د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او کاناډ سبا په شارجه کې لوبېږي. لوبه د شارجه کرکټ لوبغالي په تاريخ کې ۲۰۰مه یوه ورځنۍ لوبه ده.

کرکټ څانګه 17.02.2010 12:14

افغانستان او کاناډ سبا پنجشنبه د عربي متحده اماراتو د شارجې په ښار کې د شارجه کرکټ په لوبغالي کې یوه ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

دا دويمه لوبه ده چې افغان لوبډله یې د کاناډا سره د دې اونۍ په اوږدو کې ترسره کوي. تېره لوبه افغانستان له کاناډا څخه په یوه منډه وګټله.

 لوبه د شارجه کرکټ لوبغالي په تاريخ کې ۲۰۰مه یوه ورځنۍ لوبه ده چې د نمانځنې لپاره یې ځانګړي ترتيبات نيول شوي دي.

د افغانستان او کاناډا لوبه سبا (پنجشنبه) د ماسپښين په دوه بجې پيل کېږي.