د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دولت رئيس ، د حکومت رئيس مصئونيتونه او تشريفات يي

بختيار احمدزی 29.03.2010 09:53

د يوه دولت رئيس يوه خارجي هيواد ته يا د رسمي سفر په ډول يا د غير رسمي سفر په ډول مسافرت کوي چی د يوه محدود تفاوت په درلودلو سره دیپلوماسی له نظره لوړ امتيازات لري او په خاصو تشريفاتو سره ورسره معامله کيږي.

په رسمي شکل کله چی د يوه هيواد دولت رئيس خارجي يوه هيواد ته دوستانه مسافرت کوي طبعاً د هغه په عيني سويه د يوه خارجي هيواد د دولت رئيس د هغه استقبال کوي،لکه د توپ فئير ، د عسکري گارډ تيريدل د دواړو هيوادو د بيرغونو رپول او ځيني نور مراسم اجرا کيږي معمولاً د يوه دولت رئيس د رسيدو تر مخه او د رسيدلو په وخت کی خاص امنيتي ترتيبات نيول کيږي او د معذرت په صورت کی که چيری کوربه هيواد کی يو شاهي رژيم وي د بادشاه ولي عهد او که جمهوري رژيم وي معمولاً د جمهور رئيس مرستيال د بادشاه او جمهور رئيس په غياب کی د ميلمه او هر کلى کوي او که غير رسمي مسافرت وکړي، نو يوازي سرحدي مقاماتو ته او هوايي ميدانونو امنيتي څانگو ته خبر ورکول کيږي ولي کوم خاص تشريفات وجود نلري، مگر کله کله د يوه دولت رئيس غير رسمي مسافرت کوي، چی په دی صورت کی د خبر ورکولو په حال کی يواځي امنيتي تدابير نيول کېږي اوس دا تشريفات د روحاني شخصيتونو (پاپ) سره هم صورت مومي او عيناً لکه د يوه دولت رئيس ورسره تلنه کيږي د حکومت رئيسان معمولاً رسمي سفر کوي او د يوه حکومت رئيس د هغه استقبال کوي او د توپونو د فئير کولو نه پرته نور لوړ تشريفات لري. خارجه وزيران په خپل نوبت د يو شمير تشريفاتو درلودونکی دي، چی درجه يي د دولت د رئيس او د حکومت د رئيس نه ښکته او د کوربه هيواد خارجه وزير هغه ته ښه راغلاست وايي.
د يوه دولت رئيس او د هغه د سفر ټول ملگري د گمرکي د تعرفي اخيستلو نه معاف دي او اموال يي د پلټنی نه خلاص دي .
هغه ځاى چی د دولت رئيس او ملگری يي اوسيږي تام مصؤ نيت لري د دولت د رئيس د جنحی او جنايت د ارتکاب په صورت کی د عمل ترې په يوه خارجی هيواد کی صورت ونيسي محاکمه کيدلى نه شي. ولي بايد کوشش وشي چی د دولت رئيس د دغه امتياز نه بده استفاده ونه کړي تر څو د فتني او فساد زمينه مساعده نه شي او د دولتونو تر منځ نيک روابط په روابطو بدل نه شي. د بين المللي حقوق د جزا له نظره که د دولت رئيس د داسي يو جرم مرتکب شي، چی سوله تهديد کړي او د جنک سبب شي، د مسؤليت څخه نه شي خلاصيدلى .

بايد وويل شي ،چی د کوربه هيواد وضع د ریس په سبب خرابه شی بايد د دولت رئيس چی د ميلمه په حيث راغلى دى دکوربه هيواد نه ووځي .

په مدني مسايلو کی په يوه تفکيک سره مسايل راز راز سکلونه نسي پدي معنى چی که ددولت ريئس يو عمل شخصي جنبه ولري يو عکس العمل وي دا کار تر اوسه ندي ليدل شوي او که چیري دهغه عمل دوستي شکل ولري او د دولت ريئس د مقام او امتياز نه په استفادي سره يو عمل تر سره کړي د محاکمي حق ئي بيا هم کوربه هيواد ته ندي ورکړي شوي

د حکومت د ريئس امتيازات محدود دي ريئس او خارجه وزير د تفتيش او د مالي او محصول له ورکولو معاف دي او همدا راز د سفر په موده کی ددوي د اوسيدني ځاي او خپله دوي مصونيت لري په لاندنيو حالتو کی د

يوه دولت ريئس خپل امتيازات او مصونيتونه له لاسه ورکوي .

که چیري د يوه دولت ريئس په خارجه هيوادکی په سفر بخت وي او د داخلي شورش له مخي خلع شي اويا په عیني حال کی،چی په خپل سفر بخت وي استفا ورکړي او يامړ شي.
پورتني امتيازات له منځه حی که چیري د يوه دولت ريئس په يوه بدل لباس او يا په نه پيزندگلوي کی خارج ته سفر وکړي طبعُا د يوه دولت د ريئس په حيث ورسره تلنه نه کيږي او داسي معنى لري چی گوندي د يوه دولت ريئس استعفی کړي ده او يا خلع شوي دي او طبعُا هيڅ نوعه امتيازات نه لري.