د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان پايلوبه وګټله. افغانستان د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي سيالي وګټله.

کرکټ څانګه 13.02.2010 18:14

يادونه: نن لوبه د شپې ناوخته پای ته ورسېده. انځورونه به یې سبا ته خپاره شي.

افغانستان د کرکټ د شل اوريز يا ټونټي ټونټي نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې چې په عربي اماراتو کې روانې وې نن په پایلوبه کې ا يرلنډ ته په ماتې ورکولو ددغوسياليو اتلولي ترلاسه کړه چې له مخې يې د اتلې لوبډلې په توګه د غرب الهند په جزايرو کې کېدونکي د شل اوريزو لوبو نړيوال جام ته لار ومونده.

ننې لوبه کابو د پنځلس زره افغانانو په حضور کې ترسره شوه چې هره لحظه یې د شور او جذبو څخه ډکه وه. په سيل کونکو کې عام خلک، سوداګر، روښانفکران او روحانيون شته وو. په اماراتو کې د مېشتو افغانانو مشران او د سفارت او کونسلګرۍ استازي هم د لوبې کتلو ته لوبغالي ته تللي وو.

د کرکټ نړيوالې شورا په یو خبرپاڼه کې ويلي دي چې نن یې له تمې زيات سيل کونکي لوبغالي ته حاضر شوي وو.

په نننۍ لوبه کې ايرلنډ لومړی بېټنګ وکړ چې په ټاکل شويو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدا یې ۱۴۲ منډې جوړې او افغانستان ته يې د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې په ځوابي لوبه کې د دوو لوبغاړو په سوځېدا ټاکلې منډې جوړې کړې او د روانو سياليو اتلولي يې وګټله.  

که څه هم د اير لنډ پشان لوبډلې پر وړاندې د ۱۴۳ منډو هدف ترلاسه کول اسانه کار نه دی ځکه چې دغه اروپايي هيواد په نړيواله کچه لوبېدلي لوبغاړي لري  او په کور دننه د کرکټ له هرډول استانياوو برخمن دي خو باتورو افغان لوبغاړو په خپل افغاني همت او مېړانه او هم دلوبډلې دښې رهبرۍ له برکته خپل سيال ته کلکه ماتې ورکړه او يواځې د دوو لوبغاړو په سوځېدا يې لوبه وګټله.

نن افغانانو ثابته کړه چې پخه لوبډله ده او په نړيوال جام کې به په کرکټ د کې د تاريخ لرونکو هېوادونو سره سخته مقابله وکړي.

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمدي وټاکل شو. محمدي نن ۶۵ منډې جوړې کړې او تر پايه ونه سوځېد. کريم صادق او نور علي د افغانستان  بيټنګ پيل کړی و او له ښکلي ۳۵ منډو جوړولو څخه وروسته کيچ وسوځېد. نور علي ځدراڼ د کريم خان صادق او محمد شهزاد محمدي سره ښه ملګرتيا وکړه.

ننۍ لوبې ته د افغانستان د ماليې وزير او د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال هم لوبغالي ته له کابله تللی و. نوموړي تر پايه لوبه وکتله او ویې ويل چې افغان حکومت به د لوبغاړو تود هرکلی کوي او انعامونه به ورکوي خو ویې نه ويل چې څه انعامونه به ورته ورکوي.

د عزيزي بانک مشر شېر خان هم اعلان وکړ چې هر لوبغاړي ته به یو یو نوی کرولا موټر د انعام په توګه ورکوي. په دوبۍ کې د افغانستان کونسل راشدالدين اعلان وکړ چې له خپلې شخصي سرمايې به ملي لوبډلې ته پنځوس زره درهمه د انعام په توګه ورکوي.

د دې او ورته نورو انعامونه کره والی به هغه وخت ثابت شي چې لوبډلې ته دا او نور انعامونه ورسېږي. تر دې مخکې هم د لوبډلې سره ډېرې ژمنې شوي دي  خو په ډېرو یې بيا وروسته چا سر نه دی ګرولی. ښه بېلګه یې د آسيا شورا د اتلولۍ څخه وروسته د ملي المپيک له خوا د یو مليون افغانۍ اعلان و چې د المپيک ريس جنرال اغبر د رسنيو په مخ کې وکړ خو وروسته ترې انکاري شو او تر اوسه یې لوبډلې ته دا پيسې ورنکړې.

همدا راز د هغه کورونو ژمنه چې دولت د لوبغاړو سره کړې وه، تر اوسه عملي شوې نه ده. یو شمېر سوداګرو هم پخوا د تلويزيونونو له لارې د انعامونو اعلانونه کړي وو خو بيا وروسته تری تم شول .

د پايلوبې په اړه کبيرخان ټول افغان ته وويل چې  نن ماسپښين یې اماراتو ته ځکه ماته ورکړه چې نړيوال جام ته لاره ومومي او پايلوبه یې افغان سيل کونکو او د کرکټ مينه والو لپاره وګټله. کبير خان وويل چې ننی بری په افغانستان کې ، د لوبغاړو لپاره ، او ولس لپاره ستر ((کار) دی. 

