د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوازې افغان ملت او حزب اسلامي نه بلکې ټول پښتون او مسلمان ملت دې يې ولولي

ډاکټر محمد فريد بزګر 15.02.2010 14:27

غوښتل مې چې دا ليکنه د (يوازې افغان ملت او حزب اسلامي دې يې ولولي!) ليکنې په تبصره ځای کې ور اضافه کړم، څرنګه چې موضوع خورا مهمه وه نو راڅخه اوږده شوه، نو د يوې بيلې ليکنې په شکل يي درنو لوستونکو ته وړاندې کوم.
ښاغلي سحر ځواک صاحب ته دې الله خير ورکړي، چې د (يوازې افغان ملت او حزب اسلامي دې يې ولولي) د ليکنې له لارې يي د افغان مسلمان ولس لپاره يوه حياتي موضوع را منځ ته کړې ده، او دا کار بايد ډير پخوا ۱۰-۱۲ کاله مخکی شوای وي. د نوموړي ليکنه دلته کټ مټ رانقلوم:
[ګوندونه د ديموکراسۍ يو اصل دی په ديموکراتيکو ټولنو کې ډير کرته ګوندونو د يو هيواد د برخليک په ټاکلو کې اغيزمن رول لوبولی ،افغانان که څه هم له تيرو ديرشو کالونو راهيسې له ګوندونو چندانې ښې خاطرې نه لري ، ځکه دغه ګوندونه ډير يې د بهرنيانو له ملاتړه برخمن او دهمدوی ګټو ته ژمن دي ، د دوي کيليګانې هم په بهر کې له نورو سره دې. په ټاکلي وخت د ټاکلي هدف لپاره رامنځ ته شوي او دهدف د ترلاسه کيدو وروسته په ټولنه کې ښه نه دي ځليدلي ، ځينې يې له منځه تللي او د ځينو نورو فعاليتونه محدود شوي . خو موږ دلته په نورو ګوندونو بحث نه کوو دلته په دې غږيږو چې افغان ملت او حزب اسلامي دواړه د يو محروم قوم ( پښتون) استازي توب کوي . خو دغه دواړو ګوندونو هومره چې لازمه وه د دغه بيچاره ولس خدمت يې نه دی کړی . دوی دخپل تاريخ په اوږدو کې تل دنورو د راخپلو هڅې کړي په داسې حال کې چې نورو ورڅخه يوازې ګټې اخستي او هيڅکله هم د دغه ګوندونو اساساتو ژمن نه دي پاتې شوي ، د غه دواړه ګوندونه که څومره هم هڅه وکړي چې ځان ملي وښايي خو په هيڅ صورت کې به د نورو قومونو اعتماد خپل نه کړی شي ، ځکه دغه قومونه ځانته ګوندونه لري ، جمعيت اسلامي هغه ګوند دی چې نږدې ټول تاجک په کې راټول دي ، د محقق او خليلي ګوندونو هزارګان پر ځان راټول کړي ، د دوستم جنبش بيا ازبکان . هر يو يې په دې پلمه د ځان لپاره امتيازات غواړي او تر لاسه کوي يې هم ، خو زموږ دوه اساسي ګوندونه چې په ټولنه کې تر بل هر چا ډير پلويان لري خپل تر منځ اخته دي حزب اسلامي په دې فکر کوي چې څنګه په پارلمان کې د افغان ملت ګوند مشر ډاکټر احدي ناکام کړي ، خو په دې فکر نه کوي چې ولې ضرار احمد مقبل ، جارالله منصوري او رهين بريالي کړي . دغه دواړه ګوندونه خپل ترمنځ په دې سره اخته دي چې افغان ملت يو نشنليست ملتپاله او حزب اسلامي يو تندروه مذهبي ګوند دی . حزب اسلامي بيا هم د ستميانو دا خبرې زمه زمه کوي چې افغان ملت نشلنست ګوند دی . ستميانو خو تل هڅه کړې پښتانه سر راپورته کيدو ته پريې نږدي، خو ګيله له حزب اسلامي