دعبدالحمید مومند کلیات
07.03.2005 03:00دپښتو شاعرۍ داسمان په لمن کې عبدالحمید مومند هغه بل او ځلاند ستوری دی ، چې ترڅو دپښتو ادب اسمان ولاړ وي ، داستوری به پلوشې خپروي .
ددغه نازک خیاله شاعر کلیات چې سریزه ، څېړنه ، اوډون او ویبپانګه یې دروند استاد محمد آصف صمیم لیکلې په زړه راښکونکې رنګه پښتۍ په ۸۰۰ مخونو کې چاپ شوي .
دکتاب په پیل کې دخپرندویې ټولنې ( دانش خپرندویه ټولنه ) یادښت ، داستاد محمد آصف صمیم عالمانه سریزه او دپښتۍ په څلورم مخ د کوزې پښتونخواه د نامتو لیکوال همېش خلیل یادښت تر سترګو کېږي . په وروستیو ۳۰ مخونو کې د لوستونکیو داسانتیا لپاره ویب پانګه څای کړی شوې ده .
دحمید مومند کلیات په لاندې برخو وېشل شوی دی :
.. دعبد الحمید مومند کلیات ---- ۳۳۲-۱ مخ
.. نیرګ عشق ---- ۳۳۳- ۵۴۸ مخ
.. قصه شاه وګدا --- ۷۷۰-۵۴۹ مخ
ویبپانګه ---- ۸۰۰-۷۷۰ مخ
عبد الحمید مومند دپښتو په ادبي حلقو کې د حمید ( ۱ ) ، حمید ماشوخېلي ( ۲ ) ، ماشو وال عبدالحمید (۳) ، حمید خان (۴) ، عبدالحمید (۵) ، او موشګاف عبدالحمید ( ۶ ) په نومو ځلېدلی .
(۱ ) : دپښتو ژبې په شعر په داخپله زمانه کې
پرې دې نښود قلندره بې حمیده بل حریف / قلندر ۴۴
(۲) : په ورو ورو چې شوه پېغلو کې زلفوره
دحمید ماشوخېلي په لاس شانه / حمزه بابا
( ۳ ) : رحمت بیا په ماشووال عبد الحمید شه
چې جوړ کړی ده کتاب دی ښه روښان / عبدالحمید راڼیزی / ۷۰
( ۴ ) : بیا په دور دتېمورشاه او دل له واړه
ماشوخېلو کې راوخوت حمید خان / رضواني بهارستان افغاني / ۱۳۸
( ۵ ) : چرته نه چې باد خبر عبدالحمید کا
چې کامګار غزل دستا په مضمون ووې / دیوان ۴۲
( ۶ ) : پس له دوی نه موشګاف عبدالحمید دی
چې مې ووې ښه نازک نکته دان شعر / پیر محمد کاکړ / ۴۲
(۷) : پس له ده نه موشګاف عبدالحمید دی
باریکي یې دکلام ده ځان دشعر / شمس الدین کاکړ / ۴۱