د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بریالي مدیریت راز

انبیا ژمن 28.03.2010 14:50

ليکوال: ټرېسي براين
ژباړن: انبيا «ژمن»
د ليکوال پېژندنه:
ټرېسي براين د مديريت په غولي کې د نړۍ پېژنل شوې څېره ده. هغه هر کال له سل زره څخه زياتو وګړو ته د وګړيز او مسلکي عمل د څرنګوالي ښوونه کوي. ټرېسي انسانانو ته ښوونه کوي چې څنګه کولاى شي په ژوند او کار کې د تعادل له رامنځ ته کولو سربېره په ورته وخت کې خپل پرمختګ دوه يا درې برابره کړي. دا ليكنه د بريالي مدير راز په ښوونې سره هغه تر ټولو غوره آندونه او تګلارې چې تر اوسه پورې په دې برخه کې کشف شوې دي وړاندې کوي.

بريالى مديريت يعنې د معمولي وګړو په کارولو سره موخو ته لاسرسى.
بريالى مدير بايد دا ځواک ولري چې وکولاى شي هغه حوزه چې ډله په کې تر ټولو غوره وي، وټاکي.
ټول کارونه په كسيزه توګه نه بلكې په ‌ډله ييزه توګه ترسره کېږي، د يوه مدير د کار پايله د هغه د ټيم پايله ده.
د کارونو د ترسره کولو لپاره په ځان کې عمل او اضطراري انګېرنې ته پياوړتيا ورکړئ.
د برياليتوب لپاره د عمل چټكوالى اړين دى. هغه تر لاسه کړئ، پراختيا ورکړئ او په کار يې واچوئ.
د دې لپاره چې په خپله حوزه کې يو بريالى مدير شى، هر وخت خپل کار ته ژر حاضر شى، بشپړ او غښتلى کار وکړئ او تر ناوخته پورې کار وکړئ.
تل له ځانه وپوښتئ: «کوم کار دى چې يوازې زه يې ترسره کولاى شم او که هغه په ښه توګه ترسره کړم يو بنسټيز بدلون به رامنځ ته شي.
ځانګړي كړئ چې په کومو برخو کې غښتلي ياستئ او په داسې زمينو متمرکزه شئ چې کولاى شئ په هغې کې بنسټيز رول لوبولاى شئ.
کارونه آسانه کړئ، تل د داسې لارو په هڅه کې شئ چې کار مو چټك، غوره او تر ټولو په اسانه توګه ترسره کړئ.
ټال وركول او ځنډول د کم ارزښته کارونو لپاره وکاروئ او ترسره کول يې تر ناټاکلي وخته پورې وځنډوئ.
د کار کومه مرحله ده چې تاسو محدودوي او بنسټيزو موخو ته د لاسرسي لپاره مو ګړندى كوي؟
«هر شي ته کولاى شو بدلون ورکړو. وګړي بايد د وړ بېلګې په وړاندې کولو سره رهبري کړو.»
له تمه نه لرونکو کارونو څخه مه ډارېږئ. کله چې مخ ته ځي، امنيت او ډاډ مو له هغه وخت څخه چې ثابت ولاړ وي ډېر دي.
روڼتيا او روښانتيا د بريالي مديريت کيلي ده: خپلې موخې روښانه کړئ.
د کومو کارونو د ترسره کولو قصد لرئ او تګلاره مو څه ده؟
اجرا کړونکي اوسئ! مديريت يعنې د کارونو څارل! که چېرې اجرا کړونکي نه شى كېداى، نو له سر څخه مو د مديريت فكر وباسئ.
خپل ټول ځواکونه متمرکز کړئ. وګورئ کوم ځانګړى کار په ښه توګه ترسره کوئ او په هغې باندې ډېر کار وکړئ.
د غټو بدلونونو په وخت کې انعطاف منل د مديريت له اړينو ځانګړتياوو څخه ده.
د سم تصميم نيولو ځواک ستاسو د برياليتوب لپاره له بل هر عامل څخه ډېر ټاکونکى دى.
واقعيتونه په پام کې ونيسئ! نه يوازې څرګند واقعيتونه بلکې فرضي واقعيتونه او يا هغه څه چې تاسو يې د رامنځ ته کېدو په تمه ياستئ. خو پام مو وي چې په رښتيا سره واقعيت ولري.
د ناسمو فرضيو انګېرل د ټولو ماتو بنسټ دئ. ستاسو د وړاندوېينې فرضيې کومې دي؟ که سمې نه وي نو څه؟
په خپل غوره حس ډاډ ولرئ او خپلو داخلي غوښتنو ته غوږ کېږدئ.
که تل هغه کارونه وکړئ چې تر اوسه مو کړي دي تل به هماغه څيزونه تر لاسه کړئ چې تر اوسه مو تر لاسه کړي دي. د داسې څيز د لاسته راوړلو لپاره چې تر اوسه مو نه دي تر لاسه کړي بايد په داسې کس بدل شئ چې تر اوسه نه وئ.
آيا د هغو کسانو پر منځ کې چې تاسو ته کار کوي څوک شته چې په هکله يې هغه څه چې تاسو اوس فکر کوئ که مخکې پوهېدلاى هېڅ کله به مو نه واى ګومارلي؟
د «يخ غره څوکه» له فکري لارې څخه استفاده وکړئ. هر نامطلوب اتفاق د يوه جريان د رامنځ ته کېدو نښه په پام کې ونيسي.
کار وڅارئ او بيا يې هم وڅارئ ترڅو ترسره شي او د پام وړ پايله تر لاسه شي.
نړۍ لکه څنګه چې ده ويې منئ او مه غواړئ چې خامخا به ستاسو له غوښتنې سره سمه وي.
په خپلو ځواکمنو ټکو متمرکز شئ. د هغه حالت د ښه کولو لپاره چې تاسو پکې ياستئ کوم کار دئ چې يوازې تاسو يې بايد ترسره کړئ؟
چې څنګه مو خپله موخه وټاکله خپل ټول ذهن تر هغه وخته چې هغې ته ورسېږئ په موخه متمرکز کړئ.
مخکښ جرأت ولرئ. په مديريت کې، مېړانه د پياوړيتوب نښه ده.
که غواړئ چې انسانانو ته څه ور زده کړئ په هغې اړه بايد هغوى ته يوه بېلګه وئ. بله هېڅ لار شتون نه لري.