ځکه کيږي چې تر اوسه يې هم خپل دښمن ونه پيژنده ، زه حزبيانو ته وايم چې همدا اوس افغان ملت په ريښتنې توګه غواړي او هڅې هم کوي چې حزب اسلامي د کرزي په حکومت کې غښتلی رول ولري ، خو د شمال ټلواله حتی دا هم نه شي زغملی چې حزب اسلامي سره دې خبرې وشي دا خو پريږده چې حکمتيار دې په يو قوي موقف کې راشي . خو حزبيان د دې پر ځای چې په پارلمان کې د شمال ټلوالې کانديدان ناکام کړي ، خپل پښتانه کانديدان ناکامه وي ، دا نو د افسوس خبره ده . که څه هم دغه دواړو ګوندونو په تيرو ټولټاکنو کې له ولسمشر کرزي څخه ملاتړ اعلان کړ ، خو دواړو تاوان کړی. ، ځکه همدغه کرزی و چې افغان ملت ګوند يې دوه ټوټې کړ ، يو لوری يې په خپل غيږ کې ونيوه او دويم لوري ته يې داسې چوکۍ ورکړه چې هيڅکله هم دغه ګوند ورباندې راضي نه و خو داچې په پارلمان کې څه وشول هغه نورې کيسې دي چې د مخه ډيرې شاربل شوي ، بل لوري ته حزب اسلامي سره هم ولسمشر چندانې ښه رويه نه ده کړې ، په لومړۍ کابينه کې خو يې يو پوست هم ورنه کړ ، په دويم ځل ښايې چا به نه غوښتل ځان له داسې پارلمان سره مخامخ کړي چې ملي ګټې نه پيژني او يوازې د پيسو او معاملو پر بنسټ رايه ورکوي . حزب اسلامي ته هم همدا چانس و او کرزی هم نور د فشار لاندې نه و ځکه په لومړۍ کابينه کې يې زورور پارلمان ته وړاندې کړي وه له هغوی اوس بيغمه و . بل به څوک نه و ، نو ځکه خو يې حزب اسلامي په دغه چوکۍ خوشاله کړ ،بل خوا کرزي داځل حزب اسلامي ته همغه چوکۍ ورکړه چې د مخه يې افغان ملت ته ورکړې وه، چې دلته هم کرزي خپل کار کړی څو وښايي چې دغه دواړه ګوندونه د يوبل رقيب ګوندونه دي ، په حقيقت کې بايد داسې نه وي . دواړه پښتانه او هير شوي ګوندونه دي .
که يو لوری ته حزب اسلامي په دې خوښ دی چې د کرزي په حکومت کې يو وزارت لري خو په دې نه پوهيږي چې اصلي سيال جمعيت اسلامي يې څو څوکۍ لري دهغوی مشران په کابل کې په خوښۍ د انجونو تر څنګ شپې سبا کوي خو د حزب اسلامي مشر بيا په غرونو کې وخت تيره وي همدغه کرزی وه چې په حکمتيار يې تور لګاوه چې د پاکستان استخباراتو ته کار کوي خو هيڅکله يې هم رباني ، سياف او يا هم دوستم ته چې هر يو د هند ، ايران او ترکيه ګټو ته ژمن دي څه ونه ويلې ، کرزی غواړی دغه دواړه ګوندونه خپل ترمنځ بوخت وساتي. کرزی يوه پاليسي هم لري هغه دا چې خپله خو ګوندي کارونو ته وزګار نه دی او يا يې وړتيا نه لري خو نوموړی داهم نه غواړي چې پښتانه دې يو غښتلی ګوند ولري ، ځکه په داسې يو حالت کې د ده اهميت له منځه ځي .
پښتانه دافغانستان اکثريت خو محروم قوم دی ، زما هيله له هر يو حزب اسلامي او افغان ملت څخه دا ده چې د دغه دواړه ګوندونه ګډې موخې لرې او ګډ سيالان لري د دې پر ځای چې خپله انرژي په نورو مصرف کړي خپل ترمنځ يې مصرفه وي . نور نو بايد خپل دوست او دښمن وپيژني .
