د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هرڅوک دې يې ولولي

مؤمن موحد 16.02.2010 19:00

ماپه ټول افغان کي دوه مضامين ولو ستل چي سرليکونه ئې داسي وو{حزب اسلامي اوافغان ملت اوټول ملت دې ولولي}

غواړم ددوی دواړوتوجه يوې خبري ته راواړوم هغه داچي نوموړوليکوالانو
دواړوقومي تعصب ته بلنه ورکوله اوغوښتنل ئې چي زموږزورېدلی اوکړېدلی اولس دقومي تعصب په لمبوکي هم وسوځوي،ددوی په ليکنوکي يوه دحيرانتياخبره داهم وه چي هريوه ئې ځان داسلام ترجمان بلی خومتاسفانه له اسلام څخه خبرنه ول،زه دوی دواړووروڼوته دمسلمان اوافغان په صفت دادعوت ورکوم چي تاسوبايدخپله دوستي اودښمني داسلام لپاره وکړئ نه دقوم اوډلي لپاره ځکه دمسلمان لپاره بايدددوستئ اودښمنئ معياراسلام وي نه بل څه .
په دې هکله غواړم نبوي ارشادات درته وليکم ترڅودې طرفته دي دي ديوه مسلمان په حيث توجه جلب کړم
عن جبيربن مطعم ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال:ليس منامن دعاالی عصبية وليس منامن قاتل عصبية وليس منامن مات علی عصبية (رواه ابوداؤد)
له جبيربن مطعم رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
هغه څوک زموږله ډلي نه دی چي قوم پرستئ ته خلګ بولي،هغه څوک زموږله ډلي نه دی چي دقوم پرستئ لپاره جنګ کوي اوهغه څوک زموږله ډلي نه دی چي په قوم پرستئ باندي مړشي .
په يوه حديث کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابۀ کراموته وفرمايل:دعوها فانهامنتنة(الحديث)
داقوم پرستي پرېږدئ ځکه دابدبويه ده .
نوبايدافغان اولس دهغه چاملګرتياوکړي چي هغه اسلام ته متعهدوي اودمسلمانانواوپه ځانګړي ډول دافغانانوپه دردځورېږي اوداسلام غم اوفکرهم ورسره وي که هغه هرڅوک وي .
ديادوني وړده چي قوم اوژبه دايوازي دتعارف اوپېژندنه لپاره ده لکه څنګه چي الله جل جلاله په خپل مقدس کتاب کي فرمائلي دي{وجعلناکم شعوباوقبائلالتعارفوا(الحجرات)تاسوموډلي اوقبيلي ګرزولي ياست ددې لپاره چي سره وپېژنئ .
نودقوم اوژبي مقصددانه دی چي قومي دُښمنئ راپورته کړل شي نوزه دې دواړووروڼوته بلنه ورکوم چي داسي ليکنه وکړئ چي هغه تاسوته فائده ولري اودګناه سبب نوي .
دافغان ملت په هکله به دومره ووايم چي ددې ګوندعقائداوافکارديوې اسلامي ټولني له عقائدواوافکاروسره سمون نه خوري اودحزب اسلامي په هکله چي ترکومه زه معلومات اوتعلق ورسره لرم نودايوجهادي اواسلامي حزب دی چي اسلام ته ترهرشي لومړيتوب ورکوي،ديادوني وړده چي هغوکسانوته حزبيان ويل غلط دي څوک چي دامريکايې يرغل په
خلاف تسليم شوي اودافغان مسلمان اولس په خلاف ئې جګړه پيل کړي بلکه حزبيان هغه خلګ دی چي دجهاددقائداوسترمفسرجناب حکمتيارحفظه الله ورعاه په قيادت کي له هرغليم اومتجاوزسره جنګيدلي اوترهرشي اسلام ته لومړيتوب ورکوي .
افغان اولس حزب اسلامي هغه څوک نه بولي چي په کابل کي په ذليلوکرسيوناست اودامريکاهرحکم ته لاس په نامه ولاړوي په پای کي زماهرمسلمان ته دعوت دی چي دالله اودهغه ددين لپاره دوست اودښمن ونيسئ نوپه دُنيااوآخرت کي به انشاءالله کامياب ياست .
دليکوال ددې خبري په ځواب کي چي دټول افغان درنوکارکوونکوته ئې کړي چي دهرليکوال اوهره ليکنه مه نشروئ وايم چي داستامشوره ډېره بې ځايه ده بايدهره ليکنه چي لږدنشرېدلووړتياولري نشرکړي ترڅوخلګوته حقائق معلوم شي،که دوی يوازي دافغان ملتيانوليکني نشروي نوفکرکوم چي په دې سره به داويب پاڼه ډېرمحبوبيت له لاسه ورکړي .