د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپګان څه شى دى؟

عطاءالله حيران 11.03.2010 14:16

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

١(د مسز آدمز په نامه يوه ځوانه ښځه، چې په غالب گومان دېرش کلنه به وزماکتنځي ته راغلې وه خو ډېره شرمناکه او وهمي ډوله ښځه وه. نوموړې له سردردي څخه ډېر شکايت کاوه او د دې تر څنگ يې راته وويل، چې له کومې ورځې څخه يې چې دا دويمه لور پيدا شوې ده، کابو دوه کاله به کېږي، ښه ورځ يې نه ده ليدلې. تر يوه سوړ اسوېلي وروسته لاس تر زنې کېناسته، رنگ يې لکه د کورکمن په څېر زيړ اوښتى و؛ ما چې وليده، ښځه ډېره خپه ده، ورته مې وويل: ((زه نه پوهېږم، ته راته ډېره پرېشانه او خپه معلومېږې، خير خو دى کنه؟
هغې چې زما خبرې وارېدې، يو ناڅاپه په ژړا شوه، پر مخ يې تودو- تودو اوښکو لارې جوړولې؛ هغې په ژړا- ژړا کې لومړى له ما څخه بښنه وغوښته، بيا يې وويل، چې ما ته خپل ځان ډېر احمق برېښي، ټولې هيلې مې مړې شوې دي ځان او ژوند راته ډېر عجيب اوغريب معلومېږي.
کله چې نوموړې ښځه يوې نرسې زما له کتنځي څخه بل کتنځي ته بووله، ما يې له خاوند سره وليدل؛ هغه راته وويل: ((ډاکتر صاحب! زه مې مېرمنې ته دومره خپه يم چې څومره فکرکوې، زه هيڅ نه پوهېږم چې ورسره څه وکړم؛ په ډېر نه زړه راسره ژوندکوي. زه پوهېږم چې مېرمن مې ډېره سخته ناروغه ده، خو تشخيص يې راته ډېر گران دى، هيڅ نه پوهېږم چې دا پر کومه ناروغى اخته شوې ده چې څوک يې نه شي تشخيصولى)
دا ډېره په زړه پورې کيسه ده، ډېرى خلک چې د ژوندپه مختلفو وختونو کې له ډول- ډول ستونزو سره لاس او گرېوان دي، هغوى په دغه وخت کې په ځان نه وي، هغوى په دغه وخت کې له ژونده زړه تورى وي او نه هغوى په دغه وخت کې له چا څخه هيله لري، چې دوى ته دې څوک ډاډ ورکړي،چې د دوى ذهني فشار راکم کړي؛خواړتيايې ورته ډېره وي خداى مه کړه، که ستاسې د کور کوم غړى خپه وي، پرېشانه وي اويا نهيلى وي؛ نو تاسې ته په کار ده چې مرسته ورسره وکړئ. په دغه وخت کې پر هغه رحم وکړئ، هغه دغه وخت ستاسې مرستې ته اړ دى، په دغه وخت کې بايد تاسې هغه ته ډاډمنې مشورې ورکړئ، چې د هغه ناقراره او بېځايه شوى او ښويېدلى زړه خپل اصلي حالت ته راشي؛ له بده مرغه چې دلته څوک د خپگان ښکار شي، څوک يې په کيسه کې نه وي. دلته هر څه برعکس دي؛ که يو خپه انسان خپل ځان څومره د خپگان تر اغېزې لاندې راولي، همغومره يې خپگان زياتېږي، اودى ورسه کمزورى کېږي چې له امله ورته ډول- ډول ناروغۍ پيدا کېږي، چې د بېلگې په توگه عصبي، عقلي، معده او د زړه ناروغۍ يادولى شو.
نوموړې ښځې هم چې د ښه- خوشحاله ژوند تېرولو هڅې کړي، چې ناکامه شوې د نهيلۍ پر سيند لاهو شوې ده؛ هغه دومره نهيله شوې، چې پر دې نه ده توانېدلې چې د خپل د ژوند له ملگري سره چې ذاتي ډاکتر هم ورته ويلى شو، مشوره وکړي، چې هغه ورته ډاډ ورکړي؛ دې تل له هغو خلکو سره مشوره کړې، چې د دې په خپگان کې يې نور زياتوالى هم رامنځته کړى دى.
په يادولرئ ! مشوره تل له داسې چانه اخلى چې هغه په خپل ژوندډاډمن او خوښ وي که ته يوه ناروغ ته دخپلې ناروغۍ په اړه څه وايې تا به خپله خبره پوره کړې نه وي چې هغه به درته خپلوشلوناروغيوپه اړه درته شکايت وکړي نوپه دې اساس مشوره له هغوخلکوسره وکړى چې سالم عقل ولري ا وسالم عقل په سالم بدن کې وي


