لارهور : د استخباراتي ادارې دفتر درنې چاودنې له خاورو سره خاورې کړ
08.03.2010 07:45د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د مرکزي تحقيقاتي ادارې چې يوه له استخباراتي ادارو څخه ده پر يوه لوی دفتر ځانمرګی بريد شوی چې له لامله يې ودانۍ نړېدلې، ويل کېږي چې ځانمرګي بريد ګر شاوخوا شپږ سوه کيلو چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځای پر ځای کړي ول او د ودانۍ په مرکزي دروازه کې يې چاودنه وکړه چې په ترڅ کې يې ټول ودانۍ ونړېده.
په لومړنيو رپوټونو کې د ديارلسو تنو د وژل کېدا او ۶۱ تنو د ټپي کېدا ويل شوي،د روغتون د ډاکترانو په وينا د ګڼ شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښتې وړ دی او ښايي يو شمېر يې د وراوښتو ټپو له لاسه سا ورکړي.
بلخوا ويل کېږي چې د ودانۍ د نړېدا له لامله ناڅرګند شمېر خلک تر ودانۍ لاندې دي چې د ژوندي راوتو هيله يې نه ليدل کېږي.

