د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان سفارت د افغان لوبډلې بری ونمانځه

کرکټ څانګه 15.02.2010 18:47

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بری ونمانځه. د افغانستان د سفارت د فرهنګي اتشه فضل من الله ممتاز او کارکونکي عبدالستار په هڅو نن سفارت د یو شمېر افغانانو په بلنه د کرکټ ملي لوبډله په ميلمستيا او مرستو ونمانځله.

د ميلمستيا مصرف افغان سوداګر حاجي محمد نسيم په غاړه اخيستی و او د محمد منصور مجيد ، حاجي علي خان، او محمد اشرف متون په شمول نورو سوداګرو لوبغاړو ته ډالۍ ورکړې.

په اماراتو کې د افغانستان د سفارت سرپرست داوود ابراهيم خېل د غونډې حاضرينو ته هرکلی ووايه او د کرکټ د ملي لوبډلې بری یې وستايه. نوموړي وويل چې افغان لوبغاړو په ډېره غريبۍ کې په ډېره مېړانه د کرکټ په ډګر کې وځلېدل او هېواد یې سرلوړی کړ.

د افغانستان په سفارت کې فرهنګي اتشه فضل من الله ممتاز - چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازيتوب کوي او له پيله تر پايه د افغان لوبډلې سره ستړی شو - وويل چې د دوبۍ په هوايي ډګر کې د لوبغاړو د هرکلي په مهال ورته یو بهرني وويل چې د افغانستان د کرکټ لوبډله به اماراتو کې کرکټ کوي او که راکټ! نوموړي وويل چې اوس لوبغاړو په زبات ورسوله چې د یو شمېر بهرنيانو اندونه سم نه دي او د کرکټ په نړۍ کې یې د هېواد نوم وځلولو.

ميلمنو ته یو شمېر سوداګرو هم ويناوې وکړې او د لوبغاړو بری یې وستايه.

د افغان کرکټ بورډ په استازيتوب د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود ميلمنو ته وينا وکړه. نوموړي د راغلو ميلمنو مننه وکړه او په اماراتو کې یې د افغانانو هڅې او ملاتړ وستايه. مسعود د لوبو په مهال د افغاني رسنيو رول هم يآد کړ او د ټول افغان، ننګرهار ملي راديو تلويزيون، سلام وطندار، او شمشاد تلويزيون څخه یې مننه وکړه چې د لوبو په مهال یې لوبې پوښښ کړې او هېوادوال یې په وخت له احواله خبر کړل.

شهزاده مسعود وويل چې په اماراتو کې له مېشتو افغانانو او افغان سفارت څخه خوښ دی چې د لوبغاړو تود هرکلی او درناوی یې وکړ.

په ميلمستيا کې په دوبۍ کې د افغانستان د کونسل یو استازي د کونسل راشدالدين محمدي هغه ژمنه بيا تکرار کړه چې د پايلوبې په مهال یې کړې وه او لوبغاړو ته په کې له خپلې شخصي پانګې څخه د پنځوس زره اماراتي درهمو د جايزې اعلان کړی و.

په ننۍ غونډه کې افغان سوداګر محمد منصور مجيد افغان لوبډلې ته اته لاپ ټاپ کمپيوټرې او اوولس ساعتونه ډالۍ کړل. بل سوداګر حاجي علي خان شپږ لاپ ټاپ کمپيوټرې او پنځلس ډي وي ډي چلونکي لوبډلې ته ډالۍ کړل. حاجي محمد نسيم چې د ميلمستيا مصرف په غاړه اخيستی و لوبغاړو سره د شپږو نورو لاپ ټاپونو ژمنه هم وکړه.

د افغانستان د سفارت سرپرست حاضرو ميلمنو ته چې ډېری یې دوبی مېشتي سوداګر وو خواست وکړ چې د لوبډلې سره مرستې وکړي او يا په مجلس کې اعلان کړي خو په ټولو حاضرو سوداګرو کې یواځې یو افغان محمد اشرف متوني د پنځه زرو درهمو اعلان وکړ. پاتې ټولو سوداګرو ځانونه کاڼه واچول او هېچا په کې د سفارت د مرستې خواست ته مثبت ځواب ونه وايه.

اشرف متون وروسته ټول افغان ته وويل چې د لوبډلې په بريا وياړي او که په لکونو درهمه وسعه یې وه نو د هر لوبغاړي سره یې به یې کړې وه خو همدا پنځه زره درهمه چې په مزدورۍ یې ګټلي دي د نوموړي وسعه کېدله لوبډلې ته ډالۍ کړه.

متون وويل چې ځکه یې د پنځه زرو درهمو اعلان وکړ تر څو ناست نور مليونران هم هم تشويق شي او لوبغاړو سره د مرستو اعلان وکړي.

د يادونې وړ ده چې په غونډه کې په العين کې د پښتنو مشرانو ژمنه وکړه چې افغان لوبډلې ته به ميلمستيا کوي او دعوه یې وکړه چې داسې شانداره جشن به کوي چې په لوبغالي کې د افغانانو جشن او خوښۍ ته ورته وي.

انځوريز رپورټ:


د افغانستان د سفارت سرپرست د راغلو ميلمنو هرکلی کوي.
افغان سوداګر لوبغاړو ته ډلې ورکوي. حاجي محمد نسيم او حاجي علي خان په انځور کې د شهزاده مسعود په مرسته لوبغاړي راغواړي چې ډالۍ ورکړي.

سوداګر منصور مجيد

شهزاده مسعود د ميلمستيا جوړولو مننه کوي.

د سفارت فرهنګي اتشه فضل من الله ممتاز د لوبډلې بې حده ډېر خدمت وکړ. په هوايي ډګر کې هم نوموړي د لوبډلې هرکلی کړی و.

عبدالستار د کرکټ ښه مينه وال او خدمتګار. نوموړی د سفارت یو مامور دی. عبدالستار د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي لوستی او سفارت یې د لوبډلې له حاله خبر ساتلی دی.
اشرف متون چې یو عام افغان دی يواځينی کس دی چې افغان لوبډلې ته یې پنځه زره درهمه ډالۍ کړې. نوموړی يواځينی افغان و چې د سفارت هيلې ته یې ځواب ووايه.
افغان لوبډله د سفارت مخې ته په يادګاري انځور کې