د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"بز بزكۍ"(بې پیلوټه الوتکې) په افغانستان كې خپله ونډه زياتوي

جاويد صبوري 21.02.2010 15:18

كرېسټوفر ډريو
ژباړن: جاويد صبوري
كله چې تيره اونۍ امريكايي او ائتلافي ځواكونه د طالبانو ځواكمن پټنځاى، مارجه، ته ننوتل، هغوى واردمخه پوهېدل چې لسګونه درجنه بمونه په كومو ځايونو كې ښخ شوي. او كله هم چې تر بريد لاندې راغلي، هغوى له هغې وسلې څخه مرسته غوښتې چې د افغانستان په جګړې كې د پوځ تر ټولو چټكه وسله ده: ډرون )بې پيلوټه الوتكه(.
د ډرون )بې پيلوټه الوتكې( كارونه په چټكۍ سره او پرته له دې چې د چا ورته پام شي، په افغانستان كې زياته شوه. اوس مهال هره ورځ هوايي پوځ شل پرېډيتور ډرون يا داړه مار بې پيلوټه الوتكې د افغانستان په پراخو سيمو كې چې مخالفين په كې اوسيږي، كاروي. دا د تير يوه كال پرتله دوه چنده دي.
له هغوى څخه زياتره د څارنې لپاره كار اخيستل كېږي، خو نوي راڅرګند شوي پوځي اسناد ښيي چې په تير يوه كال كې ډرون ۲۰۰ موشكي او بمي بريدونه ترسره كړي، چې په تيرو څو ورځو كې ۱۴ بريدونه يې د مارجې په شاوخوا سيمو كې کړي. دا شميره تير كال په پاكستان كې د شويو ډرون بريدونو درې چنده ده، چيرته چې د ډرون )بز بزكۍ( كارونې په داسې يوه هېواد كې چې امريكا وسله وال پوځيان نه لري، د خلكو زيات پام ځان ته اړولې او دا یوه حساسیت پارونکې مساله ده.
هلته، بريدونه د سي آی اې لخوا ترسره كېږي، چې د پوځ د غوښتنې خلاف دى، او د القاعده او طالبانو پر مشرانو د بريدونو له امله ملكي تلفاتو او ورسره جوخت د خودمختارۍ پاكستاني حساسيت، قهر او امريكايي ضد احساسات راپارولي.
خو په افغانستان كې، چيرته چې كابو ۷۰۰۰۰ امريكايي سرتيري مېشت دي، ډرون په ناڅرګند ډول د ورځنيو كړنو برخه وګرځېده، او پوځي قومندانان وايي چې هغه )ډرون( د شورشيانو ضد ستراتيژۍ كې چې د ملكي تلفاتو كمول غواړي، يوه زياتېدونكې برخه ده. هغوى هيله من دي چې سږكال د نورو ۳۰۰۰۰ امريكايي سرتيرو په راتللو سره به نور ډرون هم په كار واچوي.
د ملكې تلفاتو د كمولو لپاره، په افغانستان كې د امريكا تر مشرۍ لاندې ځواكونو قوماندان، جنرال سټنلي مك كرېسټال ویلي، هوايي ځواك په ځانګړي توګه نظامي جټانو چې معمولاً د ډرون پرتله لوى بمونه اچوي او د موخې تعقيبولو لپاره لږ وخت لري، كارونه سخته كړې.
ډرون كولاى شي په پرله پسې توګه د شل ساعتونو لپاره په يوې سيمې كې وګرځي راوګرځي او د ويډيويي كامرو په مرسته مالومات راغونډ كړي او بيا پرته له دې چې دښمن په خطر پوه شي، بريد وکړي. ملګري ملتونه وايي هغوى تيركال د ډرون بريدونو له امله هيڅ ډول ملكي زيانونه نه دي ثبت كړي. خو له هغه ځايه چې له ډرون څخه زياتره په لیرې پرتو سيمو كې د ټيټ پوړو طالبانو په نښه كولو لپاره كار اخيستل كېږي، د دې خبرې ويل به ستونزمن وي.
د اسنادو مطابق، د ۲۰۰۹ كال له پيل راهيسې پرېډېټور او د هغوى لويو تربورانو، ريپر )لو ګر(، په افغانستان كې د مشكوكو وسله والو پر وړاندې ۱۸۴ موشكي او ۶۶ د لېزر په مټ سمبالېدونكي بمي بريدونه ترسره كړي.
دا شميره په ورته وخت كې په پاكستان كې د ترسره شوي ډرون بريدونو سره، چې د خپلواكو څېړونكو په اند ۶۹ بريدونه دي، توپير لري. سي آی اې د خپلو ډرون برنامو په اړه په څرګنده څه نه وايي.
هرڅومره چې د ډرون كارونه زياتيږي، هومره پوځ په دې خبره پوهيږي چې ډرون كولاى شي هغوى ته زياته سيمه خوندي كړي او هم هغوى ته د ليد لويه سيمه په واك كې وركړي، دا هغه څه دي چې له ډيرې مودې راهيسې يې سمندري او پلي ځواكونه غوښتنه كوي.