له پلمه کولو او د نورو له ملامتولو څخه ځان لرې وساتئ. يو مدير تل وايي: «که ستونزه وي، مسؤوليت يې زما په غاړه دئ.»
هغه غولي چې کولاى شئ کليدي پايلې په کې تر لاسه کړئ وپېژني او خپل ځان دې ته وقف کړئ چې په دې ټولو برخو کې د اجرا ډېر ښه عمل ولرئ.
دويم ځل پيل مو په ‌ذهن کې انځور کړئ. داسې فکر وکړئ چې خپل ځان او خپل کار هر کال له سره پيلوئ.
د خپلو فعاليتونو جوړښت ته په پرلپسې توګه وده ورکړئ. تل له خپلو نوښتونو او پرېکړو څخه د ارزښتناکه فعاليتونو لپاره ګټه واخلئ.
وګړي ستاسو تر ټولو ارزښتناکه پانګه ده. يوازې انسانان دي چې کولاى شي کارونې او ارزښتونه يې په سم مديريت سره زيات کړئ. تاسې هم بايد يو له هغو مديرانو څخه وئ چې کار کوونکي مو په خپلې خوښې سره او د پست او مقام له په پام کې نيولو پرته له هغوى رهبري وکړئ.
د هر چا کار د هغوى د پېرودونکو د خوښولو په طريقه دئ. ستاسو پېرودونکي کوم کسان دي او ستاسو د اجرا عمل څرنګه دئ؟
تل کار کوونکو ته وواياست چې څومره ښه دي او ترسره كوونكي كارونه يې څومره ښه او مهم دي.
تل چمتو اوسئ که څوک يو نوى او غوره اند وړانديز کړي هغه د خپل مخکيني اند په ځاى وټاکئ.
خپل ځان د ستونزو د سمندر په مقابل کې مسلح کړئ تر څو هغه له منځه يوسئ.
اصولاً په سوداګرۍ کې د مالي برياليتوب کچه د يوه مدير د برياليتوب څرګندوونکې ده. د عايداتو د زياتولو او لګښتونو د کمولو د لارو په لټه کې شئ.
بريالى مدير د خپل ځان لپاره لوړ نورمونه ټاکي. د اجرا په کمزوري او متوسط عمل خوښي مه ښيئ.
۸۰/۲۰ بنسټ په خپلو ټولو کارونو کې په پام کې ونيسئ. د هر چا له ۱۰۰ څخه ۸۰ سلنه لاسته راوړنې د هغوى د له ۱۰۰ څخه د ۲۰ سلنې فعاليتونو پايله ده. ستاسو تر ټولو ارزښتمن فعاليتونه کوم دي؟
ښه مديران د خپلو پېرودونکو د خوښۍ لامل کېږي. آيا تاسو هم همداسې ياستئ؟
څرنګوالى (کيفيت) يعنې هغه څه چې پېرودونکي يې غواړي. ستاسو پېرودونکي څرنګوالي څنګه تعريفوي؟
هر عادي وګړى په کار کې له حد اکثر ۵۰ سلنې ځواک څخه استفاده کوي. ستاسو دنده د هغو نورې ۵۰ سلنې په کار اچول دي.
قدرونه او تشويق د کار کوونکو د جوړولو لپاره تر ټولو ځواکمن وسايل ګڼل کېږي.
ښه رهبران غواړي ډاډمن شي چې ټول کار کوونکي پوهېږي هره ورځ کوم کارونه ترسره کړي.
«آيا زه تاته ارزښت لرم»؟ د دې پوښتنې ځواب په هره موقع کې چې رامنځ ته کېږي کار کوونکو ته ورکړئ.
په مستثنا کولو سره مديريت وکړئ. يوازې په هغو حالاتو کې له کار کوونکو څخه راپور وغواړئ چې په کاري پلان کې يې له مخکې نيوکه رامنځ ته شوې وي.
د غوره مديرانو يوه له ځانګړتياوو څخه دا ده چې د خپلو کار کوونکو په اړه ډېر ملاحظه كوونكي وي او هغوى ته واقعاً ارزښت ورکوي.
د پرلپسې پرمختګ فلسفه په کار واچوئ. هره ورځ د تېرې ورځې په نسبت لږ غوره شئ.
کله چې کارکوونکي غواړي له تاسو سره خبرې وکړي د خپل وخت يوه برخه هغوى ته ځانګړې کړئ. دا د انګېرنې د رامنځ ته کولو لپاره يوه تر ټولو غوره لار ده.
د سازمان د راتلونکې لپاره يو روښانه ليدلورى ولرئ. هوډ لرئ تر پنځو کلونو پورې کوم ځاى ته ورسېږئ؟
هغه ارزښتونه چې تاسو يې په اړه معتقد ياستئ کوم دي؟ په کومو څيزونو باندې ټينګار کوئ؟
ستاسو رسالت څه شى دئ؟ ستاسو سازمان د څه لپاره رامنځ ته شوى دئ؟
د «ګټلو امتياز» ته په ځان کې وده ورکړئ. ستاسو د عمل په اجرا کې وړوکي توپيرونه کولاى شي په پايله کې د لويو توپيرونو لامل شي.
ځان د خپل شخصيت پرلپسې ودې ته وقف کړئ. تاسو د خپل ځان تر ټولو ستره پانګه ياستئ.
ستاسو د اندونو څرنګوالى ستاسو له هغو اندونو سره چې جوړوئ يې نېغ نسبت لري.
په پلان جوړونه کې ماته يعنې د ماتې لپاره پلان جوړونه. ستاسو موخې کومې دي؟
غوره مديران هغه کسان دي چې د کار ټولو جزياتو ته يې پام وي. هېڅ شى د چانس لاس ته مه سپارئ.
غوره مديران تل د خپلو تېروتنو منلو او د زيان له منځه وړلو ته چمتو دي. بايد چمتو اوسئ او اعتراف وکړئ چې خپل اند مو بدل کړى. کله چې پوهېږئ لومړۍ پرېکړه مو کمزورې وه نور په هغه باندې ټينګار مه کوئ.
وړ کار په وړ وخت کې وړ وګړي ته وسپارئ او تل چمتو اوسئ هر يو چې اړين وي بدل يې کړئ.