کبيرخان چې نن ډېر خوښ معلومېده رسنيو ته وويل چې لوبغاړي یې د دې جوګه دي چې په نړيوال جام کې لوبه وکړي. کبيرخان وايي چې په افغان اتلانو کې ډېر طبيعي استعداد پروت دی او کولای شي په نړيوال جام کې ترې ګټه واخلي.

د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک  ټول افغان ته وويل چې ننۍ سيالي یې د خدای پاک په فضل او کرم وګټله. 

د لوبډلې د ادارې یو بل غړي بشير ستانکزي ټول افغان ته وويل چې د امريکا په فلوريډا کې به د اپرېل په اخري اونۍ کې د انګلستان او پاکستان د ملي لوبډله سره تمريني لوبې کوي او بيا وروسته به د شل اورونو نړيوال جام  په لومړي پړاو کې د هندوستان او سويلي افريقا سره لوبه کوي.

نن اماراتو ته له ماتې ورکولو وروسته د افغان کرکټ بورډ د مشر مرستيال شهزاد مسعود له لوبغالي بېرون په سلګونو افغانانو وينا وکړه . د هغوی مننه یې وکړه او نړيوال جام ته د وتلو وياړ یې د ټولو افغانانو وباله.

د يادونې ده چې د شل اورونو نړيوال جام کې به افغانستان د سويلي افريقا او هندوستان سره لوبه کوي. د افغان لوبډلې کپتان نوروز منګل باور لري چې دواړو لوبډلو ته ماته ورکولی شي.

مخکينی خبر او دلوبې حال:

لوبډله-

منډې -

اورونه - 

سوځېدلي

 

افغانستان

147

18

    2

 

ايرلينډ

143

20

      8

 

د ايرلينډ د بيټنګ کارډ:

Batting - Ireland 1st innings Runs B 4's 6's S/R
Porterfield* c Mirwais Ashraf b Mohammad Nabi 20 15 3 0 133.33
NJ O'Brien+ run out ( Samiullah Shenwari ) 28 27 3 0 103.7
Cusack st Mohammad Shahzad b Samiullah Shenwari 28 22 1 1 127.27
KJ O'Brien c Raees Ahmadzai b Nowroz Mangal 2 3 0 0 66.67
Wilson c Hamid Hassan b Nowroz Mangal 5 7 1 0 71.43
Jones b Nowroz Mangal 14 14 1 0 100
Mooney b Hamid Hassan 5 9 0 0 55.56
Johnston c Nowroz Mangal b Shapoor Zadran 15 12 1 0 125
White not out 7 9 0 0 77.78
Connell not out 3 4 0 0 75
Dockrell   0 0 0 0 0
Extras (b 1, lb 7, w 5, nb 2, pen ) 15  
Total 142  

Extras (b 1, lb 7, w 5, nb 2, pen )

 

د افغانستان د توپ اچونې کارډ:

Bowling - Afghanistan 1st Innings O M R W NB WD E/R
Shapoor Zadran 3.0 0 25 1 0 1 8.33
Mirwais Ashraf 2.0 0 10 0 0 0 5
Karim Sadiq 2.0 0 17 0 0 1 8.5
Mohammad Nabi 3.0 0 23 1 0 0 7.67
Samiullah Shenwari 2.0 0 9 1 0 0 4.5
Nowroz Mangal 4.0 0 23 3 0 2 5.75
Hamid Hassan 4.0 0 27 1 2 1 6.75

Fall of wickets: 1 - 42 (Porterfield, 5.1), 2 - 81 (NJ O'Brien, 9.6), 3 - 87 (Cusack, 10.6), 4 - 87 (KJ O'Brien, 11.1), 5 - 97 (Wilson, 13.3), 6 - 111 (Jones, 15.1), 7 - 117 (Mooney, 16.3), 8 - 137 (Johnston, 19.1)

د افغانستان د بيټنګ حال:

Batting - Afghanistan 1st innings Runs B 4's 6's S/R
Karim Sadiq c White b Johnston 34 17 4 1 200
Noor Ali lbw KJ O'Brien 16 24 1 0 66.67
Mohammad Shahzad+ not out 65 46 6 1 141.3
Nowroz Mangal* not out 21 18 3 0 116.67
Hamid Hassan   0 0 0 0 0
Mirwais Ashraf   0 0 0 0 0
Mohammad Nabi   0 0 0 0 0
Samiullah Shenwari   0 0 0 0 0
Asghar Stanikzai   0 0 0 0 0
Shapoor Zadran   0 0 0 0 0
Raees Ahmadzai   0 0 0 0 0
Extras (b 1, lb 1, w 9, nb 0, pen ) 11  
Total 147  

Extras (b 1, lb 1, w 9, nb 0, pen )
د ايرلينډ د توپ اچونې کارډ:

Bowling - Ireland 1st Innings O M R W NB WD E/R
Connell 3.3 0 46 0 0 1 13.94
Johnston 4.0 0 28 1 0 0 7
Cusack 3.0 0 21 0 0 2 7
Dockrell 4.0 0 26 0 0 2 6.5
KJ O'Brien 2.0 0 16 1 0 0 8
Jones 1.0 0 8 0 0 0 8


Fall of wickets: 1 - 37 (Karim Sadiq, 3.3), 2 - 89 (Noor Ali, 10.6)