لومړی خو دغه دواړه ګوندونه بايد هڅه وکړي چې په راتلونکې له يو سنګر څخه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي ، پښتانه اوسمهال ډير بې سرنوشته دي دوی يو داسې ګوند ته اړتيا لري چې د دوی راتلونکی پکې خوندي شي . که افغان ملت او حزب اسلامي يوځای شي دا کار شونی دی
که بيا هم د غه دواړه ګوندونه نه غواړي سره ګډ کار وکړي نو اقلا د يو بل پښې دې نه وهي يو بل دې تقويه کړي ، له يوه لاس نه ټک نه خيژي يو بل ته دې اوږه ورکړي او د يو بل ګټې دې خوندي کړي نه دا چې د يو بل پښې ووهي .
حزبيان دې هم نور د انقلاب د وخت پر پاليسۍ خاورې ور واړوي . حزبيانو هلته هم افغان ملت يعنې خپل ورور ځپلی خو مقابل لوري د رباني ډلې هلته هم خپل خلک که په هر نامه وه سپورټ کړي او اوس يې هم تر څنګ ناست دي . خو موږ پښتانه لاهم يو بل نه شو زغملی .
په پای کې له خپلو مشرانو هيله کوم چې نور نو بايد د دغه بيچاره ولس په اړه فکر وکړي له خپلو شخصي دښمنيو او شخصي ګټو تير شي هم سياست وکړي او هم خدمت ، تاريخ هر څه ليکي ، هيڅ شی د تاريخ له قلم څخه پټ نه پاتې کيږي .
نور نو دغه بيچاره او ځوريدلې قوم بې سرنوشته مه پريږدئ.] (ليکنه تر همدې ځايه وه).
انګريزي سیاستمداران د دريمې نړی د هيوادونو لپاره يوه سياسي اصطلاح لري چې “Divide and rule” يعنې تقسيم يي کړي او حکومت په وکړی يی ژباړلی شو، چې دغه پاليسي که په نورو قومونو کې ۵۰ ٪ کارنده وي په پښتون قوم کې يي سلنه له سلو هم لوړه ده، پښتانه ډير احساساتي قوم دی، ډير لږ يي په ټيټ ګير کې ځي، اکثر يي له پنځمه اړوي، خلقيانو ته يي کمونيستان ګوته په خوله حيران وو او اخوانيانو ته خو يي عربو سلام کاوه. ډير ښه مثال يي د ښاغلي (سپینتمان افغان) تبصره ده چې د محترم سحر ځواک په پاسنی ليکنه يي کړي ده: (لطفاً دغه تبصره همغلته ولولی)
اسلام خورا ستر او دروند او د اديانو بشپړونکی دين دی، هيڅکله يي څوک په سپکه نه دي ياد کړي، زه حيران پاتی کيږم چې د يو ريښتينی مسلمان له خولې خو داسې بازاري کلمې نه راوځي لکه د ښاغلي سپینتمان افغان په تبصره کې چې راغلي دي، کله کله چې داسې څه ولولم حيران شم چې ممکن يهودو پښتو زده کړي وي او يا ممکن په ستميانو کې هم د پښتو ليکونکی وي، زما هيله د ټول افغان له درنو چلونکو څخه دا ده چې د يوې تبصرې يا ليکنې د خپريدو مخکې دې هغه ښه ولولي او بيا دې يي لوستونکو ته وړاندې کړي. چې په دغه ډول خبرو خپله درنه خپرونه کمرنګه کوي!
