د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانۍ لوړه بيه، ملي اقتصاد ته تاوان

جاويد صبوري 17.02.2010 14:19

د افغانستان بانك رييس: د افغانۍ لوړې بيې له امله نه يوازې صادراتو تاوان كړى، چې افغانستان بانك هم ضرر ليدلى.

محمود كرزى: د افغانۍ لوړه بيه نه يوازې پر صادراتو منفي اغېزه لري، بلكې پر صناېعو هم منفي اغېزه کوي.

له تير شاو خوا يو كال راهيسې د افغانۍ ارزښت په پرله پسې توګه لوړ شوى، خو په تيرو دوو مياشتو كې د افغانۍ په ارزښت كې نور هم زياتوالى راغلى. د افغانۍ بيه د سږكال ولسمشريزو ټاكنو د منډو ترړو پر مهال، بازار ته د ډالر د زيات پمپ كېدو او همدا راز د كمپاېن پر مهال د افغانۍ د زياتې كارونې له امله لا لوړه شوه. خو د افغانۍ د بيې لوړېدو يوازينی او اصلي لامل دا دوه مسالې نه دي، بلكې د افغانستان بانك لخوا د لږو پېسو نشر او له بازاره د ډالرو په پمپ كولو سره د افغانيو راغونډول، د ګڼ شمير سوداګرو له لخوا اساسي لامل بلل كېږي.

د افغانستان بانك د ټولو رييس، ښاغلى عبدالقدير فطرت هم دا خبره مني چې هركله داخلي پيسې يا ارز لوړيږي، كورني خدمات او توليدات، بهرنيانو ته لوړ تماميږي، له همدې كبله افغاني توليدات له بهرنيو اجناسو سره سیالي نشي كولاى.

له تيرو څو مياشتو راهيسې چې د افغانۍ بيه، يو ډالر- اته څلوېښت افغانيو څخه هم ټيټه شوه، ګڼ شمير سوداګرو د صادراتو د كمېدو خبره راپورته كړه او ورسره جوخت پانګوالو هم خپله پښه سپكه كړه. د تيرو كلونو پرتله سږكال په هېواد كې د پانګونې كچه راټيټه شوې.

په داسې مهال چې د هېواد د سوداګرو او پانګوالو په وينا چې د افغانۍ لوړه بيه نه يوازې پر صادراتو منفي اغېزه لري، بلكې پر صناېعو هم منفي اغېزه لرې. د ښاغلي عبدالقدير فطرت په وينا "په اوږد مهال كې د افغانيو لوړه بيه پر پانګونې دومره اغېزه نه لري. هو، كه هغوى خام مواد له افغانستانه چمتو كړي، بيا پر هغوى هم اغېزه لري. له همدې كبله موږ د افغانۍ ثبات غواړو څو په اوږد مهال كې د افغانستان صادرات زيات شي."

د ښاغلي محمود كرزي په اند، چې په هېواد كې له پېژندل شويو پانګه اچوونكو څخه دى، كه د افغانۍ بيه لوړېږي، نو يو پانګوال په دې پوهېږي چې توليدات يې د سيمې هېوادونو له توليداتو سره رقابت نه شي كولاى. د هغه په وينا بهترينه بيلګه يې د غوري سمنټو ده. اوس چې د پاكستاني كلدارو بيه ټيټه ده، نو ورځ په ورځ پاكستاني سمنټ ارزانه كېږي. له همدې كبله موږ نشو كولاى چې پاكستاني سمنټو سره سیالي وكړو. سربیره پردې هغوى له ډمپينګ نه هم كار اخلي او موږ ته ستونزې زياتوي.

ښاغلى فطرت د افغانستان بانك لخوا د افغانۍ د لوړې بيې ساتنه يوه ناچاري بولي او زياتوي: "له بده مرغه موږ آی اېم اېف سره يو پروګرام لرو چې پي آر جي اېف )Poverty Reduction and Growth Facility( يا "د فقر كمولو او د ودې چټكتيا" بلل كېږي. د دې پروګرام له مخې آی اېم اېف پر موږ شرط ایښودلی چې شپاړلس سلنې څخه زيات افغانۍ نشر نکړو. سږكال وروسته له دې چې موږ ډيرې چيغې ووهلې او په كراتو مو له آی اېم اېف څخه وغوښتل، نو موږ ته له ۱۶ څخه تر ۲۲ سلنې پورې د افغانۍ د نشر كولو اجازه راكړل شوه. البته د دې نشر کیدو تر څنګ موږ بيرته زيات شمير افغانۍ له بازاره د مندرس كېدو له امله باسو. آی اېم اېف موږ نه پرېږدي چې له دغه سقف څخه زيات نشر ولرو. له همدې كبله په دې وروستي كال كې د افغانۍ ارزښت لوړ شوى."

