د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پېښور: دمورنيو ژبو نړيواله ورځ د پراخ لاريون په ترڅ کې ولمانځل شوه

مجيب الرحمان انګار 21.02.2010 15:10

د يونيسکو له خوا د فبروري ۲۱ مه ورځ د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه له ټاکل کېدا وروسته هر کال دغه ورځ د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو او سيمو کې د غونډو،سمينارونو،لاريونو او مشاعره په ډول لمانځل کېږي.

سږ کال هم د نورو سيمو پشان په پېښور کې دغه ورځ ولمانځل شوه،په دې اړه نن د پېښور ښار له خيبر بازرا څلور لارې څخه د کيسه خوانۍ تر شهيدانو سيمې پورې يو لاريون وشو چې د بېلابېلو مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او ادبي ټولنو غړيو او مشرانو پکې ګډون کړی و.

په دغه لاريون کې چې د نړيوال پښتو کانګرس له خوا جوړ شوی د پاکستان دخلکو ګوند(شېرپاوړ ډلې) د مشر او د کورنيو چارو د پخواني وزير آفتاب احمد خان شېرپاو زوی او د پښتونخوا د ايالتي اسامبلې غړي سکندر شېرپاو،دعوامي نېشنل ګوند په استازيتوب قيصر خان، د پښتونخوا جمهوري تړون غړيو،ملګري استادان،پښتون ډيموکرېټک کونسل او ديوشمېر نورو سياسي او مدني ټولنو پر استازيو سربېره يو شمېر ليکوالو،اديبانو،شاعرانو او ولسي وګړيو ګډون کړی و.

ګډونوالو تر ډېره ددې پر ځای چې د مورني ژبو د نړيوالې ورځې په اړوندو غږ پورته کړي د خپلو سياسي ګوندونو او مشرانو او خپلو ټولنو د (زنده باد) نارې وهلې.

د کيسه خوانۍ دشهيدانو څليو ته په رسېدو سکندر شېرپاو او ډاکتر عالم يوسفزي ګډونوالو ته ددغې ورځې په اړوند لنډه وينا وکړه،نوموړو له مرکزي او ايالتي حکومتونو نه غوښتنه وکړه چې پښتو دې د ښوونځيو او کالجونو په نصاب کې شامله کړي،چې ددې خاورې بچي وکولای شي لږ تر لږه په خپله ژبه لیک لوست وکړای شي.

د لاريون ګډونوالو په سيمه کې د روان ناورين او جنګ جګړو پر خلاف هم نارې وهلې،ټولو په يوه غږ د پښتون په خاوره د روانو جګړو د له منځه وړلو غوښتنې کولې.

 

                       په ايالتي اسامبله کې د خلکو ګوند(شېرپاو  ډلې) غړی سکندر شېرپاو

                                                ډاکتر زبير حسرت او ډاکتر عالم يوسفزی