اوس به بيرته راشم اصل موضوع ته:
پښتانه د تاريخ په اوږدو کې هميشه له نفاقه ربړيدلي دي، او د پښتنو د دې ستر ضعف څخه يي هميشه دښمنانو (چې له بده مرغه يي ځيني دښمنان نه بولي) ګټه اخيستي ده او دوی يي په خپل منځ کې سره اچولي دي. د اسلامي حزب او افغان ملت تر منځ د نفاق او لريوالي ګټه چا ته رسيږي؟ واضح ده چې د دې دواړو دښمنانو ته، او که لږ ژور فکر وشي د دواړو دښمنان په حقيقت کې يو دي. زه د ښاغلي احدي صاحب له فلسفې او فکر سره دومره بلد نه يم، خو د ښاغلي حکمتيار شخصيت، لار او علميت له ډير پخوا را ته څرګند دی، د نوموړي ډيرې ليکنې مې لوستي او لازمه ګټه مې ترې اخيستې ده. زه ډاډه يم چې هغوی به خامخا د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو د روانو بدمرغيو او نفاق څخه زوريږي، زما هيله له ټولو پښتنو څخه همداسې لکه د ښاغلي سحر ځواک په څير ده، چې يا دې دغه دوه حزبونه سره يو شي او يا خو دي لږترلږه يو د بل پښې نه وهي.
د پښتنو د بی اتفاقي او يو د بل د پښو د وهلو قصې ان د نورو له خوا د ټوکو او پيغرندو تر سرحده رسيدلي دي، چې دا ټوکه به مو خامخا اوريدلي وي:
وايی په يو زندان کې يي ډير کويان (څاه) کيندلي وو، چې په هر څاه کې يي د يو توکم یا قوم بنديان اچولي وو، او د هر څاه په سر يي يو يو سپاهي درولای وو، خو يو څاه سپاهي نه درلود، چا پوښتنه وکړه چې دغه څاه ولي سپاهي نه لري، ورته وويل شول: چې په دې څا کې پښتانه دي، سپاهي ته يي حاجت نشته. بيا ترې پوښتنه وشوه چې ولي؟ ځواب ورکړل شو چې: له دوی چې کوم يو کوښښ وکړي چې له څاه څخه راووځي، هغه لاندې نور يي له پښو کشوي او نه يي پريږدي چې له څا څخه راووځي، د سپاهي کار دوی پخپله کوي، نو سپاهي ته يي هيڅ حاجت نشته، او د دوی لپاره د سپاهي استخدامول اضافي لګښت دی.
ستر خوشحال بابا هم له دې بدبختی سره ټکوي:
پښتانه واړه نا پوه دی يو پر بل کاندی غورزی
چې یو سر کاندی راپورته بل یې ووهی مغزی
نو د پښتنو دښمنان هم په پښتنو کې د نفاق اچولو ته اړتيا نه لري، دوی خپله په دې هنر کې استادان دي.
او همدغه بې اتفاقي ده چې دوی يي دې حالت ته رارسولي دي، د پښتنو زمريان په خپل هيواد کې ځای نه لري او د نورو ګيدړان بيا افغان اتلان باله شي.
پښتون قوم الله تعالی مسلمان پيدا کړی دی، د دوو ورونو تر منځ هم فکري لریوالی وي، دغه فکري لریوالی بايد د اتفاق سبب نه شي، او لږ تر لږه خو بايد د پرديو په وړاندې پښتانه سره متفق واي، نه لکه زما د ترور زوی، چې د کونړ په يوه لرې پرته سيمه کې يي په تيرو انتخاباتو کې قانوني ته رايه ورکړې وه، کله چې ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې؟ و يي ويل چې مجاهد خو دی کنه، هغه ته نور ټول کافران ښکاره کيدل!! دغومره دی د پښتنو شعور او د دغه ډوله پښتنو ګټه چا ته رسيږي؟ دغه ترورزي سږکال ښاغلي عبدالله ته رايه ورکړې وه! هغه بيا هم عبدالله له نورو څخه مسلمان باله!!!
په اوس حالت کې د پښتنو يوالي ته خورا اړتيا بريښي، که نه کفري قوتونه به لا په موږ نورې څومره ناکوبي کوي. که الله تعالی په پښتنو کې اتفاق پيدا کړي، نو بيا به انشاالله د دوی ټولي ربړې ختمي شی.