د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرچينه: کاي ايده د ټيټ پوړو طالبانو سره خبرې کړې وې

خبري څانګه 22.03.2010 10:13

باوري سرچينو په کابل کې ټول افغان ته ويلي دي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ايده د طالبانو سره خبرې کړي وې. سرچينه وايي چې خبرې په خپله د کای ايده له ډېر اصراره وروسته ترسره شوې وي.

سرچينې ټول افغان ته د نوم د نه يادونې په شرط ويلي دي چې کای ايده د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو سره ناسته نه لرله بلکه په خبرو کې حاضر طالب چارواکي د طالبانو په ليکو کې د درېمې درجې چارواکي وو چې دنده یې یواځې لوړ پوړو طالب چارواکو ته د کای ايده د دريځ او پيغام رسول و.

سرچينه وايي چې ټيټ پوړو طالبانو په خبرو کې په کاي ايده دا  شرط ايښی و چې ملګري ملتونه به د ناستې په اړه اعلان نه کوي ځکه چې طالبان به بيا خبرو ته زړه ښه نه کړي خو ملګرو ملتونو څو مياشتې مخکې دا خبره ښکاره کړه او ويې ويل چې د طالبانو سره یې خبرې کړي دي. طالبانو هغه مهال سمدستي د ملګرو ملتونو څرګندونې رد کړې.

طالبانو پرون هم په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو سره د هر ډول مذاکراتو ترسره کېدل رد کړي دي.

برسېره پر دې چې د طالبانو سره د خبرو په اړه د افغان دولت او بهرني ځواکونه موقفونه کله یو شان او کله توپير لري (چې د ريچارډ هولبروک اخري څرګندونې او د طالبانو سره د مذاکراتو ردول یې ښه بېلګه ده)، خو هغه ډلې چې د طالبانو سره د خبرو اترو کولو لېواله دي په خپل منځ کې همغږي نه لري.

شنونکی کمال الدين رنځور د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د همغږۍ د نه شتون په هکله ټول افغان ته وايي چې ((پخوا به ولسمشر کرزي ويل چې د طالبانو ادرس نه دی معلوم، خو اوس داسې ښکاري چې طالبانو ته به ستونزمنه وي چې هغه خوا په ګوته کړي چې د مذاکراتو وړ وي او باور پرې کېدای شي.))