د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شبير نوري دوبۍ ته ورسېد. د ملي لوبډلې سره د کاناډا خلاف ټيسټ لوبه کې برخه اخلي.

کرکټ څانګه 17.02.2010 13:34

شبير نوري اوسېدنځای ته د رسېدو په مهال. افغان لوبغاړی شبېر نوري د چارشنبې په ورځ له کابله عربي متحده اماراتو ته ورسېد. شبېر نوري به د افغان ملي لوبډلې سره د کاناډا خلاف په ټيسټ یا څلور ورځنۍ لوبه کې چې د انټرکانټننټل لوبو سيالۍ په ترڅ کې ترسره کېږي برخه اخلي.

شبېر نوري په ټيسټ لوبو کې د افغان ملي لوبډلې سره تر اوسه ښه بيټنګ کړی او ځلېدلی دی.

اوسېدنځای ته د رسېدو په مهال شبير نوري ټول افغان ته وويل چې د ملي لوبډلې سره د بيا یو ځای کېدو په مهال خوښ دی او هيله مند دی چې د کاناډا خلاف دوه سليزې وکړي. خو دا به تر ډېره د روزونکي کبيرخان او کپتان نوروز منګل د پلان پورې اړه ولري چې شبير تېز لوبوي او که ورته د ارامې لوبې او نورو لوبغاړو ته د منډو جوړولو د فرصت د برابرولو دنده سپاري.

شبېر نوري وايي چې د کاناډا خلاف ټيسټ لوبې ته ځکه غوره کړای شو چې په سريلانکا کې د ايرلينډ خلاف یې په ټيسټ لوبه کې ۲۲۵ توپونه ولوبول، دوه ورځې په ويکټه ولاړ و او په پايله کې یې ۸۵ منډې هم جوړې کړې.

 کاناډا یوشمېر تېز توپ اچونکي هم لري خو شبېر نوري وايي چې ترې نه ويرېږي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د توپ اچونې ماشين ته یې بيټنګ کړی وويل چې په ماشين یې لوبه نه ده کړې ((خو زموږ بالران هم له ماشينه کم نه دي.)) نوموړی وايي چې په حميد حسن، شاهپور ځدراڼ، هستي ګل، ميرويس اشرف، افتاب عالم، عزت دولتزي او دولت احمدزی یې لوبولي دي او په ټولو یې ښې منډې کړي دي.


نوري همدا راز هيله مند دی چې که چېرې ورته په يو ورځنۍ او شل اوريزو لوبو کې فرصت په لاس ورغی نو ښې منډې به په کې جوړې کړي. نوري وايي چې په سريلانکا کې د کينډي سيمه ييزې لوبډلې خلاف یې په يوه ورځنۍ لوبه کې ۹۸ منډې کړې وې.