د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوبۍ په لوبغالې کې د کرکټ د تنکیو افغان لوبغاړو کیمپ لا دوام لري ( انځوریز رپورټ)

الهام یاسیني 09.03.2010 22:47

د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې افغان لوبغاړو ټول افغان ته وویل چې د کرکټ  له نړیوالې شورا لخوا ترتیب شوی کیمپ ډېرګټوردی، نوې تکتیکونه مو یاد او ډېرې غلطۍ مو ورسره اصلاح شوې.

جاوید احمدي، نجیب ځدران، هشمت الله شهیدي او عزت الله  دولتزی                        

د لوبغاړو سره راغلی  پلاوی حاجي ولي امین چې د قندهار ولایت د کرکټ مسؤل هم دی وايي ((له بده مرغه موږ کیمپ ته د خپل وخت نه څلور ورځې وروسته راورسیدو، کمپ کې ډیر ښه نړیوال روزونکې لوبغاړو ته روزونه ورکوي کچیرته زموږ کم عمره لوبغاړو ته داسې روزنیز کیمپونه جوړ شي په اینده کې به ملي لوبډلې ته ښه لوبغاړي ولرو))، ولي امین کمپ ته د لوبغاړو ناوخته رارسیدل او د افتاب عالم افغانستان ته له وخت نه مخکې تللو پړه په اداري مسؤلینو اچوي.

د ای سي سي  مسؤلین هم ګیله مند دي چې څنګه د کمپ دوه لوبغاړي اصغر ستانکزی او افتاب عالم بې وخته ځي او د افغانستان کرکټ بورډ موږ ته خبر نه راکوي

د کیمپ مشر روزونکی راډنیمارچ،مدثر زمان او د بالنګ روزونکی هارډلي بالر عزت الله ستايي او راتلونکی يي روښانه بولي، هارډلي وايي چې په عمومي توګه د افغانستان لوبغاړي د بالنګ ښه روزونکي ته اړتیا لري، د پرمختللو لوبډلو په څېر يي د بالنګ تخنیکونه پیاوړو نه دي او کچېرته يي په بالرانو لږ کار وشي نو د نړۍ سترو لوبډلو ته ماته ورکولای شي

                

 روزونکی هارډلي عزت الله  سره د بالنګ په تخنیکونو خبرې کوي                   

مخکې داسې ويل کېدل چې د کرکټ نړيوالې شورا د شل اورونو نړيوالې کاسې ته د تياري په موخه دې ۶ افغاني لوبغاړو ته د ډول ډول تمرين ورکولو په موخه دا کيمپ تيار کړی دی. خو د افغان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه چې دې کمپ کې دې د ۱۹ ټيټ لوبډلې ۶ لوبغاړي برخه واخلي او د ملي لوبډلې لوبغاړي به دمه وکړي ځکه چې په مخکې يي اوږد سفر پروت دی.

د افغانستان په څېر د نورو پنځو هیوادونو شپږ شپږ لوبغاړوهم په دې کیمپ کې ګډون لري چې د ۲۰۱۰ز کال د شل اوریز نړیوالې کاسې لپاره تیاری نیسي

 

 اوس مهال جاوید احمدي، نجیب ځدران، هشمت الله شهیدي او عزت الله په د کرکټ د نړیوالې شورا په کیمپ کې په  تمرین بوخت دي، تمرینونه به دوه ورځې نور هم دوام  ولري، لوبغاړي به د دې میاشتي په دیارلسمه نېټه هیواد ته ستنیږي.