د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيا رښتيا هم پاكستان نور له طالبانو ملاتړ نه كوي؟

جاويد صبوري 29.03.2010 11:58

د پاكستان بهرنيو چارو وزير محمود قريشي واشنګټن ته د خپل وروستي يوه اونيز سفر په ترڅ كې د جمعې په ورځ د امريكا ملي راډيو سره په يوې مركې كې وويل چې پاكستان نور له طالبان څخه ملاتړ نه كوي. د هغه په وينا"ملګري بدلېدای هم شي. داسې وخت وو چې په افغانستان کې طالبانو حکومت کاوه او پاکستان پرې خوشاله ووځكه د هغوی له درکه یې څان هوسا احساساوه. خو اوس موږ نه غواړو چې طالبان پر افغانستان واکمن شي."
محمد قريشي دا خبره رد كړه چې ګنې دا هیواد په پټه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او ویې ویل چې په خپل ګاونډي افغانستان کې د سولې او ثبات رواستلو لپاره به د همکارۍ هلې ځلې وکړي.
راپورونو سره سم د پاكستان بهرنيو چارو وزير د خپل سفر په ترڅ كې بيا بيا ټينګار كاوه چې هیواد یې له ۲۰۰۸ کال راهیسي چې ملکي حکومت په کې بیا واک ته رسېدلی، پوره هڅه کوي چې یو منځلاري یا معتدل او ډیموکرات هیواد وي.
دا په داسې حال كې ده چې ډيرى افغان او امريكايي چارواكي په دې اند دي چې د پاكستان "دولت دننه دولت" يعنې استخباراتو او پوځ كې داسې كړۍ شته چې د ملكي حكومت خلاف پاليسي غوره كوي او د افغانستان له وسله والو مخالفينو څخه ملاتړ كوي. په دې وروستيو كې د پاكستان پوځ لوى درستيز جنرال اشفاق كياني هم د امريكا په سفر وتلى وو او هر چيرې به يې د پاور پاېنټونو په ښودلو سره په دې ټينګار كاوه چې پاكستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې كې له امريكا څخه لويه بيه وركړې.
د امريكا او پاكستان تر منځ د وروستۍ اته كلنۍ همكارۍ سره سره، چې كله ناكله په كې زړه بداوي هم ځاى درلود، دې خبرو اترو د نړېوالو رسنيو پام ځانته اړولى وو. د پاكستان بهرنيو چارو وزير له دې خبرو اترو څخه خوښي څرګنده كړه او د امريكا بهرنيو چارو وزيرې هېلري كلېنټن د دې خبرو اترو په اړه وويل: "د امریکا او پاكستان اړيكو كې يو نوى باب پرانيستل شوى."
كه څه هم پاكستاني چارواكو تل دوه ګونى سياست لرى دى، يو چارواكى يې يو څه وايي او بل يې بل څه. څه موده وړاندې د پاكستان پنجاب ايالت )تر ټولو ځواكمن ايالت چې تر ډيره د پاكستان سياسيتونه طرح كوي( والي شهباز شريف په خپلې يوې وينا كې ويلي وو چې طالبانو ته په كار نه دي چې په پنجاب كې ځانمرګي او وسله وال بريدونه ترسره كړي، بلكې بايد قبايلي سيمو او يا افغانستان ته د جهاد لپاره ولاړ شي. خو د محمود قريشي وروستيو څرګندونو د پاكستان ملكي دولت په سياستونو كې د بدلون هيله راپاروي. برسيره پر دې په تير كې هم د پاكستان اوسني ولسمشر آصف علي ذرداري په ګډون ګڼ شمير سياستوالو په افغانستان كې د نه لاس وهلو هيله څرګنده كړې. ولې وروستو دغه هيله خاورو سره خاورې شوي.
كارپوهان په افغانستان كې د پاكستان لاسوهنه ګڼو لاملونو له كبله بولي چې په دې ډله كې د ډيورنډ كرښې مسله، په افغانستان كې حكومتونو موقف او اوس مهال د امريكايي ځواكونو د احتمالي وتلو په صورت كې د واك د تشې ډكولو خبره ده. اسلام آباد له دې هم ويره لري چې كه د هند نفوذ په افغانستان كې زيات شي، نو پر دغه درې واړه مسلو اغېزه لرلى شي.
