د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هرات : د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنه نښته شوې

شیرین اغا جهانګیر 23.02.2010 13:37

نن دوشنبه، د ۲۰۱۰ کال د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه د هرات ولایت د کشک کهنې ولسوالۍ د درزک په سیمه کې د دولت د مخالفینو او د پولیسو ترمنځ سخته نښته وشوه. پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د پولیسو قطار چې امریکايي ځواکونه يې ملتیا وکوله، د کشک کهنې نه د رباط سنګي لورته په حرکت کې وو چې د مخالفینو د کمین سره مخامخ شول. د پېښې په پایله کې یو تن پولیس او یو تن مخالف ووژل شول او د پولیسو په وینا ډېر نور مخالفین سخت ټپي شوي دي.
د یو تن سيمه ييز اوسېدونکي په وينا چې د خپل نوم له څرګندولو نه يې ډډه وکړه، وویل چې وژل شوی  مخالف تن د هرات پوهنتون محصل و او په دې نږدې وختونو کې د طالبانو له ډلو سره یو ځای شوی و.