د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغانستان د پاکستان سره په لوبه کې وښودل چې پياوړې لوبډله ده

کرکټ څانګه 21.03.2010 11:51

ريس احمدزي نن تر ټولو ډېرې ۷۴ منډې وکړې.

د افغانستان ملي لوبډلې نن د پاکستان د نيشنل کرکټ اکاډيمي د یوې غورط لوبډلې سره چې له ډېرو پياوړو لوبغاړو جوړه وه لوبه وکړه. سره ددط چې لوبه پاکستانۍ لوبډلې په ۴ ویکټو وګټله، خو هغه مقابله چې افغان لوبډلې وکړه د ستايلو وړه ده. افغان لوبډلې یوې داسې لوبډلې ته چې د شعيب اختر، ناصر جمشيد، وهاب رياض،او  محمد طلحه غوندې لوبغاړي په کې ۲۸۰ منډې وکړې. نن ريس احمدزی او شهزاد محمدي په بيټنګ کې وځلېدل.

په دې کې شک نشته دی چې ننۍ لوبې به د پاکستان د کرکټ چاروکي حيران کړي وي او دې ته به يې هڅولي وي چې دا ومني چې افغان لوبډله اوس د پخوا په پرتله ډېره پياوړې ده او که په خپل کورني کرکټ کې ورته ځای ورکوي نو بايد په جګه سويه یې ولوبوي.

ننۍ لوبې افغان لوبډلې ته دا وښودل چې په مخ کې یې لا ډېر مزل پروت دی او مخکې له دې چې د ټيسټ هيوادونو د ملي لوبدلو سره لوبې وکړي، بايد ډېر کار وکړي او تر هغې مخکې د ټيتو لوبډلو د پرزولو جوګه شي.

د لاهور د قذافي کرکټ لوبغالي څخه د ټول افغان رپوټ: د لوبډلې مدير بشير ستانکزی له لوبغالي احوال راکوي:

- د پاکستان غوره لوبډلې په ۴ ویکټو وګټله او لا ۶ توپونه یې هم لرل.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۵:۲۰ بجې: د پاکستان ۶ کسان سوځېدلي او په ۴۶ اورونو کې یې ۲۵۸ منډې کړي دي. پاکستان ته په ۲۳ توپونو ۲۳ منډې پاتي دي او لا ۵ ويکټې په لاس کې لري. بشير ستانکزی وايي چې حالات پيچيده دي خو هيله شته دی.د کامران اکمل یو ورور عدنان اکمل چې ښه لوبغاړی دی دا مهال ولاړ دی بيټنګ کوي.

- په ننۍ لوبه کې وهاب رياض چې د پاکستان ملي لوبډلې سره يې ۵ یو ورځنۍ او یوه نړيواله شل اوريزه لوبه کړي هم شامل دی.

- د يادونې ده چې د پاکستان تېز توپ اچونکی شعيب اختر هم نن په لوبه کې شامل دی. نوموړي د پاکستان د ملي لوبډلې سره ۴۶ ټيسټ، ۱۴۴ یو ورځنۍ، او ۷ نړيوال شل اوريزې لوبې کړي دي.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۵:۰۵ بجې: د پاکستان ۵ کسان سوځېدلي او په ۴۳ اورونو کې یې ۲۲۸ منډې کړي دي. پاکستان ته په ۷ اورونو کې ۵۳ منډې پاتې دي او لا ۵ ويکټې په لاس کې لري.

- د يادونې ده چې د پاکستان ناصر جمشيد د دې هيواد د ملي لوبډلې سره ۱۲ یوې ورځنۍ او ۴۲ فرسټ کلاس لوبې کړي دي.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۴:۴۵ بجې: د پاکستان ۵کسان سوځېدلي او په ۳۷ اورونو کې یې ۱۹۲منډې کړي دي. پاکستان ته په ۱۳ اورونو کې ۸۹ منډې پاتې دي او لا ۵ ويکټې په لاس کې لري. خطرناک لوبغاړی ناصر جمشېد وسوځېد.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۴:۲۰ بجې: د پاکستان ۴ کسان سوځېدلي او په ۳۳ اورونو کې یې ۱۶۴ منډې کړي دي. پاکستان ته په ۱۷ اورونو کې ۱۱۶ منډې پاتې دي او لا ۶ ويکټې په لاس کې لري.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۳:۵۳ بجې: ميرويس اشرف او دولت احمدزي یوه یوه او نصرت الله نصرت دوه ويکټې اخيستي دي. نصرت الله نصرت په سويلي افريقا کې هم د لوبډلې سره مل و او د بدخشان ولايت اوسيدونکی دی.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۳:۵۰ بجې: د پاکستان ۴ کسان سوځېدلي او په ۲۰ اورونو کې یې ۹۵ منډې کړي دي.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۳:۳۰ بجې: د پاکستان ۳ کسان سوځېدلي او په ۱۸ اورونو کې یې ۸۵ منډې کړي دي.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۲:۴۵ بجې:د پاکستان یو کس سوځېدلی او په ۸ اورونو کې یې ۳۵ منډې کړي دي.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۲ بجې: پاکستان بيټنګ پيل شوی دی. د پاکستان د بيټنګ حال به وروسته په ليکه شي.

د پاکستان په وخت د ماسپښين ۱:۳۰ بجه: د افغانستان بيټنګ پای ته رسېدلی او په ۵۰ اورونو کې یې د ۹ کسانو په سوځېدو ۲۸۰ منډې جوړې کړي دي.

د افغانستان له خوا تر ټولو ډېرې منډې ريس احمدزي وکړې. ریس احمدزي ټول افغان ته له لاهور څخه د ټيلي فون په ليکه وويل چې ده ۷۴، شهزاد ۶۵، محمد نبي ۲۰، کريم صادق ۱۸، شبير نوري ۱۸ او ميرويس اشرف ۱۳ منډې وکړې.

د لوبډلې مدير بشير ستانکزي ټول افغان ته وويل چې د پاکستان په لوبډله کې پياوړي لوبغاړي شامل دي چې ډېرو یې د پاکستان د ملي لوبډلې سره لوبې کړي دي. خو وايي چې افغانستان به کوښښ کوي چې د ۲۸۱ هدف څخه دفاع وکړي. ستانکزی وايي چې د پاکستان د لوبډلې جمشېد ښه توپ وهونکی دی او افغانان بايد کوښښ وکړي چې زر یې وسوځوي.

د پاکستان په لوبډله کې شعيب اختر، وهاب رياض، محمد طلحه، ناصر جمشېد (چې د ټولو د پاکستان د ملي لوبډلې سره لوبې کړي دي) او د ۱۹ ټيټ ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي شامل دي.

د افغانستان ملي لوبډلې نن د لاهور د کيمپ په ترڅ کې د پاکستان یوې غوره لوبډلې خلاف- چې د نيشنل کرکټ اکاډيمي له خوا په کې د پاکستان د ملي لوبډلې او ۱۹ ټيټ لوبډلې سره لوبېدلي لوبغاړي په کې غوره شوي - لومړۍ لوبه پيل کړې ده او له پچې ګټلو وروسته یې بيټنګ غوره کړ. دا لوبه ۵۰ اوريزه ده.

د افغانستان په لوبډله کې نن نصرت الله نصرت، حميد حسن او نور علي ځدراڼ نه لوبېږي.

د افغان لوبډلې مدير بشير ستانکزی وايي چې د لاهور په کيمپ کې به افغانستان د پاکستان د نيشنل کرکټ اکاډيمي له خوا غوره شوې لوبډلې سره د تمرين په موخه پنځه لوبې کوي.