ډېرى خلک چې په کاروبارکې تاوان وکړي او يا له کومې ستونزې سره مخ شي، هغوى ته خپل ځان يو ډول مجرم ښکاري؛ تل پر دې فکر کوي چې دا ډول کار ولې ورنه ترسره شو. بابا اوس خو چې څه وو، هغه وشول؛ اوس پر دې وخت مه تېروه چې ولې دې وکړل؟ او څنگه دې وکړل؟ اوس پر دې فکر وکړئ چې څه ډول کولى شئ چې ځان له دې حالت څخه راوباسئ، اوس بايد د ځان د ژغورلو په فکر کې واوسئ. په پښتوکې متل دى چې، ((ړوند يو ځلې ه امسا ورکوي.)) دا خو ښکاره خبره ده چې تا له خپلې غلطۍ څخه تجربه واخيسته.
د خپگان او تشويش تجربه بيانول اسان کار نه دى، ډېرې داسې ناروغۍ شته، چې بيانول يې ستونزمن وي.
دغه ټول مخسوس احساسات لکه خپګان ،تشويش،اودناکامۍحس نه ښکاره کول يابيانولووړتيا څنګه انسان محسوسوي په حقيت کې داټول دخپګان علامات دي ، دغه علامات نه يواځې چې انسان دخپګان ښکارکوي بلکې داموپر غلطولارو رهبري کوي په داسې حال کې چې نن صبادخپګان درملنه په اسانۍ سره کېداى شي.
بايدهرانسان ټينګ عظم ولري اوپرځان ويساوي په ژوندکې لوړې ژورې راځي موږبايدخپل همت له لاسه ورنه کړو
سترفيلوسوف ننګيالي پښتون حضرت خوشال بابا (ر ح )څه ښه ويلي
که اسما ن دې دزمري په خوله کې ورکا
دزمري په خوله کې مه پرېږده همت
ګورئ همت بيلل دژونددبيللوپه مانادى اورپايانوپه دې اړه ډېرفلمونه ،ناولونه ،ډرامې اوکتابونه ليکلي دي کتاسې ليدلي وي په انګريزي فلمونوکې يوه کورنۍ سره له ماشومانوياله ملګروسره ځنګله ته په چکروتي وي په ځنګله کې ورته موټرخراب شي دزمريانوپه مېنځ کې راګېرشي دې ته ورته شلوستونزوسره لاس اوګرېوان وي خوباله اخره وژغورل شي نوپه دې اساس ژوندمبارزه اومبارزه مبارزه غواړي ماته منل او ناکامۍ ته ژمنتياله تاسې نه ژوند اخلي
خپګان داسې ناروغي نه ده چې په درملودې درملنه و شي کېږي خوديوه سعت لپاره .
که موږ وغواړو چې له خپګان نه ځان وژغورو موږ بل څوک نه شي ژغورلى موږبه خپل ځان په خپله ژغورو په خپله ژغورل داسې کېږي چې موږ بايدلومړى هېڅ يوې ويرې ته په زړه اوذهن کې ځاى ورنه کړوموږبايدمنفي شيان له ذهنه وباسو اومثبت شيانوته په خپل ذهن ،زړه اوپه دماغونوکې ځاى ورکړوديادونې ده چې زموږ دماغ په خپلواکه توګه زموږ په واک کې نه دي زموږدماغ تل مسروف وي
ديوګړۍ لپاره هم دماغ بې فکره او ويده نه شي پاتې کېداى اونه دستړيا احساس کوي دانسان نورغړي لکه لاس ،پښې،سترګې غوږونه اوژبه اودې ته ورته نور.. په خپلواکه توګه دانسان په واک کې وي خودماغ خپلواک وي ،يواځې خپلواک خوکه موږوغواړو چې له دماغونه په هره برخه کې کارواخلو شونې ده اوکه موږ ورنه کارنه اخلو دماغ په خپله کارکوي ځان په يوشي نه په يوشي مسروف ساتي
نوبايدپه هېڅ وخت کې دکمترۍ احساس ونه کړو چې څومره کولى شى خپل ځانونه خوښ وساتئ اودخوشحالۍ په رڼاکې په سړو دماغونوپه يخه سينه خپلوستونزوته دحل لاروګورئ هره ستونزه دحل لارلري بې له مرګه اومرګ حق دى اوله حق نه انکارښه نه دى بايدمرګ ته تل تيارووسو ځکه چې دراتلويې هېڅ پته نه لکېږي ،تيارۍ په دې مانا چې هغه څه وکړو چې الله (ج) ورباندې خوشحاليږي که تاسې له مرګه ويره لرئ نوپه دې هم ډاډمن ووسئ چې ابدي ژوند شته دى خوابد مرګ وجودنه لري په قرآن شريف کې الله (ج) فرمايلي دي (ولبعث البعدالموت) ژباړه : پس له مرګه ژوندون حق دى له دې نه په ښکاره څرګنديږ ي چې دغه مرګ د اوسني ژوند دتغيرنوم دى
که په لنډه توګه يې ووايم خوشحالي دزړه په سکون کې ده اودزړه سکون په تسکين سره شونې ده اوتسکين دالله (ج) په عبادت کې دى نوکوښښ به کو و چې دانسانيت دلارښود حضرت محمد(ص) ريښتني اومتيان ووسو اودهغه په لارښونه عمل وکړو


(١) ډيپرېشن دلياقت علي په اهتمام ٧ مخ په اوردوژبه دلاهورچاپ ٢٠٠٧