د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بري افغان لوبډله د نړيوال جام په سخت ګروپ کې راوستله

کرکټ څانګه 16.02.2010 10:49

ليکونکی: هلال مومند

دا به ډېره مشکله وي که زه وکړای شم چې د شل اورونو نړيوال جام د غوراوي د سيالۍ د اتل کېدو او له پايلوبې مخکې نړیوال جام ته د بريالي کېدو خوښي په ټکو کې روانغاړی شم. ځانګړې تاريخي شېبې وې چې د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې یې کتل زما او شاوخوا پنځلس زره افغانانو په نصيب شول. په دې لوبغالي کې ما د نيوزيلانډ او اسټراليا سره د پاکستان لوبې کتلي وې چې زموږ د لوبډلې لوبې ترې په مسليکتوب کې کمې نه وې.

ما د لومړي ځل لپاره وکتل چې لوبغاړو او افغان کرکټ بورډ ته د ملاتړ کونکو شتون څومره ځانګړی ارزښت لري او لوبغاړي د ملاتړ کونکو هيلې خپلې هيلې ګڼي.

سره د دې چې که چېرته په دې سيالۍ کې افغانانو پايلوبه بايلودې وای نو په نړيوال جام کې به نسبتا یو اسانه ګروپ ته  (C ګروپ چې انګلستان او ويسټ انډيز په کې شامل دي) بريالي شوی وای، خو لکه کبيرخان چې رسنيو ته وويل موخه یې نړيوال جام ته یې بريالي کېدل و خو پايلوبه یې د ملاتړ کونکو افغانانو لپاره وګټله او نسبتا په یو سخت ګروپ کې د سويلي افريقا او هندوستان سره مخامخ کېدونکي شول.

ايرلينډ د پايلوبې په بايلودو دا جايزه واخيسته چې د انګلستان او ويسټ انډيز سره - چې دا مهال په شل اوريزو لوبو کې له هندوستان او سويلي افريقا څخه کمزوري دي - مخامخ کېدونکي دي. خو افغانستان د دې جايزې لپاره د سيالۍ اتلولي، په لوبغالي کې د پنځلس زره اتلانو هيلې، او مليونونو افغانانو ارمان له پامه نه شو غورزولای.

سره د دې چې افغان لوبډله د سويلي افريقا او هندوستان سره په یو ګروپ کې ځای لري، خدای ج مهربانه دی او په ملي لوبډله موږ ډېر باور لرو چې ښه لوبه به ورسره وکړي او په نړيوال جام کې به هم په زبات ورسوي چې د نړيوال معيار لوبغاړي دي.

لوبغاړی کريم صادق که په دې باور دی چې په دې دوه لوبډلو کې به یوې ته ماته ورکوي، زه په کې د دواړو لوبډلو د ماتولو توان وينم او د تاج ملوک دا توصيه کريم خان او د افغانستان نورو توپ وهونکو ته تکراروم چې د توپ اچونې ماشين ته دې ودرېږي اوپه ۱۵۰ او ۱۶۰ کيلوميټره رفتار کې دې تر هغې توپونه وهي چې پوه چې اوس د هندوستان او سويلي افريقا توپ اچونکي ټکولی شي.

د کرکټ نړيواله شورا غواړي چې شپږ افغان لوبغاړي په دوبۍ کې ۷ ورځور لپاره د نړيوال جام لپاره وروزي. دا ښه فرصت دی چې زموږ څلور توپ هونکي او دوه توپ اچونکي په کې خواري وکړي او نوي تخنيکونه ياد کړي. په دوبۍ کې دتوپ اچونې پرمختللي ماشينونه هم شته او ۲۴ ساعته برېښنا هم. توپ وهونکي کولای شي چې دې ماشينونو سره تمرين وکړي. کبيرخان به هم (چې بايدله خوارۍ او مينې یې مننه وکړو) د دوبۍ په کيمپ کې د دې ۶ لوبغاړو سره وي او هيله ده چې د فيلډنګ او توپ اچونې یو روزونکی هم له ځان سره مل کړي او لوبغاړي نړيوال جام ته ښه تيار کړي.

 بايد د لوبغاړو ډېره مننه وکړم چې په ډېر اوږد (کابو درې مياشتني) سفر راوتلي دي او بې شکه چې ستومانه به هم وي او د خپلو بچو، مور او پلار، او خپلوانو پسې به خفه شوي وي هم وي. د یو پښتو فيلم له نوم څخه په اقتباس ((مېنه قرباني غواړي)). د افغانستان د نوم لوړول او د مليونونو افغانانو خوښ ساتل هم قرباني غواړي.

په پای کې دوبۍ مېشت افغانان د ځانګړې مننې مستحق دي. په زرګونو افغانانو او بيا په تېره په اماراتو کې د افغانستان د سفارت چارواکو او مېشتو افغانانو مشرانو د لوبډلې د ملاتړ لپاره رامخ ته شول چې بې شکه د لوبډلې په معنوياتو یې مثبت اغېز لرلو او د بري په لاسته راوړلو کې یې ډېره مرسته وکړه.