د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سرحد ايالت نوم په خيبر-پښتونخوا واوښت

خبري څانګه 01.04.2010 09:07

د پاکستان د پارلمان په قومي اسامبله او سنا کې بېلابېل سياسي ګوندونه په دې سلا شول چې د پاکستان په اساسي قانون کې ۹۳ بدلونونه راولي چې د شمالي مغربي سرحد ايالت نوم بدلول هم په کې شامل دي.

د مسلم ليګ (ق) ګوند پرته نور ټول په دې راضي شول چې د سرحد نوم په خيبر - پښتونخوا واړوي.

د پاکستان په ۶۳ کلن تاريخ کې لومړی ځل دی چې د پښتنو یوه اساسي غوښتنه منل کېږي. پښتنو غوښتنه لرله چې د سرحد نوم دې په پښتونخوا، پښتونستان او يا هم افغانيه واړول شي، خو د پاکستان بېلابېلو پنجابي کنترولو رژيمونو او ادارو پښتنو ته د دې حق ورکولو مخالفت کاوه او د پرنګي له خوا تپل شوی نوم یې د پښتنو د سيمو لپاره غوره باله.

 د پرويز مشرف د ديکتاتوري رژیم له منځه تللو څخه وروسته د پاکستان سياسي ګوندونه چې د پاکستان د پارلمان په قومي اسامبله او سنا کې غړي لري په دې سلا شول چې د پاکستان په اساسي قانون کې یو شمېر بندونه بدل کړي. په همدې موخه یې ۲۷ کسيزه کميسيون جوړ کړ چې د پښتني ګوندونو (پښتونخوا ملي عوامي پارټي او عوامي نيشنل پارټي) استازي هم په کې وو چې د اساسي قانون د بدلونونو مسوده تياره کړي. د عوامي نيشنل ګوند افراسياب خټک او حاجي محمد عديل او د پښتونخوا ملي ګوند عبدالرحيم مندوخيل په دې کميسيون کې غړيتوب لرلو.

د پښتنو اساسي غوښتنه همدا وه چې د پښتنو سيمه دې لکه د پاکستان د نورو سيمو په شان خپل نوم ولري او د پرنګي له خوا ورکړل شوی استعماري نوم دې ترې لرې کړای شي.

په پاکستاني ګوندونو کې یواځې د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ، او د مسلم ليګ یوې بلې بېلې شوې څانګې (مسلم ليګ قاف) چې دواړه تر ډېره د پنجابيانو استازيتوب کوي د سرحد د نوم د بدلولو سره سخت مخالف وو. خو دا چې دوی په اساسي قانون کې د نورو بدلونونو راوستلو لپاره د عوامي نيشنل ګوند موافقې ته اړتيا لرله نو ځکه یې د دوی د خوښولو لپاره د پښتونخوا، پښتونستان، او افغانيه پرځای د خيبر او اباسين د نومونو وړانديز وکړ.

پښتنو دا وړانديز ونه مانه خو اخر له مسلم ليګ قاف پرته ټولې خواوې په دې سلا شوې چې د سرحد نوم په خيبر - پښتونخوا واړوي. ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې د پاکستان استخباراتي شبکې ای اس ای د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ ته وويل چې د اباسين نوم غوره نه کړي ځکه چې یو خو دا پښتنو ته په اوبو د ملکيت حق ورکوي او د افغانستان هغه غوښتنه پياوړي کوي چې د افغانستان سرحدات تر اباسينه پورې دي. نو ځکه یې دا سلا ورکړه چې د یوې وچې سيمې چې د افغانستان سره سرحد لري د پښتونخوا نوم ته ورزيات کړي.

خو له بلې خوا پښتانه په نوي نوم خوښ دي ځکه چې پښتانه په پاکستان کې د پښتنو ويشل شوې سيمې په یو ايالت کې د راغونډلو غوښتنه کوي او دا اوسنی نوم په دې دلالت کوي چې که شمالي پښتونخوا ته خيبر پښتونخوا ويل کېږي نو جنوبي پښتونخوا، قبايلي پښتونخوا، په پنجاب کې د پښتنو شاملې کړای شوې سيمې، او ګلکت بالتستان پښتونخوا لا اوس هم نومونه نه لري، بيلې دي، او په یو ايالت کې راغونډول غواړي.

په پاکستان کې پښتانه ملت پالې د سرحد نوم په خيبر پښتونخوا اړولو ته په مثبت نظر ګوري او دا د پښتنو د حقوقو په لاس ته راوړلو کې یو مثبت ګام بولي چې بايد نور ګامونه پسې واخيستل شي تر هغې چې پښتانه په پاکستان کې ټول حقوق لاس ته راوړي او د پنجابيانو سره یو برابر انسانان وګڼل شي.

د نوي اساسي قانون په بدلونونو کې ايالتونو ته د ډېر واک ورکولو غوښتنه هم شامله ده چې د پښتنو یوه مهمه غوښتنه وه.

د محمود خان اچکزي په مشرۍ د پښتنوخوا ملي عوامي ګوند یو مشر اکرم شاه ټول افغان ته وويل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اساسي قانون د نوې مسودې د کميسيون غړيتوب لاره او د پښتنو د هغو حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره چې خان شهيد عبدالصمد خان او باچا خان عبدالغغار خان کوښښونه کړي وو، د ايالت نوم بدلول د دې کوښښونو لړۍ ده او یو مهم او مثبت ګام دی.

اکرم شاه وويل چې د سرحد نوم په خيبر پښتونخوا اړول ډېر اهميت لري، د نه یواځې د پښتنو د ((شناخت)) لپاره مهم دي بلکه د دې سره د پښتنو نور حقوق هم تړلي دي. نوموړي دا کار په پاکستان کې د جمهوريت خوا ته یو مهم قدم وباله.

د يادونې ده چې په خيبر پښتونخوا کې یو شمېر سياستوالو د نوي نوم سره مخالفت ښودلی دی او نيوکه یې کړې ده چې بايد د پښتونخوا نوم ته بايد د ((خيبر)) نوم نه وای ورزيات کړای شوی. تفصيل په لاندې رپوټ کې دی:

يوشمېر پښتنو سياستوالو د خيبر پښتونخوا له نامه سره مخالفت وښود