د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلينډه بدرۍ كه دكشميرمسئله

ساحل (كڅوال) 22.02.2010 14:11

داغلې بلينډې بدرۍ په اړه زياتې ببولالې وويل اووليكل شوې او لاهم ويل كېږي داغلې كليمه خومې دلته ځكه ياده كړه چې له نوم څخه دامعلومېږي چې مؤنث نوم دى.
خداى شته ماهېڅكله هم داسې كوم فكرندى كړى اونه مې ضرورګڼله چې زه دې دبلينډې بدرۍ په نوم ،شعراوياپه نروالي اوښځه والي كومه تبصره وكړم ،خو چې له كومې ورځې څخه په شرنګ وېبپاڼه كې دښاغلي همت الله امينزي صيب لخواله ځوان شاعراوليكوال فضلهادي فضليارسره مركه خپره شوې نو داهرڅه راته ډېر عجيب ښكاري اودې مركې يوه بله فضارامنځته كړې ،انتقادونه ،بې ځايه نيوكې، داسې غبرګونونه او دفاع ګانې اوبيادهغه چاڅخه دفاع چې په غالب ګمان هېڅ وجود نلري يوطوفان رامنځته كړى دى.
ښاغلي فضليارشرنګ ته په خپل يوه ځواب كې ويلي وو چې په اوسني وخت كې زموږ زيات نارينه شاعران اوليكوالان په ښځينه نومونو اوښځينه شاعرانې اوليكوالانې په نارينه نومونوباندې شعرونه اوليكنې كوي په هغې كې يې دكاروان صيب نوم ته اشاره كړې وه چې دبلينډه بدرۍ په نوم شاعري كوي .
خوكله چې دامركه ښاغلي كاروان صاحب ته ورسېده نو په رښتياهم پدې كارسره زيات پرېشانه ښكاريده او دځان څخه دفاع په خاطريې زيات ثبوتونه هم وړاندې كړل ،هغه وايي چې هغه په ټول عمر كې يوځل دبلينډه بدرۍ په نوم شعرليكلى دى هغه هم ددې لپاره چې دى به در نثارصيب له خواله پاكستان كې زيات ځورول كېده چې ورته به يې ويل كه ته هرڅومره اشعاروليكې نو بلينډه بدرۍته نشي رسيداى.
نوكاروان صيب وايي چې مايوغزل وليكه اوهغه مې دبلينډه بدرۍ په نوم خپوركړخوكله چې نثارصيب داعزل ليدلى و نوبيابه يې ماته ويلې چې اوس نو ټول عمر شاعري وكړي دبلينډه دې غزل په شان يې نشې ليكلى ،نوماورته وويل چې دازما شعردى نورزه درته په خداى سوګندكوم چې ماپه دې نوم شاعري نده كړي،خوزموږليكوالانواوشاعرانو وروڼودكاروان صاحب په دې خبرواكتفاونكړه او دامسئله يې ښه وشاربله اوتراوسه هم دالړۍ رونه ده چې څوك په كې كاروان (بډرۍ )پلوي كوي اوڅوك پكې دفضليار،څوك وايي چې پركاروان صيب يوتهمت تړل شوى دى خوزيات شمېر وروڼه بيا دفضليارخبره تائيدوي اووايي چې دبلينډه بدرۍ په نوم كومه ښځينه شاعره هېڅ وجود نلري.
خودابل تصادف ته وګورۍ چې په همدې كش ګيركې په روهي ويبپاڼه كې له ښاغلي/اغلې بلينډه بدرۍ سره مركه خپرېږي ،خوكله چې دامركه څوك په دقت سره ولولي نودكاروان ،فضلياراوبلينډه بدرۍ په خبروكې زيات فرق ليدل كېږي خودكاروان اوبلينډه بدرۍ په خبروكې يوڅه توازن شته اويوله بل سره يوڅه نزديكت لري،اوبلينډه بدرۍ په نوروشاعرانودعوه كوي چې هغوى ددې شاعري په خپل نوم باندې په مجلو،ورځپاڼواووېبپاڼوكې خپروي هغه فارسي متل دى چې )بګيريش كه نګيريت)خوكه دلته له دبلينډه په نامه مركه وګوروداسې تصوربه ونكړو چې داله كوم باسواده شخص سره