د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مك كرېسټال خپل دويم نوښت وښود

جاويد صبوري 07.03.2010 13:32

په افغانستان كې د امريكا او ناټو عمومي قومندان جنرال سټېنلي مك كرېسټال پرون د يوه فرمان په ترڅ كې پر ټولو بهرنيو ځواكونو امر وكړ چې د افغان سرتيرو د حضور پرته نشي كولاى د شپې له خوا د عام ولس پر كورونو يرغل وكړي او و يې پلټي.
د ناټو عمومي قومندان د دې ترڅنګ چې د شپې له خوا عمليات يې د بلواګرو په ځانګړي توګه د يو لړ "خطرناكو بلواګرو ډلو" د ځپلو لپاره د نړېوالو ځواكونو د مبارزې "اساسي برخه" ګڼلې، ويلي چې "آخر به د افغانستان خلك د دې عملياتو په اړه خپل قضاوت وكړي او موږ يوازې د هغوى په مرسته كولاى شو چې بريالي واوسو. تر ممكنه كچې پورې د بلواګرو د ځواك كمولو لپاره بايد د شپې عمليات په تاكتيكي، هوښيار او د شونتيا سره سم په شفافه توګه ترسره شي."
دا چې ولې د ناټو عمومي قومندان د شپې لخوا د عملياتو پر مهال د افغان ځواكونو پر شتون ټينګار كوي، مك كرېستال يې په اړه په ياد شوي فرمان كې وايي: "د دې اړتيا چې د شپې په عملياتو كې افغان ځواكونه ګډون ولري دا دى چې دا ځواكونه هر څومره ژر چې كېږي د عملياتو او د هغې برنامې جوړولو په بهير كې ورګډ كړل شي او د افغانستان د دولت د استازو اندېښنې واردمخه په پام كې ونيول شي."
د سياسي چارو څېړونكى، ښاغلى وحيد مژده وايي:" له پخوا څخه د افغانستان حكومت دا غوښتنه وه چې خپلسري عمليات ترسره نشي، ځكه هرچيرته چې دا عمليات ترسره شوي، هلته يې حالات نور هم خراب كړي دي."
ښاغلى زبير شفيقي د ويسا ورځپاڼې مسوول مدير او سياسي شنونكى هم د وحيد مژده په څېر نظر لري. ښاغلى شفيقي د بهرنيانو ناسم چلند او كړنو ته په اشارې سره وايي: "متاسفانه هغو عملياتو چې له تيرو اته نيمو كلونو راهيسې دوام موندلې، بې له دې نه چې د افغان ولس او دولت او بهرنيانو تر منځ اړيكې خړې پړې كړي، د افغان ولس او حكومت تر منځ اړيكې خرابې كړي، بله پايله یې نه درلوده."
جنرال سټنلي مك كرېسټال دا فرمان وروسته له هغې وركوي، چې جنرال پیټرایوس چې د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندان دی او په افغانستان او عراق کې د جګړې څارنه هم په غاړه لري، د کاناډا په اوټاوا ښار کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې جنرال سټنلي مک کریسټل ته په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو د پوره واک سپارلو اعلان وکړ.
د پټرايوس په وينا تر دې وړاندې هيڅ امريكايي قومندان دومره واك او صلاحيت نه درلود. يو له هغو برخو څخه چې په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو پخوانيو قومندانانو ورباندې واك نه درلود، هغه د امريكا ځانګړي ځواكونه يا سپېشل فورسېز دي. د امريكا ځانګړي ځواكونه د نورو امريكايي او بهرنيو ځواكونو پرتله ځانګړي اختيارات او د عمل آزادي لري. دغه ځواكونه په خودمختاره توګه كولاى شي د خلكو كورونو ته ننوځي، تلاشي وكړي او ان ويل كېږي چې ډيرى وخت پرته له هيڅ ډول پام كولو څخه په ډزو پيل كوي.
ښاغلى شفيقي او مژده په دې اړه چې آيا د امريكا ځانګړي ځواكونه )سپېشل فورسېز( به دې فرمان ته غاړه كېدي او كه نه، دواړه وايي چې په دې اړه وړاندوينه ستونزمنه ده. ښاغلى مژده وايي: "تير كال ځانګړو ځواكونو په بغلان كې داسې مهال عمليات ترسره كړل چې لومړى خو هلته هيڅ وسله وال نه وو او دويم د هغوى له عملياتو څخه هيڅوك خبر نه وو. كه دا ډول عمليات تغيير ونكړي، زه فكر نه كوم چې په حالاتو كې بدلون راشي."
د شفيقي په اند پخپله د شپې لخوا عمليات د بشر د حقونو تر پښو لاندې كول دي. هغه د افغانستان په سويل كې د امريكايي قومندان وروستيو څرګندونو ته په اشارې سره چې ويلي يې وو له مارجه څخه د طالبانو ويستل دومره ستونزمن نه وو لكه څومره چې د خلكو اعتماد لاسته راوړل وو، زياتوي: " دا بې اعتمادي هم زياتره له دې كبله رامنځ ته شوې چې بهرنيو ځواكونو د افغانانو د عنعناتو حريم مات كړ. اوس مك كرېسټال دغه فرمان له همدې كبله وركړى."
ښاغلى شفيقي د عملياتو پر مهال د افغان ځواكونو د شتون په اړه وايي، په خپلسر د بهرنيو ځواكو تر عملياتو به دا حداقل يوه درجه ټيټه وي چې افغان ځواكونه ورسره وي. د هغه په اند ترڅو اصلي ستونزې، د بېلګې په توګه د ناسمو راپورونو له امله د خلكو كړول، د يوه كس لپاره ټول كلى نه رنځورول حل نشي، "دغه ډول ستونزې به پرځاى پاتې وي."
خو وحيد مژده وايي: "زه باور نه لرم چې افغان ځواكونه چې دوى سره يوځاى دي د هغوى په څېر عمليات وكړي. بهرنيانو ويلي چې افغانان بايد د جګړې په ډګر كې د افغان ځواكونو موجوديت وويني، او د هغوى غږ واوري. نو داسې ښكاري چې اصلي عمليات دوى كوي او د افغان ځواكونو موجوديت سمبوليكه بڼه لري. كه داسې وي نو د دې پرځاى چې حالات ښه شي، نه يوازې د بهرنيانو پر وړاندې د ورځې په تيرېدو سره كركه زياتيږي، چې افغان ځواكونه هم په دې كركه كې شاملېږي."