د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هولبروک: طالبان د پښتني ټولنې په خامتا کې دواړو خواوو ته اوبدل شوي

خبري څانګه 07.03.2010 11:38

د امريکا څخه خپرېدونکي انترنتي ورځپاڼه ګلوبال پوسټ افغانستان او پاکستان ته د امريکا د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک له خولې ويلي دي چې نوموړي په د هارورډ په پوهنتون کې یو کنفرانس ته په وينا کې تور لګولی چې طالبان د ډيورنډ ليکي دواړو خواوو ته د پښتني ټولنې په خامتا کې اوبدل شوي دي او کابو په هر پښتني کورنۍ کې یو کس د طالبانو د غورځنګ سره مرسته کوي. هولبروک دعوه کړې ده چې همدا وجه ده چې ولسمشر کرزی د طالبانو سره اړيکي نيول غواړي.

د يادې شوې  ورځپاڼې په حواله هولبروک د طالبانو سره هر ډول مذاکرات کېدل رد کړي دي.

د هولبروک دې هېښونکو څرګندونو افغان روښانفکران او دولت په غوصه کړي دي. د يادونې ده چې تر اوسه کومې بلې سرچينې او يا هم پخپله هولبروک د دې خبرې پخلی نه دی کړی.

ګلوبال پوسټ وايي چې هولبروک طالبانو سره د واک په ويشلو د امريکا موافقه نه مني.