سره له دې چې د افغانستان بانك د هيواد د مركزي بانك په صفت بايد په خپله پولي سياست پر مخ يوسي، خو ښاغلى فطرت د دې علت چې ولې د افغانستان بانك د آی اېم اېف دې شرط ته غاړه اېښې، وايي: "موږ يو بل پروګرام لرو چې هېپيك )Heavily Indebted Poor Country Initiative( نوميږي. د دې پروګرام پر بنسټ زموږ يوولس اعشاريه څلور ميليار ډالره پور معاف کېږي. له همدې كبله مجبور يو چې د آی اېم اېف خبره ومنو څو دا د بخښنې پروګرام تحقق ومومي. له نيكه مرغه د فبرورۍ په مياشت كې آی اېم اېف او نړېوال بانك د هېپيك پروګرام ومنو. خو تر اوسه يې منظوري نهايي شوې نه ده. له همدې كبله نه يوازې موږ د آی اېم اېف شرطونه د همدې پورونو د رفع كېدو لپاره منلي چې د افغانستان دولت دا شرطونه منلي."

ښاغلى محمود كرزى وايي: د افغانستان حكومت بايد د هر څه لپاره د آی اېم اېف بهانه ونه كړي. هغه زياتوي: "كله چې د هېواد اساسي قانون تصويبېدو، او مالياتي پاليسي تعيين كېده، زموږ سوداګرو ورته وويل چې افغانۍ دې ډالرو پسې وتړي، لكه دوبی او داسې نور هېوادونه چې په اقتصاد ښه پوهېږي. خو د افغانستان حكومت و نه منله. هغه وخت آی اېم اېف دوى ته نه وو ويلي چې دا كار مه كوئ. مطلب دا چې يا يې تړلى واى او يا يې آزاده پرېښودلې واى. اوس چې دوى وايي موږ پيسه آزاده پرېښودلې، حال دا چې داسې نه ده. هره اونۍ د افغانستان بانك ډالر خرڅوي او افغانۍ له بازاره اوباسي، چې دا د افغانۍ بيه لوړوي. كه حكومت آی اېم اېف سره جدي كښېني، نو فكر نه كوم چې آی اېم اېف دې په دې اړه زيات مخالفت وكړي."

د ښاغلي محمد كرزي په اند، بهترينه خبره دا ده چې افغانۍ ډالرو سره مثلاً په پنځوس يا دوه پنځوس وتړل شي. "دا د افغانستان لپاره څو ګټې لري. مثلاً د افغانۍ په كارونه كې زياتوالى راځي. په ټولو سرحدي ولاېتونو كې به د كلدارو په ځاى له افغانيو كار اخيستل كېږي، ځكه خلك او سوداګر به په ډې ډاډه وي چې كه هغوى خپلې افغانۍ بانك ته يوسي، نو په پنځوس يا دوه پنځوس بدليږي. اوس دا ويره شته چې كه په افغانيو تجارت وشي، نو د افغانيو بيه لوړه او ټيټه كېږي، چې له امله يې ښايي تاوان وكړي. بله خبره دا ده چې د افغانستان بانك به د ډالرو د اخيستو له امله تاوان نه كوي. د افغانستان بانك تاوان د ملي اقتصاد تاوان دى." د ښاغلي كرزي په وينا،كه د افغانستان بانك په بازار كې مداخله ونكړي، نو د افغانيو بيه به تر شپېتو او ان تر اويا پورې ورسيږي.

د افغانستان د صادراتو پراختيا رييس، ښاغلى احمد جاويد وايي چې د صادراتو په كمېدو كې ځينې نور لاملونه هم شامل دي. هغه وايي:"نورو فكتورونو هم تر يوه حده د افغانستان د صادراتو په كمښت اغېزه لرې ده. د پاكستان ناآمنيو زموږ پر صادراتو اغېزه لرې. مثلاً زموږ د غاليو اتيا سلنه پاكستان ته صادرېده خو اوس دغه سلنه كمه شوې ده."

ښاغلى فطرت د صادراتو په كمېدو كې نړېوال اقتصادي كړكېچ هم اغېزمن ګڼي. هغه وايي"د صادراتو په كمښت كې يو لامل نړېوال بحران دى، خو موږ تفصيلي مالومات نه لرو چې افغانۍ اصلي لامل دې كې اقتصادي بحران."

محمود كرزى بيا دا خبره نه مني، هغه وايي چې اقتصادي ركود هغه څه دى چې پر صادراتو، وارداتو او ټولو اقتصادي كړنو اغېزه كوي. حال دا چې په افغانستان كې يوازې صادرات كم شوي، او واردات له پخوا څخه هم زيات شوي.

د افغانستان بانك رييس په وينا "اټكل كېږي چې د هېواد له پنځه ويشت ميليون نفوس څخه پنځه ميليون كسان په صادراتي كاروبار كې بوخت وي. بهتره دا ده چې زموږ ارض نه زيات قيمت شي او نه هم ډير ارزان. بايد افغانۍ ثبات ولري. يعنې د ۴۹ او پنځوس ترمنځ وي. كه د افغانيو بيه لوړيږي، زموږ صادر كوونكي تاوان كوي، او كه زيات ارزان شي، بيا زموږ شل ميليون مصرف كوونكي ضرر ويني."