د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وينا فن

عطاءالله حيران 05.03.2010 08:58

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ژباړه : عطاالله حيران
د دويمې لويې جگړې په دوران کې د برتانيې لومړي وزير(سرونسټن چرچل) ته بلنه ورکړل شوې وه، چې نوموړى بايد جوړې شوې غونډې ته خپله ويناوکړي.
د غونډې جوړونکو اوگډنوالوته ښه معلوه وه، چې چرچل په دغوورځوکې ډېر بوخت دى، داچې غونډه هم په همدې موخه جوړه شوې وه، چې هرومرودې چرچل په کې گډون وکړي، ځکه که نوموړى دې غونډې ته رانه شي، نوغونډه بياخپل اهميت له لاسه ورکړي.
کله چې له چرچل نه وغوښتل شو، چې وخت وټاکي، چې کله اوڅه وخت کولى شي په غونډه کې گډون وکړي، چرچل ورته په ځواب کې وويل، وروڼو وخت تاسې پخپله وټاکئ.
لومړى بايدله تاسې دا وپوښتم چې زه به څومره وخت غونډې ته خپله ويناکوم؟
که لس دقيقې وينا وي، نو د تيارۍ لپاره ماته پوره يوه اونۍ وخت راکړئ.
که چېرې نيم ساعت وينا وي، نو د تياري لپاره ماته پوره درې ورځې وخت په کاردى.
که يوساعت وينا وي، نو بياماته پوره يوه ورځ وخت راکړئ.
اوکه چېرې غواړى چې دوه ساعته ويناوکړم، نوهمدا اوس چمتويم، چې درسره لاړشم اوغونډې ته خپله ويناوکړم.
د يادونې ده، چې لنډيزکه په تحريرکې وي که په تقريرکې، خو خوراډېرستونزمن وي اوهمدادوينافن دى.
ډېرکم خلک له دغه هنره برخمن دي او همدا وجه ده، چې ډېرکم خلک کامياب اوبريالي وي.
پاتې شوه دا نورخلک چې ډېرې بېځايه اوږدې بې ماناخبرې کوي، هغه د چاخبره ښارته په نوښار راتاوېږ ي، دوى په اصل کې هم خپل قېمتي وخت وژني او هم د نورو. دا ډول خلک د يوې خبرې د ځواب نه وي او نه د خلکو پام ځان ته راجلبولى شي. کمې په تول پوره خبرې ته هرڅوک غواړي، چې غوږ ونيسي، ځکه چې سړى ورنه يوڅه زده کولاى شي.
گورئ لنډيزکه په خبروکې وي اوکه په متن کې،پوهېږئ څومره گټه لري؟
لومړى خو وخت ډېر نه پرې گاړېږي، نه خپل او نه هم د نورو.
دويم: انرژي پرې ډېره نه مصرفېږي.
درېيم: خپل عزت او وقار ساتل کېږي او د خلکو په زړونو کې ځانگړى ځاى مومې.
لنډې مانالرونکې په تول پوره خبرې ستاسې وړتياښيي.
اوبله داچې له مفهومه ډکې جملې د خلکوپه حافظه کې خوندي پاتېږي.
او بل تاسې ته مخاطبو ناستو کسانو زړونه به د تنگۍ احساس نه کوي او له غونډې نه به نه زړه توري کېږي، ستاسې خبرې به هغوى په ډېرشوق سره اوري.
کمې خبرې تاسې ته د ډېروخبروموقع درکوي.
دغو ټولو شيانوته بايدپاملرنه وکړئ، يوخوبه ستاسې معلومات ډېر شي او بل به مو د علم او د عمل لارې ته راوبولي. همدارنگه عمل د کاميابۍ يوشرط دى.
کومه خبره چې په دوو جملوسره کېداى شي او مخاطب ورباندې ښه پوهېداى شي، څه اړتياچې اوږدوئ يې. زه نه پوهېږم، چې دا کومې اړتياوې دي، چې تاسې اړباسي، چې خپلې خبرې اوږدې کړئ.
لکه مخکې مې چې يادونه وکړه، اوږدې خبرې سړى ستړى کوي اونه يې څوک اوري.
ډېرى وخت داسې هم کېږي، چې سړى په کې بېخې له اصلي مضوع نه بل خواته لاړشي، اصلي خبره ورته په ځاى پاتې وي.
هغه د چاخبره دى په بل ځاى کې مرغان نيسي.
دا ډول کړنې ستاسې شخصيت ته زيان رسوي.
په هرصورت بېځايه زياتې بې مفهومه، بې دليله خبرې کول غلط فهمۍ زېږ وي.
او دغه غلط فهمۍ بيامنفي بدلونونه رامنځته کوي. که دغه منفي بدلونونه د ټولنې د يوه شخص شخصيت زيانمن کړي، پرته له شکه، چې دا اغېزې به ورځ تربلې زياتېږي، ورو ورو به په ټولنه کې خپلې ريښې لاپسې غځوي.
