د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسفنديار ولي د سرحد په خيبر پښتونخوا بدلولو خوښ دی. په پښتونخوا کې جشنونه دوام لري.

خبري څانګه 01.04.2010 09:44

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او نور مشران مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کوي

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان خوښ دی چې د شمالي مغربي سرحد د ايالت نوم په خيبر پښتونخوا واوښت. نوموړی وويل چې پښتنو ۶۳ کاله وروسته خپل هويت ترلاسه کړ.

اسفنديار په پېښور کې رسنيو ته په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې ((نن د پاکستان په نقشه کې د پښتونخوا نوم راښکاره شو)). اسفنديار د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري او د مسلم ليګ د ګوند مشر نواز شريف مننه وکړه چې د ايالت د نوم په بدلولو ورسره سلا شول.

اسفنديار وويل چې خوښ دی چې نواز شريف د خپل ګوند دننه د نوي نوم سره د مخالفت سره سره ورسره سلا شو او ملي ګټې یې د ګوند په ګټو غوره وبللې.

اسفنديار وويل چې پښتانه له ولسمشر زرداري خوښ دي چې د لومړي ځل لپاره یې له پاکستان بهر په ملګرو ملتونو کې د ((پښتونخوا)) نوم وکارولو.

نن د سنا په مجلس کې د اساسي قانون د تعديلولو کميسيون ټول هغه تعديلات چې پاکستاني ګوندونه پرې راضي شوي دي د قومي اسامبلې مشرې فهميده ميرزا ته سپارلي دي تر څو پرې په قومي اسامبله کې رایه وکړي او په رسمي توګه تعدیلات ومنل شي.

د عوامي نيشنل ګوند برسېره د پښتنو بل ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي هم د اساسي قانون د تعديل په کميسيون کې غړيتوب لرلو او د سرحد په نوي نوم خيبر پښتونخوا خوښ دی.

 د نوي نوم د غوره کولو څخه وروسته د پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې پښتانه سړکونو ته راووتل او په جشنونو یې پيل وکړ او ډهلونو ته یې اتڼونه وکړل. په ګوټ ګوټ کې مټايان وويشل شول.


جشنونه او د خوښۍ لاريونونه بېګاه هغه وخت پيل شول چې بېلابېلو تلويزيونونو اعلان وکړ چې د ايالت د نوم په بدلولو سياستوال او ګوندونه سلا شول او د اساسي قانونو په تعديل کې یې شاملولو کره شول.

یو شمېر لاريونکونکو سره د دې چې خوښ وو ويل چې ارمان یې دا و چې د دوه ټکو پرځای ورته یواځې پښتونخوا، پښتونستان، او يا افغانيه غوره کړای شوی وای. د قيصر حسين په نامه د کالج یو زده کړيال له ډېرې خوښۍ وويل چې ((موږ د خپل ايالت لپاره د خپل هويت نوم ترلاسه کړ، خو ډېره به ښه وه که چېرته یې نوم یواځې پښتونخوا او يا پښتونستان وای)).

په لاريونونو او جشنونو کې د ګوندي تړاو پرته پښتنو برخه واخيسته.

له پېښور برسېره له چارسدې، کرک، بنو، دير، سوات، بونير، سوابۍ، نوښار، کوهاټ، کويټه، چمن، قبايلي پښتونخوا او ډېرو نورو سيمو څخه د جشنونو او لاريونونو رپوټونه خپاره شوي دي.