د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان پیښلیک

ګل آغا احمدي وردګ 19.02.2010 16:00

د افغانستان پیښلیک د هغه کتاب نوم چې ښاغلي غلام ولي نوري د ښاغلي حامد علمي د کتاب له دري متن څخه پښتو ته را ژباړلی او د ۱۲۳ مخونو په درلودلو سره تازه له چاپه راوتلی دی. دغه کتاب د افغانستان پیښې د احمدشاه بابا (رح) له دور یا ۱۹۴۷ څخه را نیولې او د ۲۰۰۹ کال د نومبر تر ۲۹ نیټې یا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د دویم ځل د انتخاب د لوړې تر مراسمو یې را رسولې دي چې د افغانستان تاریخ لیکونکو، د مسایلو شنونکو، څیړونکو، ښوونکو، محصلینو، مینه والو او ټولو افغانانو لپاره له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.

د کتاب د پښتۍ په لومړي مخ د داسې یوه افغان تصویر دی چې ګمان کیږي کوم جهادي کوماندان به وي او په خپل سنګر کې  د بیسیم مخابرې له لارې د خبرو په حالت کې لیدل کیږي. د نوموړي افغان پکول په سر، واسکټ پر ځان او کلاشینکوف ماشیندار یې په غیږ کې ایښی دی، جدي معلومیږي او داسې ښکاري چې یو مهم جنګي پيغام صادروي. د نوموړي انځور چپ لوري ته یو ړنګ دیوال ښکاري او د ړنګ دیوال مخ ته په سره رنګ او تور رنګونو د افغانستان پیښلیک یا د همدې کتاب عنوان لیکل شوی دی. باید وویل شي چې نوموړی انځور د لوستونکي ذهن ته له ورایه خبر ورکوي چې د دې کتاب د پیښو زیاتره مسایل به څه وي؟

د انځور څخه د لاندې په تورو او سپينو رنګونو باندې د کتاب د لیکوال ښاغلي حامد علمي او له هغه څخه را لاندې د کتاب د ژباړن ښاغلي غلام ولي نوري نومونه کښل شوي دي.

د کتاب د پښتۍ په وروستي مخ د افغانستان د یوې تاریخي ړنګې ودانۍ انځور لیدل کیږي دی چې د انځور د پاسه په انګریزي ژبه د کتاب، لیکوال او ژباړن نومونه لیکل شوي دي.

د افغانستان پیښلیک د نوري د کلتوري مرکز له لوري په چاپ رسیدلی او د پښتو ژبې نومیالي لیکوال، ادیب او شاعر ښاغلي اسدالله غضنفر ته د ژبارن له لوري ډالۍ شوی دی. د کتاب د چاپ په برخه کې د ښاغلي ډاکتر ایمل مومن له مالي مرستې څخه د ژباړن له لورې ځانګړې مننه شوې ده.

د دې کتاب لپاره د نوموړي کتاب لیکوال ښاغلي حامد علمي یوه مختصره سریزه په دري ژبه لیکلې چې په هغه کې یې د خپل کتاب د لیکلو او  اهمیت دلایل په لنډه توګه په ګوته کړي  او له ژباړن ښاغلي غلام ولي نوري څخه یې مننه کړې ده چې د دې کتاب متن یې پښتو ژبې ته و ژباړه او د کتاب په بڼه یې خپور کړ.

د افغانستان د پیښلیک د کتاب اهمیت په دې خبره کې نغښتی دی چې پیښې یې په مختصر او اغیزمن ډول را اخیستې او متن یې په روانه پښتو ژبه ژباړل شوی دی. د همدې کتاب د پیښو تاریخونه په میلادي حساب غوره شوي چې په نړیواله کچه د افغانستان په تاریخي پیښو باندې د آسانه پوهیدلو اهمیت په ګوته کوي او د ژباړې په صورت کې په ډیره آسانۍ سره د افغانستان د پيښو بهرني څیړونکي ترې ګټه پورته کولی شي. خو ما خپله څو څو ځلې د دې کتاب لیکوال او ژباړن دواړو ته د چاپ څخه د مخه یادونه کړې ده چې کاشکي د افغانستان د پیښلیک د کتاب د میلادي تاریخ تر څنګ د هجري لمریز تاریخ لیکلو تابیا هم نیول شوې وای نو د افغانانو لپاره به پرې پوهیدل آسانه او په زړه پورې وو.

د کتاب لیکوال د افغانستان زیاتره مهمې پیښې را اخسیتې چې په خپل ځای د اهمیت وړ دی خو نوموړي په خپل کتاب کې یو لړ داسې پیښې هم را نغاړلې او د تاریخي پیښو نوم یې ورکړی دی چې د لیکوال په خپل آند به د اهمیت وړ وي خو په ټولیز ډول به یې افغانان د زیات اهمیت وړ نه ګڼي ځکه چې محتوی یې یوې داسې خاصې ډلې او ځانګړي جریان ته منسوب کیږي چې د افغانستان د روانو بدمرغیو زیاتره برخه د همدوی د ناوړه کړنو زیږنده ده خو ژباړن د ژباړې د امانت په توګه د هغه پښتو متن هم لیکلی دی.

په هر صورت د ځینو سطحي ملاحظاتو سره سره د افغانستان پیښلیک یو داسې کتاب دی چې د افغانستان د تاریخي پيښو د بیان د کتابونو په کتار کې یوه مهمه پانګه ګڼل کیږي او د افغان تاریخ لیکونکو، څیړونکو او لیکوالانو لپاره د ځانګړي اهمیت درلودونکی دی چې  مطالعه یې زما په آند هر افغان ته په زړه پورې تمامیږي. موږ د دې کتاب ژباړن ښاغلي غلام ولي نوري ته مبارکي وایو او نوموړي ته په خپل ژوند کې د لا زیاتو بریالیتوبونو غوښتونکي یو.

دغه کتاب د کابل ښار په مستقل کتاب پلورنځي او د  جلال آباد ښار کې په مومند کتاب پلورنځي کې موندلی شی. همدارنګه نوموړی کتاب  د کندهار ښار په صدیقي کتاب پلورنځي او افغان کتاب پلورنځي کې هم پیدا کیږي او تاسو یې له نوموړو کتاب پلورنځیو څخه تر لاسه کولای شی.