د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان کاناډا ته ماته ورکړه. افغانستان په یوه منډه زړه دروزونکي لوبه وګټله

کرکټ څانګه 15.02.2010 23:22

افغانستان نن په یوه زړه درزونکي لوبه کې کاناډا ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه. په اخري څلورو اورونو کې کاناډا ته ۲۲ منډې پاتې وې چې افغان لوبغاړو رايسار کړل، تر دې چې په اخري یو توپ څلور منډې پاتې وې چې کاناډايانو دوه منډې وکړې او په درېمه منډه  افغان لوبغاړي افتاب عالم  محمد شهزاد ته توپ واچوه او کاناډايي لوبغاړی یې په منډه وسوځاوه.

اخري توپ او اخري منډې په لوبغالي کې د څلورو زرو افغانانو زړونه په درزا کړي وو او له ګټلو وروسته افغانانو په هيستيري ډول بری ونمانځه.

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی محمد شهزاد محمدي شو چې ۱۱۹ منډې یې جوړې کړې وې. په ننۍ لوبه کې نور علي ځدراڼ هم ۱۱۴ منډې جوړې کړې.

لوبغاړي نن ډېر ستړي و تر دې چې نور علي ځدراڼ ته کريم خان صادق منډه وهله او دولت احمدزي یو اور په نيمايي کې پرېښود ځکه چې ټپونه یې راوپارېدل. په همدې موخه د لوبډلې ادارې پرېکړه وکړه چې د کرکټ د نړيوالې شورا د تمريني کيمپ لپاره د ۱۹ ټيټ لوبډلې لوبغاړي راوغواړي او د ملي لوبډلې لوبغاړو له دې لوبو وروسته دمه ورکړي او بېرته یې هېواد ته ستانه کړي.

په دوبۍ کې د کرکټ نړيواله شورا افغان لوبډلې ته د تمرين په موخه یو کيمپ جوړوي چې شپږ افغان لوبغاړي به په کې برخه اخلي. افغان کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې حشمت الله شهيدي، جاويد احمدي، افتاب عالم، عزت دولتزی، نور الحق، شبير نوري په دې کيمپ کې برخه واخلي.

ملي لوبډله سبا نه بل سبا د پنجشنبې په ورځ د کاناډا سره بله یوه ورځنې لوبه لري چې د شارجې په لوبغالي کې به د ماسپښين په دوه بجو پيل کېږي. له دې وروسته به د فروري په شلمه (خالي ورځ) افغان ملي لوبډله د کاناډا سره څلور ورځنۍ لوبه د شارجې په لوبغالي کې پيلوي.

د لوبې انځورونه به وروسته په ليکه شي.

د لوبې مخامخ حال:

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
کاناډا ۲۸۸ ۵۰ ۸
افغانستان  ۲۸۹  ۵۰  ۶

 د لوبې ژوندی حال په کرک انفو هم لوستلای شﺉ

د کرکټ نړيوالې شورا ويبپاڼه هم ژوندی حال خپروي

- اصغر ستانکزی هم وسوځېد.

- د يادونې وړ ده چې نن په لوبډله کې تر ټولو کشر لوبغاړی افتاب عالم هم لوبه کوي.

- نوروز منګل وسوځېد.

- نور علي ځدراڼ په ۱۲۷ توپونو له۱۱۴  منډو جوړولو وروسته وسوځېد او اصغر ستانکزی بيټنګ ته راغی.

- نوروز دوه شپږيزې او يوه څلوريزه ووهلې.

- نور علي سليزه ووهله. تر اوسه یې یوه شپږيزه او نهه څلوريزې وهلي دي.

- کپتان نوروز منګل بيټنګ ته راووت.

- شهزاد وسوځېد. په ۱۱۹ منډو وسوځېد.

- د نور علي کيچ وغورزېد.

- نور علي څلوريزه ووهله او سليزې ته ورنږدې شو.

- شهزاد بله شپږيزه ووهله چې کيڼې خواته د ليکې سره نږدې ولوېده.

- شهزاد سليزه پوره کړه، هلمټ یې وويست او افغان ملاتړو ته یې بيټ سلامي پورته کړ.

- نور علي ښکلې شپږيزه ووهله چې ډېره وړاندې د ليدونکو خواته وغورزېده.

- نور علي هم پنځوسيزه ووهله. نوموړي تر دې مهاله شپږ څلوريزې وهلي دي. شهزاد دوه شپږيزې او شپږ څلوريزې وهلي دي.

- شهزاد دوه شپږيزې ووهلې.

- شهزاد پنځوسيزه ووهله.

- نن پچه کاناډا وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. دا سمه پرېکړه وه ځکه چې وروسته پرخه غورزېږي او توپ لمدېږي چې بيا پرې ښه توپ نه اچول کېږي.

- کريم خان صادق وسوځېد. کريم په صفر وسوځېد.

د افغانستان ملي لوبډله چې دا مهال په عربي متحده اماراتو کې ده ماسپښين دوه بجې د شارجې په کرکټ لوبغالي کې  د کاناډا سره لوبېږي.

دا لوبه رسمي یوه ورځنۍ لوبه ده چې نيمه په ورځ او نيمه په شپه کې ترسره کېږي.

افغان لوبډله په همدې لوبغالي کې سبا یوه بله یوه ورځنۍ لوبه او ورپسې بيا یوه څلور ورځنۍ لوبه هم له کاناډا سره لوبېږي.