له دغومنفي عواملوڅخه د ځان ژغورلو يوه لارشته، چې په ډېرکم وخت اوکوښښ سره هرڅوک کولى شي ځان ورنه وژغوري، چې دغه لار له لنډيز نه پيل شوۍ او دکاميابۍ،کامرانۍ لوړمنارته له رسېدونه ورسته پاى ته رسېدلې ده.
د ويناپرمهال د لنډيزعادت خپل کړئ کله،چې تاسې کومې غونډې ته ويناکوئ، کېداى شي چې هلته تاسې خپلواک واوسئ، خوله دې سره سره بايد تاسې د ډېروشيانوخيال وساتئ،
له يولړ ډېرومسايلو څخه بايدځانونه وژغورئ.
د زياتواوږدو خبروکونکي په شعوري توگه که څه هم نه غواړي چې شخصيت ته يې زيان ورسېږي، خو بيا هم خپله لمن پرخپله پرسر اړوي.
عقل من او پوه هغه څوک دى، چې خپلې کمزورۍ چاته ورونه ښيي.
کله چې تاسې کومه خبره کوئ، داپه حقيقت کې تاسې پرخپلوعيبنوباندې پرده اچوى، دغه پرده وخت ناوخت تاسې له سترگواښ نه ژغوري او په خلکوکې مو د ښه عزتمن شخص په توگه مطرح کوي.
په يادولرئ، په کومه مضوع، چې نه پوهېدئ او معلومات موپه کې نه لرل، ډېرپام کوئ چې بحث به په کې ونه کړئ او نه په کې خپل نظر ورکړئ، د دې پرځاى چې تاسې مخاطب لورى ناپوه بې علمه ښکاره شي، نو له دې نه ښه ده چې چوپتياغوره کړى، ځکه چې داډول کارونه ستاسې شخصيت زيانمنوي.
ضروري خونه ده، چې ته دې په هره مضوع کې معلومات ولرې،
لکه مخکې مې چې يادونه وکړه، تل هڅه وکړئ چې په کومه موضوع پوهېدئ او پرځان ښه ډاډمن وئ او معلومات مو په کې لرل بحث اوخپل نظر په کې څرگندکړئ.
له لنډيزڅخه مو موخه دانه ده چې کوځاى کې تاسې ته ويناکولو وويل شي اوهلته دې تاسې چوپ پاتې شئ.
او کچېرې تاسې ته څوک مخاطب شوي نه وي، هلته د کومې خبرې د منلو يانه منلو له امه خپلې خبرې پيل کړئ.
په ياد ولرئ، په خپلوخبروکې تل له دليل اومنطق څخه کارو اخلئ.
ډېرکوښښ کوئ، چې د ويناپرمهال په خپلوخبروکې خوږې،نرمې جملې وکاروئ.له پېچلو اوغيرضروري الفاظوڅخه ډډه وکړئ، چې دا ډول خبرې مو د خپگان لامل کېږي او نه ورته څوک غوږ نيسي.
لومړى خپل موقف واضح کړئ،بيا د مخالف لوري خبرې واورئ.ضروري نه ده چې تاسې د مخالف لوري له خبروسره همغږي ياست اوکه نه.
تنقيد اوياتفصيل ته د ورتلو پرځاى اړوندې موضوع ته له دليل نه کارواخلئ، له هغې نه وروسته چوپتياغوره کړئ او له دې نه وروسته بياپه يوه ناڅيزه موضع باندې په خندا، خندا خپله موضوع پاى ته ورسوئ.
يوه خبره تل په يادلرئ، چې پام مو وي د بحث پر وخت له موضوع نه ونه وځئ، ځکه چې اکثره وخت داسې کېږي، چې موضوع يو څه وي او وايو بل څه، ځکه چې د بحث پر وخت سړى نه پوهېږي، په کومه موضوع موبحث کاوه.
د گردي مېز او ياداسې نوروبحثونو پر وخت بايد قلم اوکاغذله ځان سره ولرئ.په پاى کې يوځل بياپه خپله خبره ټينگارکوم، چې د وينا،خبرو او ياپه متن کې د لنډيزعادت خپل کړئ، دا عادت به پرته له شکه، چې يومقناطيسي او زړه راښکونکى شخصيت در وبښي.کمې خبرې ستاسې پرعيبونوباندې پرده غوړوي اوستاسې لپاره دکاميابۍ ورپرانېزي.گورئ داڅه چې مې درته وويل، د غره سوري کول نه دي، چې ستاسې عمر به وخوري، همدا نن يې له ځان نه پيل کړئ او همدارنگه نورو ته يې هم چل وروښيئ.