تل له ځان څخه وپوښتئ: «که خپل کار مې نن له هغو مالوماتو سره چې اوس يې لرم پيل کړى واى آيا په کار کې به کومه داسې برخه واى چې غوره مې ګڼلې واى چې نه مې واى ترسره کړې؟
داسې پلان جوړ کړئ چې ډېرې لاسته راوړنې، له هغه ځواک څخه چې لګوئ يې ترلاسه کړئ. په خپلو ځواکمنو ټکو متمرکز شئ.
کارکوونکي په ځيرکۍ او پاملرنې سره وټاکئ. د يوه مدير په سلو کې ۹۵ سلنه برياليتوب د هغه په سمه ټاکنه پورې تړلى دى.
د يوه وګړي د ايستلو لپاره تر ټولو وړ وخت معمولاً هماغه لومړى ځل دى چې تاسو يې په اړه فکر کوئ.
تل له ځانه وپوښتئ: «تر ټولو غوره استفاده چې همدا اوس کولاى شم له وخت څخه يې وکړم کومه ده؟
پياوړي مديران انګېري چې رسالت لري او په خپل ځان او هغه کار چې ترسره کوي يې ايمان لري.
تل نورو ته د دې ټکي په يادولو سره چې څومره ښه کار کوي او څومره مو قبول دي هغوى ته د عمل ځواک ورکړئ.
په کړنو نه، بلكې په لاسته راوړنو متمرکز شئ
تاسو ته ولې پيسې درکوي يا د کوم کار د ترسره کولو لپاره يې ګمارلي ياستئ؟
کوم مهارت او وړتيا ده چې که هغه په لوړه سطحه په ځان کې وروزئ په کار مو تر ټولو ډېره اغېزه اچوي.
د يوه مدير اصلي دندې نوښت او مارکېټ موندنه دي. په دغه هر يوه باندې څومره وخت لګوئ؟
تل خپل ځواکونه په يو دوو مواردو کې متمرکز کړئ چې سمه او حسابي ثمره لري.
معلومات د وګړو په واک کې ورکړئ. ټول غواړي پوه شي چې حالت په رښتينې توګه څنګه مخ ته ځي.
زه شپږ رښتيني خدمت کوونکي لرم، په هر څه چې پوهېږم له دوى څخه مې زده کړي دي. نومونه يې کوم څيزونه، څه وخت، کوم ځاى، څوک، ولې او څنګه دي.
يو مدير داسې په لاره ځي ګنې چې ټول ده ته ګوري. آن کله چې د هېچا پام هم هغه ته نه وي يا يوازې وي.
يو مدير شخصاً د سازمان د اجرا د عمل او د هغه د پايلو په اړه تر ټولو ډېر مسؤوليت مني.
مديران د حل د لارو په هکله فکر کوي او د هغه په اړه خبرې کوي اما نور د ستونزو په اړه فکر کوي او د هغو په اړه خبرې کوي.
تل راتلونکې په تېر غوره وګڼئ. همدا اوس غواړو څه وکړو؟
د کاغذ پر مخ فکر وکړئ. ټول پياوړي مديران قلم په لاس فکر کوي.
خنډونه هغه وخت ځان څرګندوي چې سترګې له موخو نه پورته کړو.
څنګه مو چې خپلې موخې درته روښانه شوې يوازې په دې فکر وکړئ چې څنګه کولاى شئ هغوى ته ورسېږئ.
د يوې ډلې د وګړو د ټاکلو لپاره غوره اصل دا دى: چې د وتلو په وخت کې چټک او د ګمارنې په وخت کې په صبر او زغم سره عمل وکړئ.
د کارکوونکو په ټاکنه کې چټکه پرېکړه معمولاً له استثنا پرته ناسمه پرېکړه ده. بيړه مه کوئ.
د وګړو د ټاکلو لپاره د هغوى خپلې غوښتنې غوره معيار دي. يوازې هغه کسان وګومارئ چې واقعاً د خپل نظر وړ دندې غوښتونکي دي.
د کارکوونکو ټاکنه په خپل واک او خوښه وکړئ. يوازې هغه کسان وټاکئ چې خوښېږي مو، له هغوى سره له کار کولو څخه خوند اخلي او خوښېږي مو چې په څنګ ګې مو وي.
د يوې دندې له داوطلبانو سره له مرکې مخکې د وګړي په اړه خپل اند په روښانه توګه وليکئ.
د کارکوونکو شخصيت او د هغوى د چلند لاره هم د هغوى د وړتياوو او مهارتونو په اندازه ارزښت لري. هوښيارانه ټاکنه وکړئ.
د وګړو د راتلونکې د عمل څرګندونې د هغوى د تېر وخت عمل دى. د ليکونو پېژندنه په ځيرکۍ سره وڅېړئ.
تشويق د وګړو د جوړونې او روزنې لپاره يوه ځواکمنه وسيله ده. کله مو چې کارکوونکي کار په سمه توګه ترسره کوي بې پروا يې کړئ.
«د کار د ثمرې يا پايلې اغېزه د لوبغاړو لپاره د سهارنۍ د اغېزې په شان ده.»
د دې لپاره چې کارکوونکي پوه شي چې عمل يې څنګه دى او په سم مسير کې پاتې شي اړينه ده چې په پرلپسې توګه د خپل کار پايلې وويني.
د کار په نړۍ کې د انګېزې لومړى نمبر دښمن دا دى چې وګړي پوه نه شي له کار څخه څه انتظار لري.
هر يوه کارکوونکي ته روښانه موخې او نورمونه وضع كړئ. يوازې هغه کارونه ترسره کېږي چې اندازه يې واخيستل شي.
د هغه کار د ترسره کولو لپاره چې نورو ته يې سپاري د هرې مرحلې لپاره يې مهلت وټاکئ.
سپارنه د پرېښودلو په مانا نه ده. کله چې کار سپارئ، دقيقاً يې څارنه وکړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې کار ستاسو له غوښتنې سره سم په مخ روان دى که نه.
يو کاري او پياوړى مدير دې ټکي ته پام لري چې مخکې له دې چې کارکوونکي په هغه پورې تړلي وي دى په هغوى پورې تړلى دى. تريخ چلند مه کوئ.