شوې ده هغې په خپل يوه ځواب كې ويلي چې كه په ښځينه شاعرانولېست كې ددې نوم نشته هغه ورته هېڅ ضرورت نلري اوهغه په خپل شعردومره متقي ده چې وايي زماشعر ماپخپله دشهرت ترپوړۍ رسوي ،اوياله ماسره زيات خلك تعصب كوي هغوى زما استعدادزغملى نشي اوكه خويندې ماپه خپل لېست كې نه شماري نوهغوى لما سره كينه لري اوبل زما دهويت په اړه هغه خلك ډېرې دخبرې كوي چې هغوى يابېخي شاعران ندي اوكه دي نوشعريې شعرنه بلكې مېردى نوزه فكركوم چې كله يوڅوك په ځان دومره باورلري اويوپوه شخص وي هغه هېڅكله هم په دې ژبه خبرې نكوي.
بل داچې ښاغلى يااغلې بلينډه بدرۍ له ولوله غورځنګ څخه هم سرټكوي او وايي چې په دې نوم هېڅ كومه خورنه پېژني او په دې ټينګاركوي چې دادكوم ورورمستعارنوم دى ،نوبيابلينډه بدرۍ ولې مستعارنوم نشي كېدلاى ،په دې ځاى كې دزياتوخلكوشك په يقين بدلېږي چې بلينډه ښځه نه بلكې نرارينه ده اويومستعارنوم دى،زه دلته نه وايم چې بلينډه حتماً كاروان ،اند اوياكوم يوبل دى خو دومره ويلى شم چې ښځه نه بلكې نردى.
اوكه داسې نه وي نوبياولې داڅواونۍ دهرشاعراوهرليكوال په خوله كې دبدرۍ نوم ده او راز راز مقالې اوتبصرې پرې كوي دچالخوا په يونوم دچالخواپه بل نوم يادېږي اوياهم دانوم كله په يوه اوكه هم په بل دارنه ،اديب ،شاعراو ليكوال پورې كېږيدبلينډه بدرۍ لخوا ورته هېڅ ځواب نه وركول كېږي زه پدې باوريم چې بلينډه بدرۍ چې نرده اوكه ښځه په افغانستان كې دننه ژوندكوي كه بهر دپكتياده اوكه داسلام اباد،خو داوايم چې حتماً به په روهي وېبپاڼه كې دخپلې مركې په لاندنۍ برخه كې دخلكو اندونه اونظرونه لوستي وي ولې ورته مثبت اوقانع كوونكى ځوب ووايي.
زموږ يو ه وروددې مركې په اړه خپل نظرداسې څرګندوي چې هر شاعر اوليكوال ددې حق لري چې په هرنوم شاعري اوليكوالي وكړي خوزه داوايم چې داسې ده نو بياولې زموږ شاعران وروڼه داپه ځان بده ګڼي ؟
بل داچې زموږ خور اناهيتا روهي خور ديوه وروردنظرپه ځوابكې ويلې چې موږ دامركه ددې په خاطرنده كړې چې دخلكو په سترګوكې خاورې وشيندو او وايي چې دايو حقيقت دى چې بلينډه بدرۍ خورده او داپخپله دهغې له كورنۍ سره ښې اړيكې لري اوكه څوك بياهم باورنكوي اوشك كوي چې بلينډه ښځه نه بكلې نارينه ده نودمهربانۍ له مخې په حقيقت ولاړ ثبوت دې وړاندې كړي .
زه دلته ګرانې خور اناهيتا جانې ته يوه خبره كووم او هغه داچې كوم خلك چې وايي چې بلينډه بدرۍ ښځه نه بلكې نارينه ده دهغو شمېره له هغو زياته ده چې وايي چې په رښتياهم بلينډه ښځينه ده اوتابه په خپله هم ددوې له نظرياتوپوره نچوړ ويستلى وي نوزه تاته يوه مشوره دركوم چې ته خوهسې هم له هغې سره له نژدې نه پېژنې او ډېرې دوستانه اړيكې هم ورسره لري نومهرباني وكړه ددې ثبوت لپاره ته پخپله يوڅه وړاندې كړه يايې كومه قطعه عكس وړاندې كړه اوياكوم بل داسې قانې كوونكى ثبوت وړاندې كړه اودې دكشميرمسئلې ته دپاى ټكى كېږده .

سرپاڼه

ستاسو تبصره