پر فوزيه کوفي وسله وال بريد شوی
06.03.2010 10:47په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو پر استازې فوزيه کوفي باندې وسله وال بريد شوی،خو هغې ته پکې زیان نه دی اوښتی.د ولسي جرګې د سرچينو په وينا پېښه نن د کابل - جلال اباد پر لويه لار د ورېښمين تنګي په سيمه کې رامنځته شوې.
ويل کېږي چې نوموړې له جلال اباده کابل ته روانه وه چې په ورېښمنين تنګي کې د ملا بورجان د شهادت ځای ته نژدې ورباندې وسله وال بريد وشو،په پېښه کې هغې ته زيان نه دی اوښتې خو دوه تنه ساتونکي يې ټپيان شوي.
طالبانو د پېښې مسووليت منلی او ويلي يې دي چې ددوی ځواکونو په دغه سيمه کې پر يوه موټر بريد کړی.