که غواړئ چې کوم کار تکرار شي، هغه ځواکمن کړئ. هغه کار چې تشويق شي بيا هم ترسره کېږي.
نوي کارکوونکي بايد په ځواک سره خپل کار پيل کړي. له هماغه لومړئ ورځې څخه هغوى ته مسؤليت وسپارئ.
ټول کار کوونکي بايد په کار کې ګډون وکړي او بوخت وي. په منظمه توګه غونډې جوړې کړئ او د کار په اړه له هغوى سره سلا وکړئ.
«که له نورو سره د سيالۍ لپاره امتياز نه لرئ، له سيالۍ څخه ډډه وکړئ.»
رهبري يعنې د پيروانو د تر لاسه کولو ځواک.
آيا کارکوونکي په خوښۍ ستاسې پيروي کوي.
طلايي قانون د مديريت په ټولو زمينو کې وکاروئ. خوښېږي مو چې رئيس مو څنګه سړى وي؟ په سمه توګه هماغه شان مديريت وکړئ.
کارکوونکي کولاى شي ښه د اجرا عمل ولري په دې شرط چې ښه مدير ولري او انګېزې يې په ښه توګه تشويق شي.
د خپل عمر تر پايه يو زده کوونکى پاتې شئ او هره ورځ يو نوى مطلب زده کړئ.
په بشپړه توګه خپلې جسمي روغتيا ته پاملرنه وکړئ. چټكتيا او د انرژي لرل د يوه مدير د برياليتوب لپاره اړين دي.
د ورځې لومړى ساعت د ورځې بنسټ او ستنه ده.
په نننۍ نړۍ کې وخت او پوهه دوې بنسټيزې ارزښتناکه منبع دي. هره ورځ له هغوى څخه د سمې استفادې لپاره تازه لارې پيدا کړئ.
د مدير کليدي مسؤليت د راتلونکې په اړه فکر دى. بل هېڅ څوک ستاسې په ځاى نه شي کولاى ستاسې کار ترسره کړي.
هوښياري د پنځونې او نوښت تر ټولو ارزښتناکه عامل دى.
د برياليتوب لپاره د لازم شرط کمه اندازه دا ده چې د خپلې کاري حوزې په اړه تل نوي مطالب زده کړئ.
هره ورځ د خپل وخت لږ تر لږه يو ساعت د خپلې کاري زمينې په اړه مطالعې ته ځانګړى کړئ. دا کار ستاسو د سيالو په منځ کې ستاسو د غوره والي موجب کېږي.
کړکېچ د نه منلو وړ نه دى. مهمه دا ده چې له هغه سره ستاسو غبرګون څنګه وي.
«شرايط انسان نه جوړوي بلکه يوازې واقعي شخصيت يې هغه ته ورپېژني.»
د کړکېچ وړاندوېينه تل تمرين کړئ. تل فکر وکړئ چې كېداى شي کومې تېروتنې ترسره شي نو خپل ځان له هغوى سره د مخامخ کېدو لپاره چمتو کړئ.
فکر وکړئ! هېڅ ستونزه نشته چې هغه د فکر په ځواک سره حل نه شي.
په مديريت کې د «دريو ميمانو» (م) اصل دا دي: «مينه»، «ملاحظه» او «متانت» يعنې استقامت. له ټولو سره په ادب کې اوسئ.
درناوى د يوه تکړه مدير اصلي نښه ده. د هغه درناوي کچه چې کارکوونکي يې مدير ته لري د هغه د قابليت د کچې نښه ده.
د هر چا د قول ارزښت د هغه ارزښت په کچې پورې تړلى چې پخپله خپلې خبرې ته ارزښت ورکوي.
غوره مديران په فکر کولو او خبرو ويلو کې لوړ معيارونه لري. بايد تر ټولو غوره و اوسي.
كله د خپلې تمې کچه له خپله ځانه ډېره کړئ. نن څنګه کولاى شئ غوره او خپلو پېرودونکو ته ډېر خدمت وکړئ.
د اړينو مهارتونو په منځ کې هغه مهارت چې په هغه کې له پاتې مهارتونو څخه کمزوري ياستئ د کار په ترسره کولو کې ستاسو د ځواکمنتيا د کچې ټاکونکي دي.
کوم عامل ستاسو سرعت ستاسو موخو ته د رسېدو په لاره کې پڅ کړى دى؟ څنګه کولاى شى دا محدوديت له منځه يوسئ يا يې هم اغېزه کمه کړئ.
ستاسو راتلونکى کار څه دى؟ د دې لپاره چې په دې کار کې د اجرا ښه عمل ولرئ کومو پوهو او مهارتونو ته اړتيا لرئ؟
كمپيوټر زده كړئ او خپل ډېر كارونه په کمپيوټر وکړئ. د خپلو وړتياوو د لوړولو لپاره له ټکنالوجۍ څخه استفاده وکړئ.
«د راتلونکي د وړاندوېينې لپاره غوره لار دا ده چې خپله يې جوړه کړو.»
هغه کسان چې راتلونکې ته فکر نه کوي نه شي کولاى راتلونکې ولري.
هغه څه چې تاسو يې اوسني موقعيت ته رسولي ياستئ د ساتلو لپاره بسيا نه کوي.
د دې لپاره چې ډېر عايد ولرئ بايد ډېر څه زده کړئ.
تاسو کولاى شئ د هرې موخې د رسېدو لپاره چې تاسو يې ځانګړې ترسره كوئ هر څه چې اړين دي زده کړئ.
په عمل کې هېڅ موخه شتون نه لري چې هغې ته رسېدل ممکن نه وي په دې شرط چې په ټول ځان سره هغه ته د رسېدو غوښتونکي و اوسئ، په کافي اندازه د هغه لپاره وخت ځانګړى کړئ او هغې ته د رسېدو لپاره په کافي انداره هڅه وکړئ.
وګړيز انضباط يعنې هغه کار ته د ځان هڅولو ځواک چې په ټاکلي وخت کې يې بايد ترسره کړئ، که څه هم د هغه کار ترسره کولو ته مايل وئ او که نه وئ.
د يوه مدير ارزښتناکه ځانګړتيا جديت او په موخو باندې د هغه تمرکز دى.
واقعي مديران خپل ټول تمرکز او پاملرنه په يوه شي باندې غونډوي: تر ټولو مهم کار او تر څو چې هغه کار ترسره نه شي، د بل کار په لوري نه ځي.
