسې راوتلی اصغر ستانکزی په صفر وسوځېد. په یو اور کې ددوه ويکټو له لاسه ورکولو تر پایه د افغانستان په منډو جوړولو سيوری خپور کړ.

کله چې نوروز منګل په لسم اور کې لوبې ته راووت هغه مهال افغانستان ۴۱ منډې کړې وې. په دې کې کريم صادق ۱۶ منډې جوړې کړې وې. د افغانستان منډې ورو شوې او په ۱۳م اور کې د افغانستان نور علي په منډه وسوځېد. نور علي غوښتل منډه جوړه کړي خو نوروز منګل بېرته ولېږه او مخکې له دې چې کریز ته ورسېږی د اماراتو ويکټ ساتونکي ورته ويکټې وهلې وې. نور علي د افغانستان درېم کس و چې وسوځېد او ټولې یې ۲۶ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان بيټنګ ورو روان چې په ۱۶م اور کې کپتان نوروز منګل وسوځېد. نوروز ټولې ۴ منډې جوړې کړې وې. دا مهال د افغانستان منډې ۵۷ وې. شهزاد ولاړ و خو د محمد نبي عيسی خېل تشه محسوسېدله. نوروز پسې ريس احمدزی لوبې ته ووت.

ريس او شهزاد ۱۸ اوره ملګرتيا وکړه او د ۳۶م اور په ۴م توپ شهزاد کيچ شو او د ۳۴ منډو جوړولو وروسته وسوځېد. په دې ۱۸ اورونو کې ريس او شهزاد ټولې ۷۳ منډې جوړې کړې او د افغانستان منډې یې ۱۱۴ ته ورسولې. سميع الله شينواری لوبې ته راووت.

ريس تر ۴۸م اور پورې ودرېد خو ډېره ورو لوبه یې وکړه. په ۱۰۱ توپونو یې ۵۵ منډې جوړې کړې چې تر ټولو ډېر منډې وې. ریس احمدزی په ۴۸م اور کې کیچ شو او ورپسې شبير نوري راووت. شبير نوري ونشوکړای تېزه لوبه وکړي او په ۱منډه اماراتيانو بېرته له لوبغالي وويست.

دا مهال د افغانستان منډې ۱۹۵ وې. ورپسې حميد حسن راغی او ښکلې شپږيزه یې ووهله. په ۴۹م اور کې د افغانستان منډې ۲۰۳ وې چې د سميع الله شينواري په ۴۴ توپونو نيمه سليزه هم په کې شامله وه چې پنځه یې په کې څلوريزې او یوه یې په کې شپږيزه وهلې وه.

حميد حسن لا ولاړ و او په اخري اور کې یې یوه شپږيزه او یوه څلوريزه ووهله او افغانستان په دې ترتيب په ۵۰ اورونو کې د ۷ کسانو په سوځېدو ۲۱۷ منډې جوړې کړې.