د محمود قريشي وروسيتو څرګندونو په اړه بېلابېلې پوښتنې راولاړيږي.
لومړى دا چې آيا د پاكستان ملكي حكومت به وكولاى شي چې د اې اېس اې او هغه پوځي جنرالانو پر وړاندې ودرېږي چې خپلې ګټې د افغانستان او سيمې په ناكراريو كې ويني؟ دا پوښتنه ښايي په سلګونه ځل مطرح شوې وي، خو د پاكستان تير تاريخ ته په پام سره چې لږ تر لږه درې ځل په كې جنرالانو د خپلو ګټو خونديتوب لپاره د ملكي حكومت پر وړاندې كودتا كړې، لا تر اوسه يې رغنده او روښانه ځواب چا نه دى وركړى.
يو څه كولاى شي پاكستان تر يوه حده په افغانستان كې له لاس وهنې څخه منع كړي، او هغه د نړېوالو ځواكمنو قدرتونو په سر كې يې امريكا او انګلستان لخوا په دې اړه چې په افغانستان كې به د هند له زيات نفوذ څخه مخنيوى كېږي، د افغانستان اوسنى او راتلونكي حكومتونه به د پاكستان په تړاو د "ورورولۍ" سياست غوره كړي، د ډيورنډ كرښې ستونزې ته به حل لار وموندل شي او په سيمه كې به د هند او پاكستان تر منځ د ځواك توازن رامنځ ته كېدو هڅه وشي.
لږ تر لږه په وروستيو درې موردو كې واردمخه څه ناڅه كار شوى دى. له تيرو كابو نهه كلونو راهيسې ډير لږ داسې واقع شوي چې د افغانستان ولسمشر يا نورو چارواكو او پاكستاني چارواكو تر منځ ستونزې راپورته شوې وي. دواړه خواوې تل يو بل ته "وروو هېواد" وايي. د ډيورند كرښې په اړه كه څه هم په روښانه څه نه دي ويل شوي خو د كانادا بهرنيو چارو وزير ويلي چې د اتو صنعتي هيوادونو په غونډه كې چې نن كېږي د افغانستان او پاكستان پر سرحدي مسايلو هم خبرې وشي. همدا راز د هند او پاكستان د ځواك متناسب كولو لپاره لږ تر لږه امريكا دې ته چمتو شوې چې پر پاكستان ۱۴ اېف شپاړلس ډوله جنګي جېټونه وپلوري چې دې سره به پاكستان سره د دغه جېټانو شمير ۳۲ ته ورسيږي. همداراز امريكا لږ ترلږه د ملكي هستوي مرستو په برخه كې په دې ويلو سره چې لا اوس يې وخت نه دى، پاكستان ته كلك منفي ځواب نه دى ويلى )امريكا هند سره په ملكي هستوي برخه كې تړون لري(.
د امريكا او پاكستان تر منځ وروستيو خبرو كې د پاكستان لوى درستيز او د استخباراتو مشر هم ګډون وكړ. دغه دواړه چارواكي د نورو جنرالانو سره يوځاى امريكا ته د قريشي تر تګ وړاندې تللي وو. ښايي دا هغه برخه وي چې كولاى شي تريوې كچې د پاكستان صداقت ته سړى هيله من كړي. ځكه هم د پوځ او هم د استخباراتو مشر په دغه خبرو كې ګډون درلود او كولاى شول چې ځاى پرځاى امريكايانو سره معامله وكړي.
په دغه مذاكراتو كې له حاظر يوه پاكستاني چارواكي څخه چې كله وپوښتل شول چې آيا د پاكستان حكومت په رښتيا غواړي چې د طالبانو د پټنځايونو پر وړاندې رغنده ګامونه پورته كړي، هغه په صراحت وويل: "هو، خو د يوې بيې په بدل كې".