کارونه ساده کړئ، ګډ يې کړئ او هغه چې اړين نه دي له منځه يې يوسئ. تل په پرلپسې توګه د کارونو د تنظيمولو په حال کې اوسئ.
مديران په خپله پارونه سره د کارکوونکو له انګېرنو څخه استفاده کوي.
مدیریت په دې مانا نه دی چې څوک یاستی بلکه په دې مانا دی چې څه کوﺉ.
«که له خپل ځان سره رښتيني و اوسئ، هغه وخت لکه څنګه چې ورځ خامخا د شپې له تېرېدو نه وروسته راڅرګندېږي، له نورو سره به هم رښتيني و اوسي.»
رښتينولي د يوه مدير تر ټولو ارزښتناکه او د درنښت وړ ځانګړتيا ده. تل په خپلو خبرو عمل وکړئ.
د ځواکمن شخصيت نښه له شوره د لومړيو ډکو انګېرنو د ټيټېدلو نه وروسته په پراخه اراده سره د موخې په لوري د خوځښت ادامه ده.
تل له خپل ځانه وپوښتئ: «که په سازمان کې ټول زما په شان کار وکړي د سازمان عاقبت په څنګه شي؟»
عمل سالاري د يوه پياوړي مدير نښه ده.
د يوه ښه جنرال تر قوماندې لاندې به هېڅ بد سرتېرى شتون ونلري.
مدير هغه څوک دى چې کولاى شي مطلوبې پايلې تر لاسه کړي او رهبر هغه څوک دى چې د راتلونکې د وړاندوينې ځواک لري.
د يوه رهبر دنده د نظر په وړ کار کې د اجرا د ښه عمل تضمين دى.
د يوه مدير په سرليک ستاسو دنده دا ده چې د شرايطو او موقعيتونو جوړوونکي و اوسئ نه له هغوى څخه جوړ شوي.
اراده وکړئ چې تل د بدلونونو راوستونکي و اوسئ نه د بدلونونو قرباني شوي.
«که ستاسو له سازمان نه بهر د بدلونونو د ميزان کچه د سازمان د کورنۍ ودې له کچې څخه ډېره وي په دې صورت کې د سازمان سقوط حتمي دى.»
د دې لپاره چې پېرودونکو ته د محصولاتو او خدمتونو د تحويل لړۍ ګړندۍ کړئ څه بايد وکړئ؟
د سازمان د هغو کارونو يا کړنو برخه چې نور سازمانونه يا شرکتونه کولاى شي له تاسو څخه يې ښه ترسره کړي هغوى ته يې پرېږدئ.
د بېلابېلو کارکوونکو او بېلابېلو ځايونو د مديريت لپاره د مديريت د بېلابېلو تګلارو استفادې ته اړتيا لرو.
بې تجربې کارکوونکو ته قاطع او روښانه دستورونه ورکړئ او څرګندې او ښکاره لارښوونې ورته وکړئ.
د دې لپاره چې عالي کارکوونکي او اجرا کوونکي ولرئ، تل هغوى ته زده کړې ورکړئ او هغوى ته لارښوونه وکړئ.
د پېچلو کارونو د ترسره کولو لپاره نور تشويق کړئ ترڅو په خپلو لارښوونو او مشارکت سره ستاسو مرسته وکړي.
د هر کار مسؤليت يوازې هغه چاته وسپارئ چې ثابته کړې يې ده کولاى شي هغه کار ترسره کړي.
فکر کولو او د کارونو څېړلو ته وخت ورکړئ. ژور فکر د مديرانو له ارزښتناکو ځانګړتياوو څخه ګڼل کېږي.
له مخکې تګ او ودې څخه مه وېرېږئ. مزي بايد کش کړئ، نه شئ کولاى ټېله يې کړئ.
هر چېرته چې اوس ياستئ او هره دنده چې لرئ، تاسو خپله د هغه مسؤل ياستئ او دليل يې ستاسو خپلې ټاکنې او پرېکړې دي.
د خپلو غوره سيالانو د اجرا عمل د خپلې اجرا د عمل معيار وګرځوئ. په دې فکر وکړئ چې بل ځل څنګه کولاى شى ورڅخه يې وګټئ.
مديران هېڅکله له خپل اوسني حالت څخه خوښ نه دي او تل هڅه کوي غوره شي.
برياليتوب کېداى شي د ځان د خوښۍ لامل شي او دا د برياليتوب تر ټولو ستر دښمن دى.
د چټکو بدلونونو په دوره کې چوپتيا تر ټولو خطرناک څيز ده.
ستاسو باندينۍ نړۍ ستاسو د نننۍ نړۍ انعکاس ده. که د خپل فکر لاره بدله کړئ ژوند مو بدلېږي.
له حقيقت سره که هر څه زيات شي له هغه څخه کمېږي.
په ډېرى وختونو کې د کمزورۍ ټکي په واقعيت کې د داسې ځواک ټکي دي چې له هغه څخه ناسمه استفاده شوې ده. که وګړي لازم کارونه نه لري شايد د دې ښوونکي وي چې بايد بل کار ورته وسپارل شي.
که په خپله اداره کې باهوښه وګړي لرئ چې ځانګړى تخصص ولري يو نوى پست ورته رامنځ ته کړئ.
له راحت طلبۍ څخه چې د کمزوري مديريت لامل کېږي ځان لرې وساتئ. تل هڅه وكړئ چې خپل نورمونه پورته يوسئ.
په ورځ سره د مالوماتو د ترلاسه کولو او د کارکوونکو د نظرونو له څرګندېدو څخه د باخبره کېدو لپاره په اداره کې وګرځئ.
تل چمتو اوسئ ترڅو د اړتيا په وخت کې د کارکوونکو د دندو شرحې ته بدلون ورکړئ او يا آن که اړينه وي وګړي بدل کړئ.
په ډله کې ستاسو موقعيت دا دى چې ستاسو ټول کارکوونکي په ټول وجود سره هڅه وکړي چې د اجرا عالي عمل ولري.
يوازې د يوه نه مسؤوليت منونکي کارکوونکي شتون بسيا دى چې په سازمان کې د ستونزو اصلي سرچينه شي.
