د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرحدي پوسته د طالبانو لاس ته پرېوته

شیرین اغا جهانګیر 21.03.2010 12:38

د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د کب د میاشتې ۲۹ چې د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د مارچ له ۲۰ نیټې سره برابره ده، د هرات ولایت، د رباط سنګي ولسوالۍ د ګله چا په سېمه کې د سرحدي پولیسو په یوې سرحدې پوستې باندې د طالبانو د حملې وروسته د سرحدي پولیسو د پوستې قمندان مړ او یو تن پولیس سخت ټپي شو. پېښه تېره شپه ناوخته پېل او د سهر تر ۳ بجو يې دوام وکړ.

په پېښه کې د طالبانو له لوري د مرګ ژوبلې کوم راپور ندی ورکړ شوی. په تورغونډۍ کې د سرحدي پولیسو د څلورمې سرحدي لوا د کنډک قمندان، ډګروال امیرشاه خان نایب زاده رسنیو ته ویلي چې ددوي سرحدي پوسته چې د ترکمنستان سره په پوله پرته ده، اوس مهال د طالبانو په ولکه کې ده او د نورو جزیاتو له وړاندې کولو نه يې ډډه وکړه.