د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مينه اوعقل

عطاءالله حيران 21.03.2010 12:15

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

عقل سل دمصلحت بندونه جوړکا
چې دعشق سېلاب پرې راشي واړه نوړکا
((سترفيلوسوف حضرت خوشال بابا))

مينه اوعقل دواړه له ازل نه سره ښکرپه ښکردي ځکه خو پر يوه لاريوځاى مزل نه شي کولى که په مينه کې عقل شامل شي مينه له منځه ځي اوکه په عقل کې مينه شامله شي نوبياعقل خپل قوت له لاسه ورکوي دمينې پر وړاندې لوى خنډعقل کڼل شوى دى ځکه چې عقل له مصلحت نه کاراخلي اومينه پر توکل ډډه لګوي.
په دې اړه سترفيلوسوف حضرت خوشال بابا (ر ح ) ويلي:
عقل وعشق چې سره دواړه په دعوه شي
بل مجال دعقل نشته بې له ګرېز
اويالکه دابيت:
عقل سل دمصلحت بندونه جوړکا
چې دعشق سېلاب پرې راشي واړه نوړکا
عقل دپوهې په وسيله پر حقيقت دپوهولوکوښښ دى او د حواسوپه زريعه چې کومه پوهه ترلاسه کوي دهغې په رڼاکې دحقيقت ته درسېدوکوښښ کوي
حضرت امام غزالي (ر ح) دعقل په اړه داسې وايي:
(عقل هغه نوم دى چې داشتراک په غرض پرڅلورومعناګانواطلاق کېږي.
اول : عقل هغه صفت دى چې انسان يې په په لرلوسره له نورو حيواناتوڅخه بېليږي.
دويم.: عقل عبارت له هغو معلوماتو څخه دى چې په مميز(رسېدلى) وړوکي په وجودراځي.
درېېم: عقل عبارت له هغوعلومو څخه دى ، چې دامورودتجربې څخه حاصليږي.
څلورم : عقل عبارت له هغې قوې څخه دى چې دکار په عواقبو پوه شي او هغه شهوتونه چې دلذتودژرتېرېدوموجب ګرځي له منځه وباسي. )
دى دعقلونو نومونه په دې ډول هم يادوي:
((الف: طبيعي عقل
ب: بديعي عقل
ج : تجربي عقل
د:پوخ عقل
طبيعي عقل دژونددپايښت لپاره مهم دى لکه چې عادي انسان دطبيعي عقل په واسطه دا کارنه کوي چې ځان له لوړې څخه بې له واسطې يوې کندې ته وغورزوي.
بديعې عقل هغه دى چې ذهناًاسانه وي ،مثلاً ددې عقل څښتن په دې پوهېږي ،چې د (دوو) عدد تر (يوه ) عدده لوى دى.
تجربي عقل هغه دى چې له تجربې څخه انسان ته حاصليږي مثلاً : وړوکى دويم ځلي اورته لاس نه اچوي ځکه چې اورته دلاس اچولوله کبله په لومړي ځلې وسوځول شو اودا ورته تجربه شوه.
پوخ عقل هغه دى چې موقتي ظاهري شيان دپوخ عقل څښتن نه شي خطاايستلاى اوپرنفس اوخواهشاتوغالب وي. )




خومينه بې له کومې واسطې حقيقت ته ځان رسوي
لکه رحمن باباچې ورته نغوته کړې:
واسمان ته لاس دعقل نه رسيږي
داخوعشق دى چې په عرش کرسي قدم ږدي
رحمن بابا عقل دومره کمزورى ګڼي، چې وايي اسمان ته يې لاس نه رسېږي اوددې برعکس مينه دومره زوروره ده چې لاس خويې څه آن دپښوقدمونه يې هم وررسيږي.
منم چې عقل دښو اوبدوتشخيص کوي خودښې اونېغې لارې انتخاب دعلم په رڼاکې کېږي
دعلم انتها ناکراري او حيراني ده او درمل يې يوازې مينه ده ، مينه له شور ، زوږ ،حرکت ، حرارت، جرت او داسې نورو نه برخمنه ده، کوم امتيازونه چې مينې ته ورکړل شوي عقل ته نه دي ورکړل شوي، عقل خودزمان اومکان دحدودو پابنددى اومينه خپلواکه ده.
په دې کې شک نه شته او سترګې پټېدل ترې هم نه دي په کار، چې عقل دانساني ژوندلپاره ډېرې اسانتياوې برابرې کړي دي لکه ساينسي کشفيات ،دتمدن پرمختګ ، سياست ، په ټولنه کې نظم او بلاخره د انسان دسوکاله ژوندلپاره نوې نوې هرډول لارې چارې اوهمداسې نور... د اهرڅه موږ دعقل پرمټ کړي ترڅوموژوندپه منظمه توګه پرمخ لاړشي اودژوندهره اړتياموپوره شي
خودانسان داخلي ارتقالپاره بياعقل هېڅ نه شي کولى ، د انسان داخلي وده اودزړه شمع رڼه ول خو بيادمينې کاردى .
عقل يوداسې ځواک دى چې زموږ ظاهري ژوندله تيارو نه راباسي اودښه روښانه ژوندپرلورمورهبري کوي خوداندرني اوروحاني ژوندپه مسايلوباندې بيا نه پوهېږي
عقل موږته دمادي ګټواودهوساژوندلارې چارې ښايي، خو روحاني اوقلبي تسکين نه شي راکولى. عقل زموږپه ژوندکې له موږنه خپله مرسته نه سپموي هغه تل زموږ مرستې ته لاس په نامه ولاړوي؛ خو دده مرسته اوساتنه زموږترجسمه پورې محدوده ده.
زماپه اندمينه ايمان دى اوايمان مينه ده زه نه پوهېږم ماته خودواړه يوډول بريښي زه خويې هېڅ ډول توپيرنه شم کولى ځکه چې مينه هم يوه جذبه ده اوايمان هم خو ديادونې ده چې هره جذبه پرخپل ځاى خپلې ګټې اوزيانونه لري.
خودمينې اوايمان جذبه بياپه نړۍ کې ترتولوځواکمنه اوسپېڅلې جذبه ده لکه رحمن باباچې وايي:
واسمان ته لاس دعقل نه رسيږي
داخوعشق دى چې په عرش کرسي قدم ږدي
اويالکه دا بيت:

چې په يوقدم ترعرشه پورې رسي
ماليدلى دى رفتارد دروېشانو
مينه له غيبي سترګونه برخمنه ده هغه څه چې مينه يې وينې دعقل په خيال کې هم نه راځي
دعقل اوعلم له ټولونه ستره خامي په دې کې ده چې ددې بنسټ پرشک ولاړوي
په داسې حال کې چې مينه دشک په نامه څه شى نه پيژني مينه په انسان کې جرات ،يقين اوايمان پيداکوي، په دې اړه اقبال وايي:
بے خطرکوو پړا آتش نمرودمين عشق
عقل هے محوتماشاے لب بام ابهى
دعقل ټوله شتمني د حواسو پر ژند تړلې وي او حواس ضروري نه ده چې سل په سلوکې دصحيح شي درک وکړاى شي، که موږ نېغ سيده لرګى په اوبوکې واچو موږ ته هغه کوږ معلوميږي
همداسې موږته له لرې نه په دښته کې شګې هم لکه اوبه معلومېږي چې ورنږدې شو ورو ورو په شګو بدليږي. په دې اړه بيا هم اقبال لاهوري وايي:
عقل ګواستان سے دورنهي
اس کي تقديرمين حضورنهي
علم مين بهى هے سرورليکن
يه وه جنت هے جس مين حورنهے
دل بينابهي کرخداسے طلب
آنکه کا نور دل کانورنهے
شيطان خوهم دعقل اوعلم په وجه دپرښتوسردار و، په دې کې شک نه شته چې الله (ج) هغه ته علم اوعقل ورکړى و دا دعلم اودعقل په وجه داسې وشول؛ خو شيطان آدم ع سلام ته د سجدې پر مهال له عقل څخه کار وانخيست.
که شيطان له غرورنه کارنه وى اخستى اوله مينې نه يې کاراخستى واى نوداسې به نوى شوي
مينه دفطري ډګر،بقااودارتقانوم دى چې يوازې دانسان په زړه کې نه؛ بلکې دکايناتوپه ذره ذره کې موجوده ده دمينې کاردژوندتخليق اوتنظيم دى. په شرعي توګه انسان خپل جسم نه شي زخمي کولى اونه يې غوڅولى شي ليکن (ويس قرني) چې په رسول کريم (ص) مين وپه دې پوه شوچې د رسول کريم (ص) يوغاښ شهيدشوى دى هغه خپل ټول غاښونه شهيدان کړل چې الله (ج) وليدل نودکېلې ونه يې پيدا کړه؛ نو اوس جوته شوه، چې په مينه کې څومره قوت پروت دى.
ويل کېږي چې له اصحاب کهف سره به يوسپى هم جنت ته داخلېږي ،ډېره عجيبه خبره ده چې په دې سپي کې شعور اوعقل له کوم لورنه راغى بياهم دى جنت ته ځي ځکه چې سپي له وفادارۍ نه کاراخيستى و او وفاداري هله پيداکېږي چې په زړه کې دې مينه وي




دمينې اودښکلاشاعرعبدالحميدبابا هم تر عقل مينې ته ډېره ترجح ورکړې؛ ځکه خو وايي:

رهبران دعقل واړه رهزانان دي
لږ دعشق له لارې مه بيايه بهيرکج
عشق دعقل له تدبيره مستغني دى
سيندته سېل محتاجه نه دى درهبر
دلته کاردافلاطون دتدبيرنشته
کاروبارکېږي دعشق واړه په خپل سر
محبت څېرې ګريوان زماټول نه کړ
که پرې سل ځله وهي دعقل ستن لاس
که هرڅوترحيوان بدبولي ځان عقل
عاقبت دعشق په کارشي حيران عقل
لکه فرق دتوراوسپين کولى نشي
هسې دى دعشق په کارکې نادان عقل
هرچې قياس زمادعشق کاندي په عقل
کوه قاف دشيرشاهوپه تله تولي
چې دعقل په زورعشق له زړه اوباسم
ننه باسم دزمري په غارپيشو
په دغوشعرونوکې دعقل اودمينې مقام په ښکاره توګه په ډاګه شوى دى دانه چې يواځې حميدبابا داډول څرګندونې په خپلوشعرنوکې کړي دي؛ بلکې دنړۍ ډېرو شاعرانودمينې اوعقل په اړه دې ته ورته څرګندونې کړي دي اومينه يې پرعقل برلاسې بللې ده.
اخځليکونه
1 – عديل محمدعالم: انسان کې اندروني قوتين،٢٠٠٠ ميلادي کال، لاهور.
0- ٢کندهارى، محمدايوب نادر: فلسفه، صحاف نشراتي موسسه، کوټه، ....کال.
1- 3 _ دعبدالحميد مومند کليات دمحمداصف صميم په زيار دانش خپرندويه ټولنه
2- ٤دخوشال باباکليات دعبدلقيوم ذاهد مشواڼي په زيار دانش خپرنديه ټولنه
3- ٥دعلامه اقبال کليات لاهورچاپ