د «بې ورېځې آسمان» تفکر تمرين کړئ. داسې انځور ولرئ چې هېڅ کار تاسو ته نا ممکن نه دى. په دې صورت کې کوم کار ته مايل ياستئ چې په بله طريقه يې ترسره کړئ.
په معکوس ډول يا له لاندې تر پايه د کار د اړونې او سپارنې په مقابل کې مقاومت وکړئ. مه پرېږدئ د هغه کار ترسره کول چې نورو ته مو سپارلي بېرته يې تاسو راوګرځوئ.
مديران له هيلو ډک سپارښتونکي دي. دوى په کوټلې توګه په دې ټکي ټينګار کوي چې کار بايد په سمه توګه ترسره شي.
خپله اصلي او قطعي موخه په ژوند کې ځانګړې کړئ او وروسته مو ټولې خپلې کړنې د هماغه موخې په بنسټ اداره او تنظيم کړئ.
مديران د ژوند په هر پړاو کې د خپلو ټولو کړنو بشپړ مسؤوليت په خپله غاړه اخلي.
«هېڅ کله ګيله اوشکايت مه کوئ. هېڅ كله هڅه مه کوئ خپل کارونه جوت کړئ.
تمرين وکړئ چې تل د کارکوونکو لارښود او سلاکار و اوسي. هغوى ته تل په خپلو کارونو کې د پرمختګ لپاره لارښوونه وکړئ.
په هر کار کې چې کوئ يې داسې عمل وکړئ چې د نورو بېلګه وګرځي. تل فکر وکړئ چې نور ستاسو د کارونو شاهدان دي.
کارکوونکو ته د نوو زده کړو د ورکولو لپاره لګښت وکړئ ترڅو وده وکړي او د اجرا عمل يې غوره شي.
سازمان، رئيس او کارکوونکو ته وفاداري د يوه بريالي مدير تر ټولو ارزښتناکه ځانګړتيا ګڼل کېږي.
هغه وګړي چې لوړ د اجرا عمل لري له خپل رئيس سره د لوړو اړيکو درلودلو ته ډېر ارزښت ورکوي.
مخکې له دې نه چې کوم کار پيل کړئ ترهر څه مخکې د هغه کار اړوند کړنې اولويت بندي کړئ.
په كارځاى کې کاري چاپېريال رامنځ ته کړئ چې ټول په رښتينولۍ او شرافت سره عمل وکړي او وکولاى شي په راحتۍ سره خبرې وکړي.
رښتينولي د شرافت واقعي نښه ده.
د هرې کليدي او مهمې حوزې لپاره يو وګړى مسؤول وټاکئ.
ستاسو د جامو اغوستلو لاره بايد له تاسې سره د برياوو په تر لاسه کولو مرسته وکړي. ستاسې ظاهر ډېر مهم دى. خلک ستاسو په ظاهر باندې ستاسو په اړه قضاوت کوي.
«د بل انتخاب له منځه وړلو» بنسټ تل په ياد ولرئ، د يوه کار ترسره کول يعنې د يوه بل کار نه ترسره کول.
د مهمو کارونو اولويت بندي د غير ضروري کارونو د مشخص کولو په معنى هم دى. کوم کارونه لږ مهم دي؟
د کارونو د اولويت بندۍ لپاره بنسټيز معيار دا دى چې وګورئ هر اوږد مهاله کار کومې ځواکمنې پايلې له ځان سره لري.
د خپل ژوند د هرې حوزې لپاره ځانګړې او روښانه موخې وپېژنئ او ويې ليکئ.
که پوه نه شئ چې چېرته روان ياستئ، هره لار مو له ځان سره بيايي.
د خپل برياليتوب مهم عوامل مشخص کړئ، هماغه کارونه چې مجبور ياستئ خامخا يې ترسره کړئ ترڅو بريا لاسته راوړئ.
هغه کار چې خوښېږي مو ترسره يې کړئ او په ښه توګه د ترسره كولو په موخه يې ځان ژمن کړئ.
د يوه سازمان تر ټولو ارزښتناکه پانګه دا ده چې د خپلو پېرودونکو په منځ کې په کومو ځانګړتياوو مشهوره دي.
کله چې سوبتيا نلرئ پېرودونکي ستاسو په اړه څه ډول فکر او خبرې کوي؟
د خلکو زغمل او لاسوهنه يو واقعيت دى. هر کار چې ترسره کوئ په يو ډول د نورو زغم او ادراک تر اغېزې لاندې راولئ.
يوازې د هغو کارونو مسؤليت قبول کړئ چې په ښه توګه يې ترسره کولاى شئ. د اجرا متوسط عمل بدله نه لري.
شونې ده چې د مديرانو پرېکړې تل سمې نه وي خو تل خپلې پرېکړې سموي.
د خپلو موخو په اړه تل کوټلي اوسئ خو هغوى ته د رسېدلو د لارو په اړه انعطاف منونکي اوسئ.
خپلې ذاتي وړتياوې او پنځونې پراخه کړئ. د کارونو د ترسره کولو لپاره تل د هوسا او چټکو لارو په لټه کې شئ.
تل د نوښت په لټه کې اوسئ ځکه په هماغه شېبه کې چې اند په کار واچوئ.، نور زوړ شوى دى.
په وګړي پورې تړلې وړتياوې او مهارتونه ځانګړي کړئ. تر نن ورځې پورې مو کومو وړتياوو په خپل برياليتوب کې تر ټولو ډېره اغېزه درلودلې ده.
تل فکر وکړئ چې د ځان لپاره کار کوئ. د سازمان په اړه مو کړه وړه په داسې توګه وي چې ګنې تاسو يې مالک ياستئ.
بريالي مديران په پيل کې خپلو اړتياوو ته پام نه اړوي، ځکه د شرايطو هغو اړتياوو ته چې دوى په کې دي پام اړوي.
په مېړانه عمل وکړئ. وبه وينئ داسې مرستې تر لاسه کړئ چې هيله مو يې نه درلوده.
په وېره باندې د بري لپاره تل داسې عمل وکړئ چې ګنې ما ته درته ناشونې ده او همداسې به هم وشي.
بريالي مديران د دې لپاره چې نوو کارکوونکو ته د کار ښوونه وکړي چې څنګه خپل کار په ښه توګه ترسره کړي وخت لګوي.
