د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ آسيايي شورا خوښه ده چې شارجه د افغانانو کورنی لوبځای شو

کرکټ څانګه 20.02.2010 22:36

 د آسيا د کرکټ شورا - چې د ماليزيا پلازمېنه کوالالمپور یې مرکز دی -خوښه ده چې د شارجې په ښار کې شته اسانتياوې د افغانستان د کرکټ په خدمت کې اعلان شوي او دا ښار د افغانستان دکرکټ کورنی لوبځای غوره شو. دا خبره دې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرېدو کې کړې ده.

د آسيا د کرکټ شورا وايي چې افغانستان ته مبارکي ورکوي چې د شارجې کرکټ لوبغالی یې د یوې ورځنۍ او فرسټ کلاس لوبو لپاره د کورني لوبغالي په توګه ډالۍ شو. دې شوراپه اماراتو کې د کرکټ د موسس عبدالرحمان بوخاطر له خولې ويلي دي چې افغانان د دې پېرزونې وړ دي. بوخاطر ويلي دي چې په اماراتو کې افغانان ډېر د کرکټ مينه وال لري او کولای شي د شارجې د لوبغالي هر ډول تمريني اسانتياوې، جيمنازيم، جالونه، او د الذيد د ښار لوبغالی وکاروي.

د آسيا د کرکټ د شورا مشر سيد اشرف الحق ويلي دي چې افغانستان نه يواځې په پرمختګ کونکو هېوادونو کې تر ټولو ډېر پرمختګ کوي، بلکه د ټولو په نسبت له هيلو ډکه ده.اشرف الحق وايي چې دا به افغانانو ته فرصت ورکړي چې نورې لوبډلو ته بلنه ورکړي چې ورسره په شارجه کې لوبې وکړي چې په پايله کې به یې دوی د کرکټ په سويه ښه اغېزه ولري.

د اماراتو د کرکټ بورډ مدير مظهر خان بيا د بوخاطر د دې پېرزونې وجه نوره هم روښانه کړې ده او وايي چې که افغانان د شارجې او الذيد کرکټ لوبغالي وکاروي نو په اماراتو کې بيا کرکټ بيا راژوندی شي ځکه چې په هره لويه لوبه کې تمه لري چې اوه زره سيل کونکي لوبغالي ته ورشي. مظهر خان وايي چې افغانستان په شارجه کې کرکټ بېرته راتازه کړ.

له ډېرې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې دومره خلک د شارجې لوبغالي ته د لوبې سيل ته حاضرېږي.

په انګليسي ژبه د آسيا دکرکټ د شورا خبرپاڼه په لاندې ډول ده:

ASIAN CRICKET COUNCIL APPLAUDS GRANT OF SHARJAH AS ‘HOME GROUND’ FOR AFGHANISTAN

Kuala Lumpur, February 20 2010: The Asian Cricket Council congratulates Afghanistan on its receiving of Sharjah Cricket Stadium as its ‘home ground’ for use in ODIs and first-class cricket. The grant was made by the foremost patron of cricket in the UAE Abdulrahman Bukhatir who said, “Bearing in mind the difficulties they have at home, Afghanistan deserve to have a place somewhere where they can come and feel that they are at home. Here they have good local support and they can make use of all the practise facilities in Sharjah Stadium, the gymnasium and nets as well as the grounds at Al Dhaid Cricket Village.”

“Afghanistan is not only the team doing the best at present in the developing world of cricket, they are also the team with the most potential,” says Asian Cricket Council Chief Executive Syed Ashraful Huq. “With very little in the way of facilities in Afghanistan the team have qualified for the World Twenty20 Cup this year and narrowly missed out on World Cup 2011 qualification. Being able to practise and play with frequency at Sharjah, to be able to invite other teams to their new ‘home ground’ can only help them improve as cricketers,” he adds.

UAE Emirates Cricket Board Administrator Mazhar Khan says, “7000 Afghan fans is what we have come to expect at every big match featuring Afghanistan in the UAE and giving Afghanistan use of Sharjah and Al Dhaid is not only a feather in the cap for cricket here but a revitalisation of cricket in the country. Sharjah Cricket Stadium, having marked its 200th ODI this week, is on course to keep on adding to this mark. Cricket should be played as much as possible and enjoyed by as possible at all times, and Afghanistan bring a freshness and energy to cricket that is good to see.”

Afghanistan are currently in Sharjah prior to playing a 4-day ICC Intercontinental Cup match against Canada, after which they will return to Kabul on February 25. Following that, their next international matches will be in the 50-over ACC Trophy Elite Cup in Kuwait at the end of March.