د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ په قسمت کي لکه چي يوازي اوښکي او غم دی؟

ننګيالی بڅرکی 25.02.2010 11:42

دشهيدعبدالمجيدبابي په ناګهاني شهادت سره: نن پښتانه منورين ،بيا ديوه داسي غم سره لاس اوګريوان دي چي تيرغم يې ځای پر ځای هيرسواو يوبل غم ورسره جمعه سو، دتيروغمونواوښکي خولا تر اوسه نوې وچي سوي ، چي نورو اوښکو سيلاب وکړ،ددې مظلوم پښتون ملت ګناه څه ده؟ نن دپښتنو هغه دقلم ،علم اوادب خلک په نښه کيږي .دهراته بيا تر با جوړه او هغه سيمي چي پښتانه په کښي ميشت دي ،هر ورځ په لسهاو پښتانه وژل کيږي ،دنړۍ ستر سرمايداري هيوادونه دناټوپه نظامي تشکيل سره دډموکراسۍ تر نامه لاندي ،ددې هيوادپه دننه کي هغه ظلمونه ،ناخوالي اوغيري بشري کړني سرته رسوي ، چي زموږ نړۍ يې په تيرو وختونو کي بيلګه نه لري ،نړۍ خپل بيلانس دلاسه ورکړی دی.امريکايان دملتونو، قومونو او هيوادونوپه ژوند اوراتلونکې باندي لوبي کوي.زموږ په هيواد کي تر اتيافيصده ډيرخلک غواړي ، چي اشغال ګر قوتونه دي نور زموږ دظلم څخه لاس واخلي اوداخاوره دي نور افغانانو ته ورپريږدي، په څو خوږو شعارونو دي ،ددې خاوري تماميت ،آزادي ،رفاه استقلال نه را نيست اونابوده کوي.افغانانو دتاريخ په اوږدوکي هم آزادي په خپلو مټواخيستې وه ،هم يې په قدر پوهيږي، هم يې دهيواد په دننه کي خپله ډموکراسي لرله او هم يې ساتلې وه ،خو هغه وخت چي خارجي مداخلې را پيل سوې ،نو يې هم زموږ ټوله روبنايي بنسټونه را خراب کړه .نن ورځ چي دناټو ٤٤هيوادونه دامريکاي اشغال ملاتړي دي ،په هيواد کي تر بل هر وخت امنيت خراب اودافغانانوژوند ، فرهنګ ،کلتورته سخت ګواښ متوجه دی.

دشهيد عبدالمجيد بابي پرمړينه ، نه يوازي دهغه منوره کورنۍ بلکي؛ټول لراوبر پښتانه او افغانان ژاړي ،پر کندهار دماتم تور لوګی ګرځي.دغم کمبله مو ټوليدل نه لري ،داوښکودستمالونه موداوښکو توان نه لري ، پرپښتنو خو ښونځی ،علمي مؤسيسې وتړل سوې اوس هغه څه چي دپخوانيو وختونو راپاته منورين اودقلم خاوندان دي هغه هم يو،يورا څخه اخيستل کيږي. زه دخپل ځان او داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني په استازيتوب ددولتي چارواکو څخه غواړم چي ددغسي شخصيتونو ،دقلم دخاوندانو او منورينو ژوند ته پا ملرنه وکړي.هغوی ته کورونه دامن په ځای کي ورکړل سي،اودمحافيظنوپه وسيله سره هغه وساتل سي.او دشهيد عبدالمجيد بابي قاتلان بايد ونيول سي اوددولت يا قانون ومنګولوته دي وسپارل سي ،په دې باب نه يوازي دولت بلکي ؛ددولت دخالفينو څخه هم زما غوښتنه دا ده ،چي ددغسي هيوادپالوژوندته پاملرنه وکړي.که نه ددې قوم اينده په تاريکي کي ده اويوه سخته دسيسه پښتون قوم ته متوجه ده.

نن چي شهيدبابی زموږ په منځ کي نسته دايوه لويه ضايعه بولم،هغه په کندهار کي دکلتور،ادب اومذهبي بنسټونو دپاره ، دوياړ وړ خدمتونه کړي وه. دهغه په مرسته په کندهار کي موزيم دبيا دپاره فعاله سوه ، هغه دکندهار هغه کتابخانه ، چي دمجاهيدنو په وخت کي په خپل منځي جنګونو کي په سل کي اتيا فيصده خرابه سوې وه بيرته ورغول . اوددولتي مطبعې ماشينونه يې هم دبيا لپاره سمبال کړه ، شهيد بابي ، په کندهار کي داطلاعات او کلتور په برخه کي ډيرو ټولنو،رسانيو ته دخپرونو چانسونه برابر کړه، وشهيد عبدالمجيد بابي ته داطلاعات او کلتورهغه دکړاوه ډکه ؛خو مهمه چوکی ور په برخه سوه چي په پخوا کي هم دافغانستان هغه ډيرو لووړو ليکوالان اودوخت نامتو دقلم پريشتې پر نوموړي مقام ناست وه.که څه هم نوموړی رياست په ١٣٠١هـ ش کال منځ ته راغلی ؤ.چي تر اوسه يې موږ په کارنامو افتخار کوو.لکه : مرحوم عبدالعز يز خان ،مرحوم عبدالحی حبيبي صاحب ،مرحوم عطايي صاحب ، مرحوم اغامحمد کرزی صاحب ،مرحوم ايوبي صاحب ، مرحوم عبدالصمد ويسا صاحب ، مرحوم محمد علم بڅرکی صاحب اوداسي نور منورين ،چي نوموړی رياست يې پرمخ په برياليتوب سره وړی.او دطلوع افغان نامتو ور ځپاڼه يې چلول ، شهيد بابي صاحب هم نوموړې ور ځپاڼه او دکندهار کلتوري ارزښتونه په ډير هوښيارانه توګه پر مخ بيول.دنوموړي شهادت نه يوازي دکندهار فرهنګيان نا ارامه کړه .بلکي دټولو پښتنو ورڼواوافغانانو دپاره يوه نه جبرا کيدونکې ضا يعه ده . داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه دهغه کورنۍ اود شهيد دوستانواو پلويانو ته دزړه له کومي تسليت وايي اودايوه نه جبرانيدونکې پيښه ګڼي خدای دي دته جنتونه ور په نصيب کي .(انالله وانا اليه را جعون)

داحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني مشر
ننګيالی بڅرکی