د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په شمال كې ترافيكې پېښې 35تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

لمر مومند 17.03.2010 14:06

كابل: د افغانستان په شمال كې يوې ترافيكي پېښې لږ تر لږه 35  كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د كورنيو چارو وزارت له خوا په خپور شوې رپورټ كې ويل شوي دي، چې نوموړې  پېښه په شمال كې سالنګ ته نږدې پېښه شوه، چې يو مسافر بس له مخامخ راتلونكي ټرك سره وجنګېد او له لامله يې دواړو موټرونو اور واخيست.

له پېښې وروسته امنيتي كاركوونكيو او سيمه ييزو خلكو مړي او ټپيان نږدې روغتون ته ولېږدول.

په مړو او ټپيانو كې يو شمېر زنانه او ماشومان هم  دي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په سالنګ دره كې د واورې د ښويېدنې په  يوې دردونكې پېښې كې په سلګونو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى و.

سالنګ دره د افغانستان په شمال كې پرته ده، چې د ډېرې واورې وريدنې ، د سړك د تنګوالي او د ډرېوانو د بې پروايۍ له لامله  پكې وخت ناوخته دردونكې پېښې پېښېږي.