په افغانستان كې يو لوړ پوړې هوايي قومندان، ډګر جنرال سټيفن پي. ميولر وايي چې "د هغوى ځواك زياتره د هغوى په كامرو او همدا راز په هغو مالوماتو كې دى چې هغوى )ډرون( يې استوي."
د افغانستان غرنيزې اراضي ته په اشارې سره، هغه زياته كړه:"د داسې منظمې سترګې لرل، په دې مانا دي زموږ ځواكونه كولاى شي، په وړو ګروپونو كې د خلكو منځ ته ولاړ شي، هغه څه چې معمولاً هيله يې لرو."
هغه وايي چې پوځ پر ډرون ډاډه دى چې د خوندي فضا رامنځ ته كولو لپاره به مرسته وكړي او د وسله والو پر وړاندې كمپاېن ته د پراخېدو لپاره زمينه چمتو كړي.
جنرال ميولر وايي چې موشكي بريدونه، په كمو پروازونو كې ترسره كېږي، چې افغانستان ته له عراقه د ډرون الوتكو په لېږدولو او د نوي الوتكو په زياتېدو سره، پراخ شوي.
هغه وايي زياتره دا بريدونه هغه مهال ترسره كېږي چې پر سرتيرو بريد وشي او هغوى په ډزو كې راګير شي او يا هم هله چې ډرون داسې كسان وويني چې كورني جوړ كړل شوي بمونه ښخوي، هغه څه چې ائتلاف ته يې زيات زيان اړولى.
هغه وايي: "د شورش ضد ستراتيژي دا نه ده چې موږ د هغوى لټون پسې ووځو، خو كله چې ورسره مخامخ شو، يقيناً موږ اړينې كړنې ترسره كوو."
په دې وروستيو كې جنرال مك كرېسټال د امريكا كانګرېس ته وويل چې له ډرون او نورو الوتكو څخه لاسته راغلي استخباراتي مالومات، زموږ غوښتنو لپاره "فوق العاده اغېزمن" وو.
نظامي چارواكي وايي چې د افغانستان په ختيځ او سويل كې ځانګړي ځواكونه )سپېشل فورس( د طالبانو د مشرانو په نښه كولو او د بم جوړونې شبكو په نښه كولو لپاره له ډرون څخه كار اخلي. چې معمولاً د يوې سيمې لپاره دوه يا درې ډرون په كار اچوي، څو هر راتلونكى او تلونكى كس تر نظر لاندې ولري.
له تير مني راهيسې، پرېډېټر او ريپر الوتكو د هلمند سويلي كرنيزې ولسوالۍ، مارجې كې ګرځېدلي.
نظامي چارواكي وايي چې له ليرې څخه كنټرولېدونكي الوتكې د طالبانو جنګيالي، د هغوى د وسلو ګدامونه او د هغوى د تګ راتګ لارې په نښه كړي، او هغه سيمې يې نقشه كړي چې هغوى په كې بمونه ښخول.
د دې مالوماتو زياتره برخه د امريكا په متحدو ايالتونو كې، چيرته چې د هغوى پيلوټان مېشت دي، وڅېړل شوه. خو په افغانستان كې قومندانانو هم په خپلو ځانګړو لپ ټاپونو كې انځورونه ترلاسه كول.
په واشنګټن كې يوې ډلې، نيو امېرېكن سېكيورټي يا نوې امريكايي ساتنې كې كار كوونكى، انډريو اېم اېكسام وايي چې په ۲۰۰۷ كال كې له دغو الوتكو څخه لاسته راغلي مالومات په عراق كې د وسله والو ضد عملياتو كې "بې سارې ګټور" وو.
د لپټاپونو په رارسېدو او هم دا راز د پرېډېټر او ريپر سره هره ورځ كابو ۴۰۰ ساعته وېډيو افغانستان كې پوځيانو ته وركول كېږي.
دا وېډيو دومره اړينې دي چې هوايي ځواك په خپلو الوتكو كې نورې كامرې لګولي، څو هره ورځ له ۱۰۰ څخه تر ۱۲۰ ساعته اضافه وېډيو چمتو كړي. ځينې ريپر ډوله الوتكې به اوس د يوې پر ځاى لس كامرې ولري، او په ۲۰۱۱ كال كې به ۳۰.
د هغه شميرو له مخې چې هوايي ځواك خپرې كړي، ريپر او پرېډېټر په ۲۰۰۹ كال كې ۲۱۹ موشكي بريدونه ترسره كړي، حال دا چې په ۲۰۰۸ كې يې ۱۸۳ او په ۲۰۰۷ كې ۷۴ بريدونه ترسره كړي وو.
په عراق كې چې اوس هم لس پرېډېتر هره ورځ الوځي، په ۲۰۰۹ كې بريدونه ۶ ته راكم شول، په داسې حال كې چې په ۲۰۰۸ كې يې ۷۷ او په ۲۰۰۷ كې ۴۶ بريده ترسره كړي وو.
پرېډېټر يوازې هيلفاير موشكونه لېږدولى شي، چې واړه دي. خو نوي ريپر تيزه الوتنه كوي او د جټ الوتكو په څېر ۵۰۰ ټنه بمونه هم شي لېږدولى.