مديران تاسو ته دا وړتيا درکوي چې د کارونو له ترسره کولو څخه د کارونو کنټرولولو ته ورسېږئ.
کاري مديران د نورو له اندونو څخه هرکلى کوي او ځان سموي.
په پيل کې تجسم وکړئ چې د هېڅ ډول کار د ترسره کولو لپاره محدوديت نه لرئ. اوس له «راتلونکې څخه ګرځېدل» تفکر تمرين کړئ: فکر وکړئ چې اوس پنځه کاله وروسته دى او له هغه ځايه راتلونکې ته وګورئ.
که پوهېدلاى چې په کار کې هېڅ ماته نشته، په سر کې مو کومو خيالونو ته وده ورکوله.
د کاغذ پر مخ فکر وکړئ هره دقيقه چې يوازې پلانګذاري کړئ لامل کېږي چې د کار د ترسره کولو په وخت کې لس دقيقي سپما کړئ.
عادت مو وګرځوئ چې په بشپړ ځواک سره کار وکړئ. تل ځان ته ووايئ: «کار ته ځم».
تل دا تيارى ولرئ چې قبوله کړئ شونې ده تېروتنه مو کړې وي.
«مېړانه واقعاً تر ټولو بنسټيز فضيلت دى. ځکه چې بېلابېل فضيلتونه په هغه پورې تړلي دي.»
د نويو ځمکو د کشفولو لپاره بايد پرېکړه وکړئ چې د سېند له غاړې لرې لاړ شئ.
د ښې رهبرۍ لپاره واقعي آزميښت د کړکېچ په وخت کې ستاسو د اجرا د عمل څرنګوالى دى.
د ستونزو د حل او سمو پرېکړو لپاره ستاسو د وړتياوو کچه د مدير په سرليک ستاسو د وړتياوو معيار دى.
مديران له وېرو او ستونزو سره د مخکېدو په وخت کې تل آرام او وينه يې سړه وي او خپل ځان ته پاملرنه له لاسه نه ورکوي.
د شرايطو د شننې او څېړنې لپاره تل له ځانه وپوښتئ: «تر ټولو بده پېښه چې شونې ده رامنځ ته شي کومه ده؟» وروسته هر کار چې اړين دى ترسره يې کړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې دا پېښه به رامنځ ته نه شي.
هر څه ګڼل کېږي! هر څه که ګټور وي يا ځورناک، يا ګټه لرونکي وي يا لګښت لرونکي. هېڅ شى خنثى نه دى.
د مېړانې لومړنۍ ځانګړتيا له دې پرته چې د برياليتوب هېڅ ضمانت شتون ولري د کار لپاره د ارادې د ځواک لرل دي. د مېړانې دا ځانګړتيا له دې پرته چې برياليتوب ته هيله وي کار ته ادامه ورکول هم دي.
راتلونکې د هغه چا ده چې خطر ته ځان ورکوي، نه د هوسا غوښتونکو وګړو.
د دې لپاره چې اتيا په سلو کې خپل وخت په تېرو ستونزو باندې په تمرکز ولګوئ، د راتلونکې لپاره يې د موقعيتونو په رامنځ ته کولو ولګوئ.
اصلي موخو ته د نږدې کېدو لپاره هره ورځ يو ګام وړاندې واخلئ.
«هغه کار ترسره کړئ چې له پايلې څخه يې وېرېږئ. و به ويني چې د ډار مړينه حتمي ده.»
ټول ډارېږي. رهبر هغه څوک دى چې په وېره برى مومي او هغه کار چې اړين دى ترسره کوي يې.
د دې لپاره چې وکولاى شي په نورو کې انګېزه رامنځ ته کړئ تر څو د اجرا عمل يې غوره شي، تل داسې کار وکړئ چې مهم او ارزښتناک يې انګېرى.
بريالى مدير هغه څوک دى چې داسې چاپېريال رامنځ ته کړي چې ټول کارکوونکي په کې د خپل ځان په اړه ډېره ښه انګېرنه ولري.
په پرلپسې توګه له کارکوونکو سره د فکرونو د پراخولو تمرين وکړئ. يعنې پرېږدئ هر څوک چې هر اند په زړه کې لري په آزاده توګه يې بيان کړي. په دې کار سره هغوى تشويقوئ چې تل د خپل کار په اړه پنځوونکى فکر ولري.
د ځواک او نفوذ لرل له نورو سره د مرستې کولو او يا هغوى ته د زيان رسولو له وړتيا څخه رامنځ ته کېږي.
هر څومره ډېر چې کولاى شئ له دې پرته چې د کومې بدلې په تمه اوسئ له نورو سره مرسته وکړئ، ډېره بدله ان له هغو ځايونو څخه چې تمه يې نه لرئ، ترلاسه به يې کړئ.
د ذهن آرامي له خپلو سترو موخو څخه وټاکئ او پر بنسټ يې د خپل ژوند لپاره پلان جوړ کړئ.
د خپل ژوند مهمو وګړو ته ځانګړي وختونه وټاکئ او مه پرېږدئ کوم شى يا کوم څوک د دې وختونو خنډ شي.
تل په ياد ولرئ چې په کور کې د وخت کميت او په کاري چاپېريال کې د وخت کيفيت ارزښت لري.
په هغو حالاتو کې چې پرېکړې ته اړتيا نه وي، پرېکړه مه کوئ. که اړينه نه وي چې په هغه اړه پرېکړه وکړئ، اړينه ده چې پرېکړه ونه کړئ.
د درک د ځواک د پياوړتيا او نورو باندې په نفس د ډاډ لپاره هغوى اړ کړئ چې خپله د خپل ځان په اړه فکر وکړي او په خپله پرېکړه وکړي.
«خپل برخليك په خپل لاس کې ونيسئ، که نه وي نور څوک به دا کار وکړي.»
هر وخت يو ځل په فکر کې لاړ شئ: د کاغذ پر مخ يې وليکئ «زما موخې څه دي؟» او په مقابل کې يې شل ځوابونه وليکئ.
ټولې سټراټيجيکې پلان جوړونې په پايله کې د پېرودونکو د جلب لپاره پلان جوړونې دي.
د يوه ښه مديرله نښو څخه يوه د هغه شديده پايله اخيستنه ده.
