د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان وايي د مولوي کبير د نيونې اوازې د دوی (( ددښمنانوحربې)) دي

خبري څانګه 22.02.2010 13:37

د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی د طالب مشر ((مولوي عبدالکبيرپه اړه خپاره شوي هغه خبرونه چې ګواکې هغه نيول شوي په کلکه ردوي)). مخکې هم طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د نوموړي نيول رد کړي.

مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې مولوي عبدالکبير د پاکستان د استخباراتو له خوا په نوښار کې نيول شوی دی. طالبان وايي چې ((دغه [رپوټونه] سرترپایه په دروغو ولاړاوهيڅ حقیقت نلری .)) د يادونې ده چې طالبانو د یو بل طالب مشر ملا عبدالغني برادر د نيولو رپوټونه هم رد کړي و خو وروسته پاکستان او امريکا دواړو تاييد کړه چې ملا برادر یې نيولای او تحقيقات یې ورسره پيل کړي دي. طالبانو مخکې په یوه خبرپاڼه کې په دې اصرار کړی و چې ملا برادر په افغانستان کې په جګړه بوخت دی.

طالبان وايي چې د مولوي عبدالکبير د نيونې په اړه خپاره شوي اوازې د دوی (( ددښمنانوحربې)) دي چې د دوی په باور ترې ((پوځي اوسياسي)) ګټه اخلي.  طالبان دا ډول رپوټونه په مارجه کې د دوی په خلاف د روانې جګړې یوه برخه بولي.

د يادونې ده چې د طالب مشرانو نيولو د دوی د پلويانو په مورال منفي او د مخالفينو په مورال مثبت اغېز کړی دی. طالبان هم دې ډول پروپاګند وارخطاکړي دي. د طالب مشرانو د نيونې رپوټونه په داسې وخت کې خپرېږي چې د هلمند په مارجه کې خونړې جګړه روانه ده او په جګړه کې د تلفاتو په اړه هم ضد او نقیض خبرونه خپرېږي.

د دولت - ايتلاف او طالبانو د پروپاګند په جګړه کې تر ډېره رسنۍ د قربانۍ د ګډوري رول لوبوي. دا کار په جګړه کې په دواړو خواو د رسنيو باور ته زيان رسوي او د حقيقت موندلو په موخه د ژورناليستانو دنده نوره هم ستونزمنه کوي.