د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په دوبۍ کې اتلولي په جوش ولمانځل شوه. انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 14.02.2010 12:26

کپتان نوروز منګل په يو تاريخي شیېبه کې خپل د بري ثبوت پورته کوي.


له احساساتو ډک تاج ملوک د افغانستان ملي سرود له خپل ګرځنده تيلي فون څخه د کرکټ په لوبغالي کې خلکو ته واوراوه چې ځانته ده ته نه بلکه ټولو پنځلس زره افغانانو ته له احساساتو ډکې چپې شېبې وې.
افغانان د افغانستان د ملي سرود درناوي ته ولاړ دي. دا یواځنې شېبې وې چې شاوخوا پنځلس زره افغان سيل کونکي په کې چپ شول. په انځور کې په لموړي کتار کې افغان لوبغاړي او شاته په دويم کتار کې افغاني چپن کې د کرکټ د بورډ مرستيال شهزاده مسعود او د هغه ښي خواته د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال او شکريه بارکزۍ او چپې خواته یې د عزيزي بانک مشر شېرخان ولاړ دي. ٭
د ټول افغان ټکی کام په شمول رسنيو دا تاريخي شېبې ثبت کړې. 
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال چې د کرکټ بورډ مشر هم دی او د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ د پايلوبې د کتلو لپاره له کابله دوبۍ ته ځانونه رسولي وو.
د ملي سرود له غږولو وروسته مشارو وزير او د کرکټ بورډ د مشر مرستيال شهزاده مسعود د دوبۍ مېشتو افغانانو مننه وکړه او اعلان وکړ چې د عزيزي بانک مشر شېرخان هر لوبغاړي ته د یو یو نوي کرولا موټر د ورکولو ژمنه وکړه.

د دې لپاره چې نمانځنې په مهال لوبغالي ته د ملاتړ کونکو د ښکته کېدلو مخنيوی وشي، پوليس ګمارل شوي و چې څوک لوبغالي ته پرېنږدي. په همدې ورځ اماراتو ته له ماتې ورکولو او نړيوال جام ته لارې پيدا کولو په مهال یو شمېر افغانان لوبغالي ته کوز شول چې لوبغاړي په اوږو کېنوي خو دا چې دا کار د کرکټ د بېلابېلو ارګانونو د اصولو خلاف کار دی نو ځکه خلک بېرته له لوبغالي وويستل شول. نن د لوبې په نيمايي کې د افغانستان د کرکټ د لوبډلې مينيجر سيدشاه امينزي او مرستيال روزونکي تاج ملوک له خلکو وغوښتل چې له خپلو څوکيو ملي لوبډله بدرګه کړي او لوبغالي ته کوز نه شي ځکه دا کار د دې سبب کېږي چې په راتلونکي کې افغان لوبډلې ته په دې لوبغالي کې د لوبې فرصت ورنکړل شي. افغانانو د دې غوښتنې احترام وکړ.  
لوبغاړي د جام او جايزو په تمه. د لوبغاړو شاته په انځور کې ښاغلي ملاتړ کونکي هم ښکاري.

 
په وطن کې خو سياستوال او چارواکي له کاڼو او بوټو زيات دي خو ډېر کم په کې د بصيرت څښتنان دي چې تاريخې شيبې پېژني. سياست دی او که مسوليت خو دا دوه سياستوال (حضرت عمر زاخېلوال او شکريه بارکزۍ) تاريخ نوټ کړل.
 
افغاني رسنيو (د ننګرهار تلويزيون ايمل شېرزاد او نور احمد حبيبي او دسلام وطندار محمد عرفان) د لوبډلې سره هره سخته او د خوښۍشېبه تېره کړه او اوس یې پوره حق و لکه د لوبډلې اتلولي ونمانځي.ټول افغان ځکه په انځور کې نه ښکاري چې تاريخ یې ثبتولو او دا انځور یې اخيستی دی.


بې انصافي به وي که د ټول افغان د همکار انځور او احساسات دلته راوانخلو.
ايرلينډيان هم د اخري شېبو په تمه دي.


د کشر لوبغاړي محمد شهزاد لا اوس هم يقين نه راځي چې دومره ډېرو خلکو یې پنځه سر په سر څلوريزې وکتلې (شهزاد راغلو ملاتړو پسې مخ اړولی) او تر ټول کشر لوبغاړی افتاب عامل له خوښۍ په جامو کې نه ځایېږي.
ستوری کبيرخان لکه د خپلو اتلانو د پيالې په تمه ولاړ دی او جريان په ځير څاري.

 او اخر د کرکټ د نړيوالې شورا مشر هارون لوګارت پياله په لاس کې واخيسته او کپتان نوروز منګل یې وروغوښت 
 
او پياله یې نوروز منګل ته وسپارله

او بيا د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال پياله په لاس کې واخيسته.

او بيا پرې ټولو بدحال جوړ کړ. هلکانو پام کوﺉ. اخر ښيښه ده، ماته یې نه کړﺉ، چې ټول ملت په تمه دی چې اتڼ به ورته کوي.

اوف، دا خو ډېره ښه شېبه ده. يو بل انځور به یې هم خپور کړو.

او بيا پياله لوبغاړو پاس په څوکيو کې ناستو اتلانو ته یووړه. یو ځل بيا په لوبغالي کې شور او جذبې شوې.

په لوبغالي کې بيا شور شو او د شعارونو انګازې شوې.

او شور نو رهم ډېر شو او پسې ډېر شو او ...
شور نو هم ډېر شو او افغانانو تر هغې له خوښۍ ټوپونه وهل چې لوبغاړي په ټول لوبغالي کې وګرځېدل او چکر یې پوره کړ. 

خلک له لوبغالي ووتل او بېرون اتڼونه پيل شول
ډولونو او اتڼونو بېرون کش ولګولو.
 
د دې شپې په فيشن شو کې دې جامو ډېر باب کړی وو.
او ټولو خلکو په دې فېشن شو کې د دې ماډل جامې ډېرې خوښې کړې.