د دغو دوو پوښتنو سره خپله تېره تكرار كړئ: «کوم کار مې سم ترسره کړى دى؟» او « کوم کار مې بايد په بله توګه ترسره کړى واى؟»
د «وړتياوو د اندازې» بنسټ وايي: هېڅ وخت د ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره بسيا وخت شتون نه لري، خو تل د مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره بسيا وخت شته دى.
هر کار چې ترسره کوئ په واقعيت کې د مهمو او کم ارزښته کارونو تر منځ ټاکنه ده. سمه ټاکنه وکړئ.
بې کفايته کارکوونکي ستاسو اعتبار کمزورى او راتلونکې مو تباه کوي.
ګوښه کول د يوه مدير له کليدي رولونو څخه ګڼل کېږي. هغه مدير چې يو بې کفايته کارکوونکى له ځان سره ساتي او اجازه ورکوي چې خپل کار ته ادامه ورکړي په واقعيت کې پخپله بې لياقته دى.
«که د خپل کار په اړه شور او شوق ونه لرئ، په شور او شوق به تاسو ګوښه کړي.»
تل دې ته چمتو اوسئ چې قبوله کړئ لايق وګړي مو ګومارلي دي: ۳۳ سلنه کاركوونکي د اضافه کارۍ په ساعتونو کې ګټور کار نه ترسره کوي.
بريالى مدير کلک او ثابت دى او په ورته وخت کې کله چې کوم کارکوونکى اړين صلاحيت نه لري، عادلانه او کوټلې پرېکړه کوي.
د ژوند تر دې شېبو پورې ستاسو کومې ځانګړتيا ډېر برياليتوب ستاسو په برخه کړى دى؟ دا ځانګړتيا وپېژنئ او له هغې څخه ډېره استفاده وکړئ.
بريا لټونکى مدير ټول سازمان ټاکي. د مدير روحيه د سازمان ټولو وګړو ته لېږدول کېږي.
مشران تل نوښتګر، کارپنځوونکي اود راتلونکي لپاره د ليدلوري لرونکي دي او نورو ته د کار په سپارلو ټينګار کوي.
اغېزناک مديران سټراټېجيک تفکر لري. هغوى ټول کتونکي دي او کولاى شي هر شى پورته وګوري.
مديران له مخکې هر څه اټکل كوي او مخکې له دې چې پرېکړه عملي کړي، ټول اړخونه يې په پام کې نيسي.
د يوه بريالي مدير ټول فکر او ذکر پېرودونکي ته د ډېرو خدمتونو وړاندې کولو ته دى.
بريالى مدير هېڅکله د ماتې له ويي څخه استفاده نه کوي. ماتې د بريالي مديرانو لپاره پوهنيزې تجربې دي.
«لنډمهاله ماته په واقعيت کې موقعيت دى د دې لپاره چې په هوښيارانه توګه بيا پيل وکړو.»
راتلونکې په سيالانو پورې تړلې ده. ښه و اوسئ، غوره شئ، تر ټولو غوره و اوسئ.
انځور کړئ که سازمان ماتې خوړلې واى او سر او لاس شوى واى او غوښتي مو واى چې بيا له سره پيل وکړئ، کوم کارونه مو په بل ډول ترسره کول؟
ستاسو آزادي ستاسو د ټاکنو په اندازه او همدارنګه بېلابېلې لارې دي چې د هرې کړنې لپاره مو پلان کړې دي. پر خپلې اوسنۍ لارې سربېره، کومې نورې ټاکنې لرئ؟
د شرايطو د بدلون په مقابل کې سمدلاسه غبرګون وښيئ. هر کله چې نوي مالومات تر لاسه کوئ، له سره پلان جوړونه وکړئ.
په هر عمل باندې له لاس وهلو نه مخکې لومړى ښه فکر وکړئ او وروسته چټک او قاطع عمل وکړئ.
«که کار د ترسره کولو ارزښت ولري، بايد ترسره شي. آن که لومړى ځل زموږ د اجرا عمل غوره هم نه وي.»
هر هغه کار چې د ترسره کولو ارزښت ولري لږ تر لږه د دې ارزښت لري چې په پيل کې کمزورى ترسره شي ان ډېر وخت د دې ارزښت لري چې څو ځله کمزورى ترسره شي ترڅو چې بالاخره په هغه باندې تسلط پيدا کړو.
کله چې په کوم کار کې بوخت ياستئ، ټول تمرکز مو په هغه کار واچوئ! وخت له لاسه مه ورکوئ او د نورو لپاره ځـان بېلګه کړئ.
د سترو برياليتوبونو کيلي معمولاً سرعت، نوښت او تمرکز دى. دا په سوداګرۍ کې هم عمل کوي.
ستاسو د عمل آزادي يوازې ستاسو د ټاکنو په تعداد پورې تړلې ده. خپلې تګلارې تل پراخه کړئ او وده ورکړئ.
د ټولو سوداګريزو برياليتوبونو بنسټ په سيالۍ کې د امتياز لرل دي. تاسو له خپلو سيالانو سره په سيالۍ کې څه امتياز لرئ او څه امتياز بايد ولرئ؟ آيا کولاى شى هغه تر لاسه کړئ؟
په کارکوونکو کې د ډېرې انګېزې د رامنځ ته کولو لپاره، په ټوليز ډول هغوى ته د هغوى د ځواک او په يوازېتوب كې د كمزورۍ ټکي وښيئ.
ژوند تل ستونزې او کړکېچ لري. د ساده ستونزو اوارول تاسو ته دا وړتيا درکوي چې پېچلې او سختې ستونزې هم اوارې کړئ.
که انسان له راتلونکې څخه هېڅ انځور ونه لري، خامخا ماته خوري. ستاسو انځور له راتلونکې او ستاسو له سازمان څخه څه دى؟
«هر هغه څه چې ذهن وکولاى شي ور باندې پوه شي او باور پرې وکړي، ترلاسه کېدونکى دى.»
هغه محدوديتونه چې تاسو يې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره لرئ يوازې او يوازې هماغه دي چې تاسو په خپل ذهن او خيالي ځواک کې رامنځ ته کړي دي.
ستاسو ژوند هغه وخت غوره کېږي چې تاسو غوره شئ. ستاسو کارکوونکي هغه وخت غوره کېږي چې تاسو غوره مدير شئ. په خپل ځان کار وکړئ.