د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هرات په نښته کې يو پوليس او دوه وسلوال وژل شوي دي

شیرین اغا جهانګیر 15.02.2010 23:37

د یکشنبې په ورځ د هرات ولایت په دیرش کیلومترې، د کرخ په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو او پولیسو ترمنځ سخته نښته وشوه.

پېښه د کرخ ولسوالۍ د کاریز میر په سېمه کې د شپې ناوخته پېل او دمازیګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړ. په دغه پېښه کې د پولیسو یو تن سرتېری په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړه چې دوه تنه نور پولیس ټپې او د ملي اردو دوه تنه سرتیري هم ټپيان شول.

د پېښې په پایله کې دوه تنه مخالفین مړه او څلور تنه نور ژوندي ونیول شول. باید یادونه وکړو چې امریکي ځواکونه هم د پولیسو ملتیا کوله.