د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان نيشنل اکاډيمي افغان ملي لوبډلې ته ماته ورکړه

کرکټ څانګه 23.03.2010 11:36

 د پاکستان د نيشنل کرکټ اکاډيمي افغانستان ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه.

پاکستانۍ لوبډلې د افغانستان له خوا ورکړل شوی د ۹۷ منډو هدف په اسانۍ په ۱۴م اور کې د يو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ.

په لاهور کې د قذافي لوبغالي څخه نظر کټوازی احوال راکوي:

 - په افغان توپ وهونکو کې محمد شهزاد ۳۷، اصغر ستانکزي ۲۱، ريس احمدزي ۱۸، محمد نبي ۶ او کريم خان صادق ۵ منډې وکړې. نوروز منګل په صفر او نور علي په یوه منډه وسوځېد.

- بښنه غواړو چې مخکې مو وويل چې حميد حسن په لوبه کې نشته. حقيقت دا دی چې حميد حسن په لوبه کې شته او نور توپ اچونکي ورسره دولت احمدزی، سميع الله شينواری، ميرويس اشرف، او شاهپور ځدراڼ دي.

د پاکستان په وخت د ماسپيښين ۴:۰۰: د افغانستان ټول لوبغاړي په ۹۶ منډو وسوځېدل او د پاکستان نيشنل اکاډيمي لوبډلې ته يې د ۹۷ منډو هدف وټاکه.

- دا وخت د افغانستان محمد نبي او ريس احمدزی بيټنګ ته ولاړ دي.

- د افغانستان محمد شهزاد هغه وخت وسوځېد چې د افغانستان منډې ۷۷ ته رسېدلې وې. له هغه مخکې اصغر ستانکزی وسوځېد چې په خپل بيټنګ کې يې دوه څلوريزې او یوه شپږيزه ووهله.

د پاکستان په وخت د ماسپيښين ۳:۳۰: د افغانستان ۵ کسان سوځېدلي، په ۱۲ اورونو کې ۷۷ منډې.

- شعيب اختر تر اوسه دوه افغان لوبغاړي سوځولي دي.

- د افغانستان محمد شهزاد او اصغر ستانکزی بيټنګ ته ولاړ دي او تر پنځم اور پورې شهزاد ۱۷ منډې کړي دي.

- تر دې مهاله د افغانستان نور علي په ۱، کريم خان صادق په ۵ او نوروز منګل په صفر سوځېدلي دي.

د پاکستان په وخت د ماسپيښين ۲:۵۰: د افغانستان ۳ لوبغاړي سوځېدلي او په ۵ اورونو کې یې ۲۵ منډې کړي دي.

 د پاکستان په وخت د ماسپيښين ۲:۳۰: لوبه پيل شوه او افغانستان لومړی بيټنګ کوي.

د پاکستان په وخت د ماسپيښين ۲:۱۵: پچه افغانستان ګټلې ده او بيټنګ کول یې غوره کړل. لوبه پيلېدونکي ده.

خکې داسې ويل شوي وو چې افغانستان به د پاکستان د A لوبډلې سره لوبه کوي خو حقيقت دا دی چې افغانستان نن د چارشنبې په ورځ د پاکستان د لاهور نشنل اکاډيمي د لوبډلې سره د قذافي لوبغالي کې شل اوريزه لوبه کوي. د پاکستان په دې لوبډله کې د دې هېواد ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم شامل دي.

لوبه شل اوريزه ده.

ــــــــــــــــــــــــــــ

پرونی رپوټ:

افغانستان سبا د چارشنبې په ورځ د پاکستان د A لوبډلې سره په لاهور قذافي لوبغالي کې شل اوريزه لوبه کوي. د پاکستان په دې لوبډله کې د دې هېواد ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم شامل دي.

د ملي لوبډلې لوبغاړي ريس احمدزي له لاهوره د ټيلي فون په ليکه ټول افغان ته وويل چې لوبه به د چارشنبې په ورځ د پاکستان په وخت د ماسپښين په ۲:۳۰ بجو پيل کېږي.

دا مهال افغان ملي لوبډله په لاهور کې کيمپ کوي او په کوېت کې د آسيايي شورا ايليټ جام ته تياری نيسي. د پاکستان د پياوړو لوبډلو سره شل اوريزې لوبې به ملي لوبډله د می په مياشت کې د شل اوريزو نړيوال جام ته هم تياره کړي.

دوه مياشتې وړاندې د سريلانکا A سره د لوبو کولو څخه وروسته دا دويم ځل دی چې افغانان د داسې لوبډلو سره لوبه کوي چې د ټيسټ هېوادونو د ملي لوبډلو لوبغاړي په کې شامل وي.

افغان ملي لوبډله له په پاکستان کې درې نورې لوبې هم ترسره کوي.