د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په موخه تمرکز

انبیا ژمن 21.03.2010 11:11

 غوره پايلې د تر لاسه کولو لپاره په موخه تمرکز داسې کار دى چې په هر ځاى او د ژوند په هره شېبه کې بايد په ښه توګه ورڅخه استفاده وکولاى شو. په واقعيت کې ستاسو د کار او ژوند د څرنګوالي د لوړولو لپاره څلور لارې شتون لري.
1. کولاى شئ ځينې کارونه ډېر ترسره کړئ، هغه کارونه چې ستاسو لپاره ډېر ارزښت لري او ستاسو له خوښې سره سمې او ځلېدونکې پايلې رامنځ ته کوي.
2. کولا شئ ځينې کارونه کم ترسره کړئ او په قصد سره د ځينو کړنو او فعاليتونو د کمولو لپاره لاس په کار شئ، هغه برخې چې په ډېره کچه ګټورې نه دي.
3. کولاى شئ داسې کارونه پيل کړئ چې تر اوسه پورې مو نه دي ترسره کړي، لکه نوي فعاليتونه، د نوو مهارتونو زده کړه، د نوو پروژو او کړنو پيلول او په مسلکي او شخصي ژوند کې ټوليزې کتنې ته بدلون ورکول.
4. کولاس شئ ځينې کارونه په بشپړه توګه ودروئ، شاته ودرېږئ او خپل ژوند په نوي ليد سره تر څېړنې لاندې راولئ. وروسته د هغو فعاليتونو او تګلورو د درولو پرېکړه وکړئ چې نور مو د نظر وړ له موخو سره په ژوند کې کومه اړيکه نه لري.

له خپل ټول ځواک څخه استفاده وکړئ
هر لوى انسان او بريالي وګړي په يوه ځانګړي تګلوري سره له خپلو وړتياوو څخه په استفادې لويۍ او برياليتوب ته لاسرسى پيدا کړى دى. ((اُريسون سو اېټ مارډېن))

خپل عايد او خالي وخت دوه برابره کړئ
ايا غواړئ چې عايد مو دوه برابره شي؟ روښانه ده چې ځواب مو مثبت دى. يوازې دا پوښتنه رامنځ ته کېږي چې څنګه؟ دلته يوه ساده لاره چې کولاى شو اغېزه يې تضمين کړو څرګنده شوې ده.
لومړى هغه فعاليتونه چې تاسو او ستاسو سازمان ته تر ټولو ډېر ارزښت لري وپېژنئ. د ۸۰/۲۰ قانون داسې دى:
ستاسو ۲۰ په سلو کې ټولې کړنې ستاسو د ټولو کړنو ۸۰ په سلو کې ارزښت له ځان سره لري. دا شل سلنه تر ټولې مهمې دندې کومې دي؟

تاسو مسؤل ياستئ
د بشپړ مسؤليت منل د هغه څه په لټه کې چې ياستئ ستاسو د تر ټولو مهمو ټاکنو يوه برخه ګڼل کېږي. د شخصي مسؤليت منل په ژوند کې د مهربانۍ ستر ټکى دى او همدارنګه داسې څيز دى چې غوره انسان ته له معمولي انسان څخه توپير ورکوي. د خپلو اعمالو د مسؤليت منل د يوه رهبر تر ټولو ستر صفت او د هر انسان لپاره په هر حالت کې د لوړ عملکرد سرچينه ده.

فرض کړئ خپلواك شغل يا دنده لرئ
کله چې د خپل ژوند بشپړ مسؤليت ومنئ، ځان به د خپل ځان رئيس ووينئ. له پام څخه مو وغورځوئ چې څوک مو عملکرد مني. تاسو خپل ځان د خپلو وګړيزو خدمتونو د وړاندې کولو د مؤسسې عامل مدير وينئ.
ځان د داسې شرکت مؤسس وينئ چې يوازې يو کار کوونکى لرئ يعنې تاسې خپله. ځان يوازې د يوې دندې د ترسره کولو مسؤول وينئ.
په شديد سياليز مارکېټ کې نورو ته د خدمتونو وړاندې کول.

په دريو طريقو سره کولاى شئ خپله ګټه ډېره کړئ:
1. په ثابتو لګښتونو سره د پلور او عايد ډېرول.
2. د پلور او عايد په ثابت ساتلو سره د لګښتونو کمول.
3. شرکت کولاى شي بل کار ترسره کړي او هغه د پلور ډېرول او په ورته وخت کې د لګښت کمول دي. تاسو ستاسو د خپل شرکت د عامل مدير په سرليک كې دا درې ټاکنې لرئ.

په هر څه چې تمرکز وکړئ په هماغه غولي کې وده کوئ
د ژوند بنسټ پاملرنه ده. ستاسو پاملرنه چې هرې خوا ته وي ستاسو زړه هم په هماغه لوري ځي. له کم ارزښته فعاليتونو څخه ارزښتاناکه فعاليتونو ته د پام اړول په ژوند کې د هر کار د ترسره کولو لپاره بنسټيز ګام دى، چې په دې سره ستاسې پرمختګ په خپله رامنځ ته کېږي.