د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوېت لوبو لپاره کيمپ په لاهور کې ترسره کېږي

کرکټ څانګه 18.03.2010 09:33

د افغانستان کرکټ بورډ د آسيايي شورا د ايليټ جام لپاره - چې په کوېت کې د مارچ له ۳۱مې د اپرېل تر ۹مې ترسره کېږي - کيمپ په لاهور کې تر سره کېږي. افغان لوبغاړي به سبا په همدې موخه لاهور ته په سفر روانېږي.

افغان کرکټ بورډ لا تر اوسه دې لوبو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې. سره د دې چې ټول افغان د افغان کرکټ بورډ د چارواکو سره په دې اړه اړيکه ونيوله خو چا هم تر اوسه ځواب ورنکړ. مخکې ځينو سرچينو داسې ويلي وو چې روزونکي کبيرخان، کپتان نوروز منګل، او مرستيال کپتان محمد نبي عيسی خېل لوبډله غوره کړې ده او له هغه لوبډلې چې په اماراتو کې شل اوريز نړيوال جام لپاره لوبېدلې وه ډېر توپير نه دی راوستل شوی.

د يادونې وړ ده چې افغان کرکټ بورډ يواځينی کرکټ بورډ دی چې تر اوسه یې لوبډله نه ده اعلان کړې. پاتې ټولو هېوادونو لوبډلې اعلان کړي دي او په خپلو ويبسايټونو يې نومونه هم خپاره کړي دي. نېپال اخري هېواد و چې څلور ورځې وړاندې يې لوبډله اعلان کړه.

دا هم د يادونې ده چې افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوره کولو لپاره ډول ډول لارې په کار اچوي. تر اوسه د لوبغاړو د غوره کولو لپاره ثابت کميسيون او اصول نه لري چې دا کار تر ډېره د دې بورډ په  کمې تجربې او کمزورتيا دلالت کوي. له دې برسېره افغان کرکټ بورډ هيڅکله هم د لوبغاړو د غوره کولو او يا نه غوره کولو بشپړ تخنيکي رپوټ نه دی خپور کړی چې د غوراوي په پروسه کې د شفافيت په اړه یو لړ شکونو او نيوکو ته لاره هواروي.

 د کوېت په لوبو کې لس آسيايي هيوداونه برخه اخلي چې په دوه ګروپونو ويشل شوي دي. افغانستان به په B ګروپ کې لوبه کوي.

 ګروپونه په لاندې ډول دي:

 ګروپ A   ګروپ B
هانګ کانګ   افغانستان
نيپال   امارات
سينګاپور   ماليزيا
کويت   بحرين
عمان   بوتان